لیکواله: جاسمېن وارډ
ادبیات څه ګټه لري؟ دغه پوښتنه له ډېرو کتاب لوستونکو، لیکوالانو او د ادب مینه والو څخه د کنايې په ډول پوښتل شوې ده؛ طبیعي ده چې ننني انسانان هغه څه ته پاملرنه نه کوي، چې مالي او مادي ګټه ونه لري او تر ټولو مهم دا چې آن خپل وخت هم نه پرې مصرفوي.
نو ایا همدې مسلې پر اساس ادبیات بې ګټې بللی شو؟ زما په اند د دې پوښتنې ځواب منفي دی چې دلیل به یې په همدې لیکنه کې ووایم. کله چې د ماشومتوب په وخت کې له خپلې کورنۍ سره لاس انجلس ته راغلم، سخت د یوازېتوب احساس مې کاوه. یوه اوه کلنه نجلۍ تصور کړئ؛ چې د مجبورۍ پر اساس جوړ ژوند، ټول دوستان، خاطرې او یادونه پرېږدي او د هېواد بل سر ته ولاړه شي.
په هر حال موږ لاس انجلس ته راغلو، په نوې نړۍ کې هر څه عجیبه راته ښکارېدل، په ښوونځي کې یوه عاجزه او خجالتي نجلۍ ګڼله کېدم چې اړه وم د لوی ښار له هلکانو سره ځان ووهم. له نورو سره مې د اړیکو ټینګولو توان نه درلود، دې موضوع ډېره خپه کولم هم. بله مسله دا وه چې تور پوستې وم، نن چې یو تور پوستی (بارک اوباما دوره) د امریکا جمهور رئیس دی، نو په امریکا کې د نژاد پرستۍ خبره لږه څه زړه او بې ارزښته ښکاري، خو دېرش کاله مخکې داسې نه وو. زه یوه کلیواله تورپوستې نجلۍ وم تر دې چې یوې ډېرې معمولي پېښې زما د ژوند لوری بدل کړ.
له هغې پېښې وروسته مې له ځان سره بیا بیا فکر وکړ، د مني پر هغه ورځ مې که هغه لاره نه وای بدله کړې چې تل به ورباندې تلم او د کثافت لوی سطل سره مې د سوپرمېن کتاب نه وی موندلی نو کوم برخلیک به مې په تمه و؟ اوس هم بېډمېن او سپایډرمېن غوندې کتابونه ښه بازار لري او ښه هم ده ځکه د ماشومتوب ښې خاطرې مو ورسره تړلي دي. په هر حال هغه پرې کتاب زه له ډاروونکي يوازېتوبه وژغورلم. مور مې ډېره وسواسي ښځه وه او زه ډارېدم، که هغه چټل کتاب راسره وویني څه بلا به مې پر سر راوړي؟
له څه چې ډارېدم، ورسره مخامخ شوم، خو پایله یې حیرانوونکې وه، د مور او پلار مې را پام شوی و، چې ډېر وخت پخپله کوټه کې یوازې تېروم، پوه شوي وو چې په پټه دا کتاب لولم. نه پوهېږم ولې خو زړونه یې راباندې سوځېدلي وو، مور مې په ډېرې مهربانۍ رانه وغوښتل چې د کتاب تر لوستو وروسته حمام ته لاړه شم او لاسونه پرې مینځم. پلار مې سباته لس ټوکه هماغسې کتابونه راته راوړل چې له ډېرې خوشحالۍ په ځان نه پوهېدم او داسې زه لیکواله شوم، چې دا د زړو او بې ګټې کتابو پر ما لومړۍ اغېزه وه. څومره چې زه پوهېږم د امریکا پر خلاف په ډېرو هېوادونو کې تصویري داستانونه یو جلا ژانر نه ګڼل کېږي. زه ۳۵۰ جلده خپل تصویري داستانونه ښه ساتم او دا هم نه غواړم چې بل چاته یې ورکړم.
دویم ژغورونکی اغېز یې په یوه لسیزه کې راته جوت شو. ما اوله لور له لاسه ورکړه، بیا مې مور مړه شوه، وروسته مې پلار په یوه پېښه کې فلج شو او په پای کې له خپل خاوند څخه جلا شوم. دا هر څه په نهو کلونو، لسو میاشتو او یوولسو ورځو کې راپېښ شول او له دومره پېښو سره سره لا هم ژوندۍ یم. چې د دې ژوند او ژوندي پاتې کېدو لپاره د ادبیاتو منندویه یم. طبیعي خبره ده چې هر کله له منفي اغېزو څخه د خلاصون لپاره کوم ارواپوه ته ورځو، وايي: لاړ شئ، په یو کار، یو څه باندې ځانونه بوخت وساتئ، لاسي شیان جوړ کړئ، نوی کار پیل کړئ او همداسې دې ته ورته کارونه او خبرې. ډېری کسان همدا کار کوي، ځيني بریالي کېږي هم، خو ډېر کم داسې پېښږي چې اساسي ستونزه دې حل شي. هغه ترخه خاطره یا پېښه د انسان دننه پاتې کېږي، خو که تاسې له ادبیاتو سره ملګري شئ، خبره به لږه څه بدله وي.
خبره لږه پېچلې ده، خو حقیقت دا دی چې زما په اند ادبیات هېڅکله نه پرېږدي یا هېڅ نه غواړي چې تاسې بدې خاطرې او د ژوند ناوړه پېښې هېرې کړئ. ستاسې په اند ښايي دا پېښې ځورونکې وي، خو د ادبیاتو له نظره د ارزښت وړ خزانې محسوبېږي. ادبیات له هېرولو سره ستونزه لري او په نامحسوس ډول هڅه کوي داسې څیزونه در یاد کړي چې پر وړاندې یې متفاوت احساس ولرئ. د هغو څیزونو یادونه چې یو ناول، لنډه کیسه یا شعر یې درته ایجادوي، کولی شي چې روح ته د ځلا ورکوونکي رول ولوبوي، البته که کینه يي او ځان غوښتونکي ونه اوسئ. بیا هم وایم خبره ساده نه ده، د هغو کارونو پر خلاف چې ارواپوهان یې درنه غواړي چې د هېرولو لپاره یې تکرار کړئ، ادبیات نه غواړي، تاسې څه هېر کړئ بلکې غواړي چې مبارزه ورسره وکړئ او دا باید په عالي بڼه درپېښ شي.
د ادبیاتو درېیم اغېز زما لپاره د لیدلوري پراخېدل وو، دا منم چې د تولستوی او داستایوفسکي د آثارو تر لوستو مخکې او د ارواپوهنې د ډېرو کتابو په لوستو هم د انسانانو د شخصیت په اړه مې یو ګام وړاندې فکر نه شو کولی. د ادبي کتابو په لوستو وپوهېدم چې په دې نړۍ کې هېڅ څه ساده نه دي او هره بې ارزښته پېښه لکه د یوه زاړه کتاب بهر ته غورځول کولی شي چې د یوې اووه کلنې نجلۍ ژوند بدل کړي.
خو کېدای شي ډېری کسان بیا هم ووايي: چې دا اغېزې او تاثیرات کاملآ فردي دي او له ټولو دا تمه نه شي کېدای چې مهاجرت وکړي، اولاد یې له منځه لاړ او له خاونده جلا شي، ترڅو وپوهېږي چې ادبیات څومره ښه دي. رښتیا هم وايي، ادبیات یوازې له ستونزو سره د مبارزې لپاره نه دي. نو په ټوله کې د ادبیاتو دا څلور ځانګړنې او ګټې د یادونې وړ دي:
۱ـ ادبیات مو وخت سپموي:
دا لږ څه عجیبه ښکاري، خو حقیقت دی، په لومړي سر کې ښايي ډېری فکر وکړي چې د یوه ناول لوستنه د وخت عبث تېرول دي؛ خو دا هم رښتیا دي چې انسان ډېر عمر نه لري، د ژوند په ترڅ کې د مختلفو لارو لپاره بېلابېلې طریقې نه شي ازمایلی، خو د قوي ادبي آثارو په مرسته بېلابېلې تجربې ترلاسه کولی شي. د ذهني او عیني څیزونو پر وړاندې مو نیمګړی درک لا ژوروي. لکه زما په څېر چې د داستایوفسکي د آثارو تر لوستو مخکې مې د شخصیتونو په اړه ناسم درک درلود.
۲ـ ادبیات مو دقت ډېروي:
که چا د جویس او روپ ګریه (لیکوالان) آثار لوستي وي پوهېږي چې یاده ځانګړنه څه معنا لري. البته بحث یوازې پر ظاهري جزیاتو نه دی، بلکې د ادبیاتو په مرسته کولی شئ چې د نورو له نظریاتو سره په بلدېدو نور او ځان دقیق وپېژنئ او ښايي درته حیرانوونکي وي خو باور وکړئ چې د دې کار په دوام به نورو سره داسې ژورې اړیکې پیدا کړئ چې د نویو لارو چارو په موندلو به له نورو آن له ځان سره هم مرسته وکړای شئ.
۳ـ د یوازېتوب درملنه ده:
زه لږ تر لږه پر دې دلیل ښه پوهېږم، لیکوالان د ګټورو آثارو په وسیله له موږ سره مرسته کوي، چې د خپل وجود په هېنداره کې د خپل شخصیت انعکاس ووینو، موږ ټول لږ څه عجیبه یو، تاسې دا فکر کولی شئ چې له ټولو سره توپیر لرئ او هېڅ چا سره یو شان نه یئ. خو ادبیات دا حقیقت راته روښانوي چې هر انسان کولی شي چې عجیب او جالب شخصیت ولري.
۴ـ ادبیات مو ماتې ته تیاروي:
هر روغ او عاقل انسان له ماتې وېره لري، خو که د یوه داستان د کرکټر د ژوند له لوړو ژورو سره اشنا شئ، کولی شئ چې پر ځان یې ومنئ چې مثلا ژان وال ژان(د یوه داستان کرکټر) ماتې خوري، که څه هم دا یو داستان دی، خو بیا هم د ژوند برخې دي او له ژونده اخیستل شوي دي. ادبیات پر دغو مسایلو د پوهېدو لپاره ډېره مرسته درسره کوي؛ او دا وروستۍ کرښه مو په ژوند کې اساسي رول لري، هېڅکله یې مه هېروئ او هر کله چې له ستونزو سره مخامخ شوئ له ځان سره یې تکرار کړئ چې: ( دا د ژوند برخې دي ).