سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد سوداګرۍ سربېره پاکستان له افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د...

د سوداګرۍ سربېره پاکستان له افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د اسانتیاوو غوښتونکی دی

تاند (پنجشنبه، د اسد  ۲۳) پاکستان غواړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

د پاکستان د ولسمشر ډاکټر عارف علوي په خبره د پاکستان حکومت تل هڅه کړې د عمران خان په مشرۍ حکومت له ټولو ګاونډیو په تېره بیا له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

ښاغلي علوي زیاته کړې پاکستان غواړي په بېلا بېلو برخو له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي، له همدې امله یې په دې وروستیو کې په سوداګریزه او ترانزیتي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي.

نوموړي ویلي پاکستان له افغانستان سره د لا ډېرو اسانتیاوو او پرمختګونو غوښتونکی دی.

ښاغلي علوي دغه څرګندونې په داسې حال کړي چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي  له افغان سفیر سره په خبرو کې ویلي وو، هیواد به یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي.

افغان سفیر ښاغلی شکرالله مشعل، چې په پاکستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی، په اسلام اباد کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته د خدای پامانۍ لپاره تللی و.

قریشي وویل، د سیمې سوله د افغانستان له ثبات سره تړلې او ټینګار یې وکاوه چې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي.

دغه راز مشعل له قریشي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو هم خبرې وکړې.

https://taand.net/%d9%82%d8%b1%db%8c%d8%b4%d9%8a-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d9%be%d8%ae%d9%84%d8%a7%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب