یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهازبکستان، افغانستان او امریکا د افغان سولې په هکله خبرې وکړې

ازبکستان، افغانستان او امریکا د افغان سولې په هکله خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) ازبکستان، افغانستان او امریکا په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سوله خبرې اترې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یادو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په دغه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې وشوې.

د دغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په دې غونډه کې همدا راز وویل چې په سیمه کې د افغان سولې په اړه اجماع موجوده ده او په خبره یې ټول ګاونډیان په دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

همدارنګه ازبکستان او امریکا ویلي چې دوی به د افغانستان په پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري کوي.

په دغه ناسته کې ازبک لوري ژمنه وکړه چې د تل په څېر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

ازبکستان، افغانستان او امریکا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تر دې وړاندې ناټو او ترکیې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان سولې ملاتړ کړي دی.

په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو ډاډ ورکړی، چې دوی به تلپاتې سولې ته رسېدو پورې له افغانستان او د دې هېواد ملي امنیتي ځواکونو سره ولاړ وي.

نوموړي ویلي، دوی په دې برخه کې خپلو اړخیزو همکاریو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب