یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنا معلومو وسله والو په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ...

نا معلومو وسله والو په تخار ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړی

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو په تخار ولایت کې یوه ښوونځي ته اور ورته کړی دی.

د ځایي خبریالانو په خبره دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې شوې ده.

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ابو عثمان تالقاني په نوم د یوې لیسې ځينې برخې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت رسنیو ته په یوه لېږل شوي ویډیوي پیغام کې دغه پېښه تایید کړې ده.

د ښاغلې نزهت په خبره په دې پېښه کې د یادې لېسې شپږ درسي او دوه اداري خونو سربېره کمپیوټر لیب ته هم زیات اوښتی دی.

مېرمن نزهت وایي د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د پېښې عاملین ونیسي.

د پوهنې وزارت د ویاندې په خبره دا کار د هېواد د پرمختګ او علم د دښمنانانو له خوا تر سره شوی دی.

په دغه لیسه کې شاوخوا درې زره زده کوونکي زده کړې کوي.

په تالقان کې دا دریم ښوونځی دی چې په دې وروستیو کې د وسله والو له لوري سوځول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب