یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني طالبانو ویاند: د پاکستان پوځ راته د پښتنو مشرانو د...

د پاکستاني طالبانو ویاند: د پاکستان پوځ راته د پښتنو مشرانو د وژلو امر وکړ، ځکه ترې وتښتېدم

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د پاکستاني طالبانو یو مخکښ غړی او ددغه ډلې پخوانی ویاند احسان الله احسان وايي پاکستان ورته د پښتنو د وژلو ماموریت سپارلو، ځکه ترې وتښتېد.

د جماعت الاحرار ډلې پخوانی ویاند وایي کله چې د پاکستان حکومت ونیو، نو بېرته یې خوشې کړ او په پېښور ښار کې یې دفتر ورته جوړ کړ.

د نوموړي په خبره پاکستاني حکومت ترې دده د پخوانیو قضیو د ختمولو لپاره د یوې وژونکې ډلې مشري کول وغوښتل،  چې په بدل کې به یې پاکستان دده قضیې ختموي او له ده سره به مالي مرستې کوي.

احسان په خپلو خبرو کې زیاته کړې د پاکستان پوځ ورته یو لېست ورکړ چې له مخې یې باید په لېست کې شامل کسان وژل شوي وی.

د پاکستاني طالبانو دغه مخکښ غړی وايي په دې لېست کې تر ډېره پښتانه قومي مشران، پښتانه متخصیصین، مدني فعالان، لیکوالان او ځينې خبریالان هم شامل وو.

هغه وايي له همدې امله له پاکستاني پوځ وتښتېده او د وژونکې ډلې مشري یې و نه منله.

احسان دغه راز زیاتوي د پاکستان پوځ او حکومت اوس هم لګیا دی په سیمه کې د تروریستي کړنو په هدف وژونکې ډلې جوړوي او هڅه کوي پښتانه مشران او فعالان ختم کړي.

تر دې وړاندې په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي وو پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او په سیمه کې د ترهګرۍ خپروونکی دی.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%a7%d8%b4%d9%86%da%ab%d9%bc%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%86%db%8c-%d8%b3%d9%81%db%8c%d8%b1-%d9%be%d8%a7%da%a9/

هغه له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل د سیمې په زیان بللي او ویلي یې وو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

4 COMMENTS

  1. نو کچیری د حسین حقانی خبری یا د پاکستانی طالبانو ویاند خبری رښتیا وی نو ولی نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه او همدارنګه د نړیوالی ټولنی امنیت شورا د پاکستان په اړه د نړیوالی محکمی له لاری واضح تصمیم نه نیسی نو لدی ښکاری چی امریکا او برتانیه تل په دی لټه کی ده چی پاکستان په انسان وژنه کی خلاص لاس ورکړی او هغه هم په لر او بر افغانانو کی ځکه خو څه موده وړاندی د جلال اباد ښار په زندان باندی د پاکستان ځانګړی قواوو د داعش په نوم حمله وکړه مګر بیا هم امریکا او نړیواله ټولنه ددی ظلم په اړه د پاکستان په وړاندی چپه خوله ده مګر کله چی د امریکا ګټی په ضد ګام پورته بیا به دا ټولی خبری امریکا او نړیواله ټولنه افشا کړی چی بیا هغه وخت ګټه نه کوی ځکه اوس موږ د پاکستان ظلم وینو مګر ټول ورته پټه خوله دی

    دا دعا به کوو چی خدای تعالی دی امریکا او پاکستان په خپل مینځ په جنجال اخته کړی چی دوی دواړه ترمینځ نر او ښځه معلوم شی

  2. د دوی ښځه او نر معلوم دي . امریکاییان یې ګټي او پنجابیانو پښې ورته جګې نیولي وي ، چې را واچوه . د پنجاب اصلي واکدار غومبر باچه ( قمبر باجوه ) کچکول په غاړه سعودي ته د سوال لپاره ورغی چې په یمن کې به نورهم اوربل وساتي . د شیطانانو یا تورمخو پنجابیانو اصلي ځاله معلومه ده .

  3. څو وارې مې دې کې هم ليکلی چه په ۱۹۹۰ کال د نوومبر یا دسمبر په میاشتې کې یو سويسی جنرال راته یې وویل چه «که پښتانه نه بنیادمېږي له مینځه وړل کېږي». ده خپل ځواب ما نه واورېد، اوس مې یو ليک لاس لادې دئ چه دا ځو ټکي مې هم پکشې لیکلي دی.

  4. څو وارې مې دې پانې کې هم ليکلی چه په ۱۹۹۰ کال د نوومبر یا دسمبر په میاشتې کې یو سويسی جنرال راته یې وویل چه «که پښتانه نه بنیادمېږي له مینځه وړل کېږي». ده خپل ځواب ما نه واورېد، اوس مې یو ليک لاس لاندې دئ چه دا څو ټکي مې هم پکشې لیکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب