یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبیروت کې د چاودنې مالي زیان له ۱۵ میلیاردو ډالرو زیات ښودل...

بیروت کې د چاودنې مالي زیان له ۱۵ میلیاردو ډالرو زیات ښودل شوی

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د لبنان د ولسمشر دفتر په بیروت کې د شوې چاودنې آټکلي مالي زیان راپور خپور کړی دی.

د لبنان ولسمشر میشل اون ویلي لومړني اټکلونه په ګوته کوي، چې د بېروت په چاودنه کې رامنځته شوی مالي زیان له ۱۵ ملیاردو ډالرو څخه ډیردی.

سرچینه وایي د دې پېښې په پار د هسپانیا پاچاهم لبنان ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d9%85%d8%ad%d9%85%d8%af-%d8%a7%d8%b4%d8%b1%d9%81-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%a8%db%8c%d8%b1%d9%88%d8%aa-%d9%be%d8%b1-%d9%be%db%90/

په لبنان کې د وروستۍ چاودنې سره سم د دې هېواد زرګونه اوسېدونکو دحکومت پر ضد لاریونونه پيل کړل.

لاریونوالو د یاد هېواد د څو وزارتونو ودانۍ ونیولي او د یاد هېواد لومړی وزیر حسن دیب یې استعفا ته مجبور کړ.

د لبنان لومړي وزیر حسین دیب تیره دوشنبه استعفا وکړه.

یادې چاوددنې د لبنان اوسیدونکي په غوصه کړي او په یاد هېواد کې د نفوذي چارواکو او سیاستوالو، اداري فساد او بې کفایتۍ پروړاندې یوه اونۍ کېږي لاریون دوام لري.

لاریونوالو د لبنان ډيری حکومتي چارواکي دندې پرېښودو ته اړ کړي دي.

د لبنان په بیروت کې د څو ورځې وړاندې په خونړۍ چاودنه کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%db%90%d8%b1%d9%88%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%b3%d9%84%da%ab%d9%88%d9%86%d9%87-%da%a9%d8%b3%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%85%d8%b1%da%ab/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب