یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهارکې د ماین چاودنې له امله ۱۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې...

کندهارکې د ماین چاودنې له امله ۱۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د کندهار امنیتي مسولان وایي، چې د دې ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین  چاودنه کړې، چې پرمهال یې ۴ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی زیاتوي، چې چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و او نن سهار یې پرعامو خلکوچاودنه وکړه.

بارکزی وایي، چې په دې چاودنه کې د ۴ ولسي وګړو د وژل کېدو ترڅنګ ۶ نور ټپيان شوي هم دي.

د کندهار امنیتي چارواکي د دې چاودنې پړه پر طالبانو اچوي خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په کندهار کې ګڼې بمي چاودنې ډیرې شوي او په کې مرګ ژوبله هم عامو خلکو ته ډیره اوړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په هېواد کې د بمي چاودنو له امله د ملکیانو پر مرګ ژوبلې اندیښنه ښودلې وه.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%d8%b4%d8%b1%d9%8a-%d8%ad%d9%82%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%88%d8%a7%da%a9-%da%a9%d9%85%db%8c%d8%b3%db%8c%d9%88%d9%86-%d8%a8%d9%85%d9%8a-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%88/

یاد کمیسیون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې طالبان دې دسړک غاړې له ماین اېښودلو ډډه وکړي ځکه د دوی په خبره ملکي وګړي یې اصلي قربانیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب