یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سپین بولدک ـ چمن لار د ترانزیټ پرمخ خلاصه شوه

د سپین بولدک ـ چمن لار د ترانزیټ پرمخ خلاصه شوه

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د کندهار امنیتي مسولان وایي، چې د سپين بولدک ـ چمن لار د صادراتي او وارداتي ترانزیټ پر مخ پرانیستل شوه.

په یاد ولایت کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال شریف الله غرزي رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې له تېرې ورځې راهیسې پر دغه لاره دواړو خواو ته سلګونه بار موټرو تګ راتګ کړی.

د غرزي په خبره دغه لاره د اوس لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ د پلي خلکو د تګ راتګ پرمخ خلاصېږي.

دا لاره په لومړیو کې په افغانستان کې د کورونا ویروس په خپریدو سره، پاکستان تړلې وه او څه موده وړاندې پرانیستل شوه خو د یو لړ ستونزو له امله بیرته وتړل شوه.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d9%be%d8%b1-%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d9%85%d8%b3%d8%a7%d9%81%d8%b1%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7/

د یادې لارې تړل کېدو او دواړه غاړو ته دمسافرو د ازدهام له امله څه موده وړاندې وسله والې نښتې هم وشوې او لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d8%b3%d9%be%db%8c%d9%86-%d8%a8%d9%88%d9%84%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب