یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد ملابرادر ته په امریکا کې د زنداني افغان قاچاقبر د خوشې...

خلیلزاد ملابرادر ته په امریکا کې د زنداني افغان قاچاقبر د خوشې کېدو ډاډ ورکړی

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د ټایم نشریې د خبر له مخې د امریکا اوسنی حکومت د طالبانو د یوه پخواني غړي او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د نیول شوي افغان قاچاقبر پر خوشي کولو کار کوي.

د نشه یي توکو په قاچاق نیول شوی قاچاقبر حاجي بشیر په دې تور په امریکا کې بندي دی چې له طالبانو سره یې مالي مرستې کولې او په نړیواله کچه د نشه یي توکو قاچاق کاوه.

د سرچینې په خبره په قطر کې د طالبانو او امریکا د شوې هوکړې له مخې د ټرمپ حکومت د حاجي بشیر پر دوسیه کار کوي تر څو له بند څخه یې ازاد کړي.

ټایم نشریه لیکي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک پر مهال ملا برادر پخپله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو څخه د حاجي بشیر د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ددې تر څنګ چې د حاجي بشیر د خوشې کولو غوښتنه کړې، ملا برادر ته یې ډاډ ورکړی چې هغه به له بند څخه خوشې کېږي.

امریکا پخوا هم د طالبانو ګڼ شمېر بندیان د ګوانتانامو په ګډون له خپلو نورو زندانونو څخه خوشې کړي دي.

امریکا تر اوسه رسماً په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب