یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل ښار اتمې امنيتي حوزې آمر د ولسمشر په امرله دندې...

د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې آمر د ولسمشر په امرله دندې ګوښه شو

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۲۳) د کورنیو چارو وزارت، چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې آمر او جنايي مدير د ولسمشر غني په امر له دندې ګوښه شول.

سرچینه وایي یاد کسان وروسته له هغې له دندې ګوښه شول کله ، چې ولسمشرغني او دملي امنيت سلاکارحمدالله محب له دې حوزې ليدنه وکړه او د یادې حوزې وضعیت یې د اندېښنې وړ وباله.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، ولسمشرغني د اتمې حوزې د ظاهري وضعيت له ارزونې وروسته د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ،چې د دې حوزې مسوولين د وظيفوي غفلت، بې نظمۍ او دسپلين نه مراعات له کبله له دندو لرې کړي.

ارین زیاته کړه، چې ولسمشر دغه راز د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ څو په دې برخه کې اصلاحات رامنځته کړي.

په کابل ښار کې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې، لارې شکوونکي وسله والې ډلې ډیرې شوي، چې د کابل د ښاریانو په خبره ډیری پېښو کې پولیس لاس لري او دا د دې لامل شوی، چې د کابل ښار نظم ګډوډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب