یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمایک پمپیو: پخوا روسیې خو اوس ایران طالبانو ته وسلې او پیسې...

مایک پمپیو: پخوا روسیې خو اوس ایران طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۳) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي ایران اوس هم طالبانو ته مالي او جنګي تجهیزات ورکوي.

مایک پمپیو په یوه تازه مرکه کې ویلي، پخوا روسیې خو اوس تهران طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي.

د پمپیو په خبره دوی په سیمه کې پر ټولو شته واقعیتونو خبر دي او په دې پوهېږي چې طالبان لا هم سیمه ییز ملاتړي لري، خو په خبره یې امریکا ټولو ته خپل نیت ښکاره کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي ټولو اړخونو ته یې ویلي چې امریکا د خپلو سرتېرو امنیت او خوندیتوب ته ژمنه ده او تر هغه چې امریکایي پوځیان په افغانستان کې ماموریت تر سره کوي، امریکا به یې ساتنه کوي.

امریکا تر دې وړاندې هم ورته ادعاوې کړې وې او ایران یې په سیمه کې د طالبانو په ګډون د ډیری ترهګریزو ډلو ملاتړی بللی وو.

امریکا غواړي پر اران خپل فشارونه زیات کړي، خو ایران بیا تل له طالبانو او نورو ډلو څخه د ملاتړ خبره رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. امریکا او نړیواله ټولنه پدی پوهیږی چی د طالبانو ټول نظامی او سیاسی همکار پاکستان ده مګر دوی لدی ټول حقایقو سره سره د ایران په طرف خوله خلاصوی چی دا د نړیوالو په سترګو کی خاوری شیندل یادیږی

    دا چی امریکا او نړیوالو په ایران اتومی بندیز لګولی نو داسی ویل کیږی چی ددغه بندیز د ختم تاریخ د اکتوبر میاشت نو امریکا کوښښ کوی چی دا بندیز ته ادامه ورکړی او ایران دی ته مجبوری چی امریکا په وړاندی له چین او روسیی سره نوری اړیکی ګرمی کړی او ایران د امریکا د متحدینو په وړاندی نظامی ګام پورته کړی چی بیا هغه وخت کی به پاکستان د امریکا نه بلکه د چین او ایران او روسیی سره نیکی اړیکی جوړول غواړی

    مګر ټول افغانانو پدی ۲۰ کالو کی چیغی وهی او اسناد او دلایل وړاندی کوی چی پاکستان په تیره بیا د پنجاب پوځ په سیمه او افغانستان کی له نظامی جنګیالیو ډلو سره مالی او سیاسی او نظامی مرسته کوی

    کچیری امریکا همدا اوس مخکی لدی چی پآکستان د دوی لپاره ناسور شی باید یو ډول تعزیرات ورباندی وضع کړی ترڅو پاکستان د امریکا له دام بهر نشی کچیری یوځلی امریکا له افغانستان پوره او مکمله بهر شی نو بیا هیڅ هیواد په تیره بیا پاکستان د امریکا هیڅ فرمایش او فشار ته غاړه نه ایږدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب