یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهټرمپ: روسیه نه، دیموکراتان د امریکا ترټولو ستردښمنان دي

ټرمپ: روسیه نه، دیموکراتان د امریکا ترټولو ستردښمنان دي

تاند (پنج شنبه، د اسد ۲۳) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې امریکا تر ټولو ستر دښمن دیموکراتان دي نه روسیه ،چین او ایران هېوادونه.

ولسمشرټرمپ دا څرګندونې تیرمازدیګر په یوه خبري غونډه کې، چې دکورونا د مخنیوي په خاطرجوړه شوې وه د امریکا په ټاکنو کې د بهرنیوهېوادونو دمداخلو په غبرګون کې کړي.

ټرمپ یوځل بیا د پسټ له لارې پر رایه ورکونې نیوکه وکړه او دا یې د درغلۍ یوه لاره یاده کړه.

نوموړي زیاته کړه: « ویرجینا وڅارئ، چې ۵۰۰ امتحاني رایې یې په تصادفي ډول خلکو ته لیږلي، د داسې خلکو هم، چې اوس مړه شوي دي او ډیری یې سپیو او لیوانو ته لیږل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، چې کله د روسیې، چین او ایران په تړاو خبرې کوئ په خبره یې دابه د امریکا په ټاکنو کې تر ټولو لویه درغلي وي.

هغه په ښکاره وویلې، چې لویه ستونزه ډیموکراتانو سره ده نه له روسیې ، چین او ایران سره.

ټرمپ ویلي:« ډیموکراتان ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالر غواړي او طبیعي ده، چی دی دا بودیجه نه مني.»

نوموړي په خپلو خبرو کې پر جوبایډن او بارک اوباما هم سختې نیوکې وکړي او له چین نه یې د کورونا ویروس د مخنیوي په برخه کې ګیلې لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب