یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريکه جهالت غواړئ/جنرال دولت وزیري

که جهالت غواړئ/جنرال دولت وزیري

مشر شیطان به هره ورځ سهار خپلو وړو شيطانانو ته دندی سپارلې او بیا به يې ماښام له ټولو څخه د اجرا پوښتنه کوله. چا به چې ښه دنده تر سره کړی وه، هغوي ته به يې ډالۍ ورکولي.

یوه ورځ ماښام يې ټول راټول کړل، د ټولو راپور يې واوريده. هر شیطان خپل راپورونه وړاندي کړل. چا ویل يو می په بل وواژه، بل ويل ښځه او میړه مې سره جلا کړل او په همدې څیر ټولو د انسانانو د غولولو لاپې وهلي.

یو ډير کمزوری شیطان غلی ناست و، خپل راپور يې نه وړاندې کاوه. مشر شیطان ترې پوښتنه وکړه چی تا څه وکړل؟ دی په ژړا شو ويې ویل: زه ناروغ وم، ما وبخښه کوم غټ کار می نه دی تر سره کړی. یواځې يو کوچني هلک می له ښوونځي را وګرځاوه. مشر شیطان وویل: افرین دی په تا وي، تا دوی جهالت ته ور بللي دي.

جاهلان په اسانه غولیږي او خپل هیواد په اسانه ورانولو شي. د دې ورځې ډالۍ يې همده ته ور ډالۍ کړه.

(( جاهلانو خپل ښوونځي وسوځوئ او د جهالت ډالۍ تر لاسه کړئ.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب