ښځه د ژوند هغه خاموشه معجزه ده چې د نورو د ژوند څراغونه بلوي؛ خو خپله په تیاره خونه کې پاتې کېږي. هغه د کور تودوخه ده، د ستړي زړه تکیه او د ماشوم د روزنې لومړنی ښوونځی دی. خو حیرانوونکې دا ده چې همدا ښځه، چې د نورو د ژوند له دومره برخو سره تړلې ده، د خپل ژوند له واکه لرې ده.
مور شي د خپل عمر ډېرې شېبې د اولادونو په ژوند کې پرېږدي. که مېرمن شي، د کور د وېشې (د کوټې منځنی تېر) په څېر د نورو د ژوند بار پر اوږو واخلي. که خور شي، د ماشومتوب د خاطرو یوه برخه شي؛ او که لور شي، د کور د سبا په هیله ناسته وي. خو د دې ټولو نومونو تر شا یوه پوښتنه تل راپورته کېږي: هغه خپله څوک ده؟
په داسې ټولنه کې د ښځې تېر د خلکو په محکمه کې محاکمه کېږي، اوسنی ژوند یې د دودونو په تله تلل کېږي او راتلونکی یې د نورو په قلم لیکل کېږي. هغې ته د ټول عمر لپاره بېلابېل نومونه ورکول کېږي: تورسرۍ، سپینسرې، کونډه، بوره، زړهپیغله…؛ خو د هغې خپل نوم، خپل غږ او خپل انتخاب ډېر ځله د همدې نومونو تر سیورو لاندې، لکه تږی ګلاب، ورو ورو وچېږي.
ښايي د ښځې تر ټولو ستره محرومي دا نه وي چې څوک یې غږ نه اوري؛ بلکې دا وي چې دومره وخت یې د نورو په ژبه ژوند کړی وي، چې یوه ورځ خپل غږ هم ورته پردی شي.
هغه ټولنه چې ښځه پکې د ټولو لپاره ویړه، یا چاردېوالي، وي؛ خو د خپل ځان لپاره د اوسېدو یو ګوټ هم ونه لري، یوازې ښځه نه بې آدرسه کوي؛ بلکې د انسانیت یوه برخه له پېژندګلوي باسي.
ځکه ښځه د چا سیوری نه ده چې د بل وجود په رڼا کې ولیدل شي. هغه خپله یوه ونه ده؛ ریښې لري، موسمونه لري، تنده لري او د اسمان پر لور د لوړېدو حق لري. هغه د بل چا د کیسې حاشیه نه ده؛ خپله یو بشپړ متن دی.
او تر هغې چې د ښځې د ژوند پاڼې د نورو په لاس لیکل کېږي، د انسانیت کتاب به نیمګړی وي؛ ځکه هغه ټولنه چې ښځې ته د خپل ځان د کېدو حق نه ورکوي، د بشپړ انسان د جوړېدو دعوه هم نه شي کولی.
لیکوال: شاه زلمی
۲۰۲۶ د سپټمبر ٢٠مه