تاسې به ډېر خلک په خپلو سترګو لېدلي او مشاهده کړي وي، چې یو وخت «لکه د مار» داسې ادیب او فرهنګي وي، چې شعر، کیسه، نظم، نقد او په ادبي او فرهنګي غونډو، ناستو ولاړو کې یې کمۍ نه وي؛ حتی یوه نېمه مجله، اخبار او کتاب یې هم چاپ شي؛ خو د خدای کارونه او د ده ظالم سست رګونه وي، چې که ډېره یې مبارزه اوږده شي، تر څو میاشتو ایله یې کال یا دوو ته واوړي؛ بله ورځ یې چې ګورې نه دای وي او نه یې دغه د برګو ډنډونو برګ ماهیان!! که مو په سیاست او مدني فعالیت ونه لېده، په رادیوګانو او موسسو «البته هغه وخت چې دا شیان هم ممکن وو» کې خو به یې حتماً ووینئ.
دا ولې داسې کېږي؟ دا پوښتنه ځکه مهمه ده، چې موږ د ادبیاتو محصلانو او علاقه لرونکیو خلکو ته خو په بېلا بېلو موضوعاتو او تیوریو لیکل کوو؛ ولې په ادبي مسایلو یې ورته ډېر نه غږېږو او دا نه غږېدل یې که همدا زیان ولري، دا هم کم زیان نه دی.
اصلاً ادبیات لیکل که وهبي عمل هم وي؛ خو په کسبي والي یې سترګې نشي پټېدای، په دې مانا چې هیڅ علمي او ذوقي پدېده له ریاضت پرته ممکن نه ده، همدې ریاضت یا کوښښ ته سرګرمۍ وایي؛ البته په دومره توپیر چې دا تخلیقي سرګرمۍ یا ریاضت یې داخلي هغه کېدای شي.
که خبره ډېره مغلقه نکړم؛ نو ویل دا غواړم چې دا تخلیقي عمل او سرګرمۍ یو لړ نور خارجي ریاضتونه یا وړې او لویې راکړې ــ ورکړې هم لري؛ مثلاً د ادبیاتو په اړه دا ژمنتیا او سنجېده فکر لکه یو څوک ادیب او لیکوال چې یې باید د یوه جدي مسوولیت او د یوه ډېر مهم کار په سترګه ورته وګوري؛ نه هغسې چې د یوه بل مهم کار ترڅنګ دا ورسره ضمیمه وي، دا په دې مانا نه ده، چې ګنې د کوم یوه بل کار ترڅنګ دې باید ادببات ونه پالل شي؛ بلکې تاکید دا دی، چې دا هم د یوه بېل او مستقل کار په توګه ډېر مهم او جدي کار وبلل شي.
بله دا چې ادبیاتو ته د وسیلې په سترګه کتل هم ناسم کار دی، دا د ادبیاتو د داخلي ارزښتونو په مبحثونو کې هم شته، چې ادبیات د فکر او منځپانګې له پلوه باید د فکر او نظریې په خدمت کې نه وي؛ بلکې ازاد او هنري هغه رسالت یې مهم دی، همدغسې یې باید پنځګر یا ادیبان هم دې ځانګړي تقدس ته ژمن اوسي، په هیڅ مانا د خپل ادبیت یا ادیب شخصیت معامله ونکړي، د وخت حکومتونه، د زور او زر خاوندان یا د ټولنې ډېر قشرونه غواړي، چې د خلکو ترمنځ او د تاریخ په پاڼو کې یې ذکر د دوی د خواهش سره سم وشي؛ خو ادیبان او د قلم خاوندان باید هغسې غوړمال یا هسې په هسې د خپل شخصیت پلور ونه کا.
دربارونه پخوانۍ اصطلاح ده، حکومتي دندې او فرهنګي مشاورتونه د ادیبانو او لیکوالو لپاره هغه زولنې دي، چې یوازې دوی پرې نه؛ بلکې د ټول ادبي دور لپاره ښه شګون نه دی، د ریاستونو فرهنګي خدمات د دغه تاوان هومره ګټور نه وي، دا هسې یوه بې ځایه توجیه ده، د استاد غضنفر په څېر لوی لیکوال هم د تېر جمهوریت په وخت د ده د علم په تاوان موږ ته ګټور نه و؛ پاتې خو یې لا نور لوی او واړه ادبي شخصیتونه؛ مقصد دا دی، چې ادیبان او لیکوال باید له حکومتونو او دندو ډېر لرې اوسي؛ اما خپلې تخصصي دندې یې باک نلري؛ لکه په پوهنتونونو او کاډمیو کې چې یې لري.
زه داسې ډېر ادیبان او لیکوال پېژنم، چې له حکومتي دندو وروسته یې خپل هغه تېر شخصیتي عزت بیا نه دی ترلاسه کړی؛ یعنې خلک هم په دې قضاوت کې دوه زړي نه دي، هغوی چې په دغسې لارو موقفونو او مقامونو ته ځان رسوي، خلکو هم په ښه سترګه نه دي ورته کتلي؛ تر ټولو بده یې لا دا چې د خپل مسلک یا د همدې برخې خوا یې هم ترې پاتې شي. یعنې نه یې بیا په لیک کې هغسې اخلاص او دیانت پاتې وي او نه یې تخلیقي زور هغه پخوانۍ زور پاتې شي، مانا دا چې اخلاص، دیانت او د لیکلو ذوق او شوق په دغسې مقامونو هم له لاسه تلای شي.
وروستۍ خبره بیا هم دا دی، چې ادبیات یوازې د نسبي ذوق او شوق خبره نه ده، چې یو وخت دې یې بنده ښه په اب و تاب پالي؛ خو بل وخت دې یې بیا چلن ورسره دومره سوړ وي، چې حتی نسبت یې هم ورسره هېر وي؛ بلکې دا هم د همغسې نورو جدي او تخصصي کارونو غوندې ژمنتیا، ریاضت او مستقل شخصیت غواړي، که داسې نه وي؛ نو د ادبیاتو او لیکوالۍ دغه شوق به هم د نورو ډېرو هغو شوقونو غوندې یوازې تر یوه وخته وي او وروسته به بیا هېر کړای شي، چې دا په هیڅ مانا له ادبیاتو سره سنجیده ژمنتیا او چلن نه شي کېدای.