Home+ویلیم سټیران څوک و؟

ویلیم سټیران څوک و؟

تاند- له نن څخه 18 کاله پخوا د ۲۰۰۶ د نوومبر په لومړۍ نېټه امریکايي ناول لیکوال ویلیم سټیران د ۸۱ کلونو په عمر د ماساچوسیټ ایالت په مارتا واین یارډ کې د تل لپاره سترګې پټې کړې.

سټیران د ډېرو په دې خاطر خوښ دی چې په خپلو اثارو کې یې تراژیک موضوعات غوره کړي او د پوخ او کلاسیک نثر خاوند دی.

سټیران مخکې تر دې چې په ۱۹۴۷ کې د شمالي کارولینا له ډوک پوهنتون څخه فارغ شي د امریکا په سمندري ځواک کې د عسکرۍ خدمت وکړ. په نولس سوه پنځوسمه لسیزه کې د هغو امریکایانو په ډله کې شامل و چې په پاریس کې یې کار کاوه. په ۱۹۵۳ کې د پاریس ریفیو (The Paris Review) سلاکار اډیټر شو.

د سټیران لومړنی ناول (Lie Down in Darkness)، چې په ۱۹۶۱ کې یې کښلی، په ویرجینیا کې د منځوۍ طبیقې د یوې بې مینې نجلۍ کیسه کوي چې تر ځانوژنې مخکې د عقلي – عصبي ناروغۍ د درملنې په هڅه کې ناکامېږي.

له دې وروسته یې بل ناول، چې (The Long March) نومېږي، اوپه ۱۹۵۶ م کال چاپ شوی، ولیکه. دا ناول یو جبري او بې رحمانه لاریون انځوروي.

سټیران که څه هم په ویرجینیا کې زېږېدلی خو د امریکا په جنوب کې لوی شوی او د جنوب کلتور او تاریخ ته لېوال و.

د ده بل ناول (The Confessions of Nat Turner)، چې په ۱۹۶۷ کې چاپ شوی، د ویرجینیا د یو شمېر تاریخي پېښو انځور دی.

د ده (Turner’s testimony) یا د ټونر اعترافونه ناول د هغه کس کیسه کوي چې خوښۍ د طبقاتي توپیر په خاطر ردوي. ده د دغه اثر په خاطر د پولیټزر معتبره ادبي جایزه وګټله.

سټیران د پولیټزر جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل:

«زما لپاره په دنیا کې تر ټولو سخت کار لیکل دي؛ خو د کار له بشپړولو وروسته، زما لپاره تر ټولو خوندور شی دی.»

په ۱۹۷۹ کې یې (Sophie’s Choice ) د سوفي انتخاب ناول ولیکه چې د جنوب د یوه ځوان لیکوال او د نازیانو له اشویڅ کمپه د یوې ژوندۍ ژغورل شوې رومن کاتولیک پولنډۍ ښځې ترمنځ د ملګرتوب کیسه کوي.

دا ناول ډیر لانجمن شو خو یو ډېر پلورل کېدونکی ناول و چې په ۱۹۸۲ کې ورڅخه فلم جوړ شو.

له دې وروسته ده د (the Clap Shack) په نوم ډرامه او په ۱۹۸۲ کې د (This Quiet Dust) تکلونو ټولګه چاپ کړه.

ده په ۱۹۹۰ کې (Darkness Visible) غیر داستاني اثر خپور کړ چې په هغه کې یې د ژورخپګان او په الکولو د روږدیتوب په اړه ځینو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي. دغه اثر د ده له شهرت سره لا ډیره مرسته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...