د کیسو نثر بینا دی. علمي نثر بینا نه دی. همدا دوې جملې داستاني نه دي دلته به د وضاحت لپاره مثالونو ته مخه کړم:
« په اپارتمان کې..دوې خونې او یو دالان وو. عجبه دا وه چې د خوب کوټه نه وه ګډه وډه شوې او ډیر بد قتل شوی و. خونه داسې ښکاریده لکه لاس چې پرې نه وي لګیدلی، د خوب تخت په خپل حال و، دومره تغییر پکې راغلی و لکه له خوب وروسته چې توښپل شوی وي او لا څوک پکې ویده وي خو په تخت غزیدلی ویده نه و، وژل شوی و، وینه یې بهیده، د هغه له رډو سترګو او په غاړه کې یې له ګرژیدلو نخښو داسې ښکاریده چې په پړي زندۍ شوی وي» ۱
دا د نا اشنا په نوم د نوبل د جایزې د ګتونکي مصري لیکوال نجیب محفوظ(۱۹۱۱-۲۰۰۶م) د کیسې پیل دی. که دې پارګراف ته کامره ونیسو هرڅه پکې لیدلی شو. له کیسو پرته مثال به راواخلم:
« د حمزه بابا ډیره زیاته شاعري او موسیقي د نوک او ورۍ غوندې دي هیڅ شاعر له موسیقي سره د فطري امتزاج څخه پرته شاعر کیدی نه شي او بیا د غزل شاعري خو پخپله موسیقي ده.
شاعري پرته له وزنه په زړه پورې نه پاتې کیږي او له وزنه پرته موسیقي ناشونې ده»۲
دې پورتنیو جملو ته که کامره ونیسو فلم یې نه شو اخیستلی.
د کیسو هغه نثر چې په کامره کې نه ایساریږي هغه ته د ړانده خطاب کولی شو. لکه د تربور په نوم د لنډې کیسې پيل:« زه تاسو ته د خپل تربره په باب کیسه کوم. زما تربور زما د کړاوونو، اندیښنو، خوښیو او خوشالیو جوګه دی، دی بل شان موجود دی»۳
دا جملې په کامره کې نه ایساریږي. د ادم خان په نوم د یوې کیسې څو جملې:« پرون مازدیګر چې په کلي راننوتم نو بیا یوه ژړا او انګولا وه. په کلي باندې د ماتم او هیبت لړې راخورې شوې وې او د هر چا له خفګان سره ډار او ویره ملګرې وه»۴
په دې جملو کې لومړۍ دوې کامره ثبتولی شي چې مازدیګر مهال وي، سړی کلي ته داخلیږي، ژړا اوري خو نورې جملې یې ړندې غوندې دي. البته کیسه لیکوال کله ناکله د ایجاز لپاره ځینو ړندو جملو ته ضرورت پیدا کوي خو تر وسه وسه دا غوره ده چې جملې یې تصویري وي.
داسې کیسې هم شته چې جملې یې په فلم کې ایساریږي اما لیکوال په دې جملو کې هغه شیان ویني چې په کیسه کې نه ښکاري، د باور په نوم کیسه کې لیکوال لیکي: « د نولسمې روژې ګهیځ مهال نهه بجې وې چې کله له دوکانه راووتم، نو زموږ د دوکان څنګ ته یوه ریړۍ ولاړه وه. ریړۍ وال په کورونو ګرځیده او له خلکو یې زاړه شیان اخیستل او بیا یې په لوړه بیه پلورل چې بیا به دا زاړه شیان بیرته په فابریکو کې رغیدل او نوي کیدل به.»۵
په دې کیسه کې تر اخره نه کومه فابریکه ښکاري نه د کوم زاړه شي رغیدل. خو که چیرته کامره ورته ونیسو ثبتولی یې شو او نثر یې هم روان دی او هم واضح دی.
په علمي نثر کې دا مهمه ده چې څه وایې، د کیسې په نثر کې دا مهمه ده چې څه وایې، څرنګه یې وایې او ولې یې وایې.
له لویه سره دا جمله عامه ده چې ښه نثر هغه دی چې واضح وي، ځیني بیا وایي ښه نثر ښایسته وي، دریمه ډله بیا د نثر په نږه والي ټينګار کوي.
د ښایست تعریف کتابونه غواړي، خو د کیسې متن د وضاحت سربیره کله د نویو الفاظو تږی شي کله زاړه کلمات پسې پلټي. د « خود کشي» په نوم د اسدالله غضنفر کیسه څه باندې دیرش کاله پخوا لیکل شوې ده. د خودکشي د لفظ او دې عمل لپاره دا دی کلونه وروسته څو کلمات پيدا شوي او دود شوي دي (ځان وژنه، انتحار، استشهاد، ځان مرګی او خودکش) البته مترادف کلمات تل څه ناڅه معنوي توپير لري خو د خودکشي کیسې د خپلې زمانې کلمه خپله کړې ده او سره له دې چې غضنفر خپل اثار د بیاځلي چاپ پرمهال له سره تصحیح کوي همدا لفظ یې نه دی بدل کړی. د خودکشي کیسه د ( یو تیر اور ایرې) په کتاب کې چې په ۱۳۶۹ کې چاپ شوی دی، راغلې ده. همدا کتاب بیا ځلي په ۱۳۸۵ کال کې چاپ شو، خو نه د کیسې عنوان بدل شوی او نه هم د کیسې په متن کې د خودکشي کلمه چې بیا بیا تکراریږي لرې شوې ده یا یې مترادفه کلمه رااخیستل شوې ده.
د خودکشي د کیسې په وخت د ځان وژنې کلمه استعمالیده خو دا لفظ تر ډيره لا د اخبارونو او مجلو له متنه نه و بهر شوی، د عوامو په خوله نه و جاري شوی چې د کلمې او د هغې د معنا ترمنځ روحي ژوره رابطه ټینګه شوې وای.
دلته ښایي هغه کسان چې د ژبې د سوچه والی پلویان وي بحث ته زړه ښه کړي او دا پوښتنه وکړي چې لیکوال هم د خپلې ژبي نږه الفاظ استعمال نه کړي نو څرنګه به ژبه سوچه کیږي؟
دې سوال ته دا ځواب شته چې کیسه د کرکټر او راوي تر روحیاتو راڅرخي نو کیسه لیکوال د کلاسیک شاعر په څیر د قافیې له مجبوریته ځیني الفاظ استعمالوي. خو په زاړه شعر کې محدودیت زیات دی او کیسه منثوره ده نو دومره هم د کیسه لیکوال لاس تنګ نه وی لکه د شاعر. البته کیسه لیکوال که چیرته په کیسه کې هغه کلمات د کرکټر د روحیاتو لپاره کاروي چې یو مخ پردي دي، عام شوې نه دي له ژبې سره به یې زیاتی کړی وي. د هغو نا اشنا او متروکو الفاظ زیات استعمال هم پر کیسه باریږي چې د لیکوال په لهجه کې عام وي او نور خلک پرې سم نه پوهیږي. که په یوه لنډه کیسه کې دغسې محدودې کلمې ګورو هغه د دې لپاره ښایي ښې وي چې له داستان سره به مو ژبه غني کړې وي. د سړه سیلۍ په نوم د نصیر احمد احمدي په کیسه کې یوځای راغلي:
« ښځه د خرې پر شا پر غوړیدلي سره بړستن کښیناستله. سړي د خرې پړی ونیو او له خپلو پټو اندیښنو سره یې د واورې د څیرل شوې سینې په چکړن منډ کې د خپل کلي لار ونیوله، د سړي بغور د غم په ترخو اوښکو لانده وو»۶
په دې بیلګې کې د ( چکړن، منډ او بغور) کلمات ښایي ځنیو ته نااشنا وي، خو د (بغور) کلمه راماتې اوښکې روښانه کوي او د (چکړن منډ) صفت او موصوف دغه متحرک تصویر واضح کوي چې په دې پاراګراف کې ځای شوی دی، حتی که په همدې کلماتو پوه هم نه شو د اصلي کیسې په معنی پوهیږو او ستونزه نه رامنځته کیږي. بل لور ته کله ناکله سیمه ییز اصطلاحات لوستونکی د کیسې له مکان سره ذهنا نژدې کوي. البته هغه کلمه چې عامه نه وي هغه باید داسې ځای نه وي راغلې چې له پوهیدو پرته یې لوستونکی پيښه نه شي درک کولی.
د نویو کلماتو استعمال بیا ماته داسې ښکاري لکه د کرکټ ټیم چې هر هیواد غواړي په یولسو کسانو کې وخت په وخت نویو لوبغاړو ته ځای ورکړي که یو ځایي ټول لوبغاړي نوي کوو بیا لوبډله ښه نه شي لوبیدلی د دې لپاره چې دوی د مجربو لوبغاړو تجربو ته ضرورت لري. په ژبه کې هم که چیرته د هرڅه پرځای نوې کلمې کاروو لوستل یې سخته کیږي، پوهیدل یې ګرانه کیږي، ذهن د هنر له خونده په بله اوړي. البته اصلي ټکی بیا هم هاغه د کرکټر او لفظ ترمنځ روحي ارتباط دی چې پکې هم مکان نقش لري، هم زمان.
د کیسې یو هدف دا دی چې لوستونکی خوند ترې واخلي. د خوند لپاره خلک دومره زحمت نه باسي لکه د فهم لپاره چې څومره زیارګالي. ښایي د کیسو لوستونکی د ګونګو الفاظو د پوهیدو لپاره، نه له نورو پوښتنې وکړي، نه ډیکشنرۍ ورواړوي.
لوستونکي ممکن یوه کیسه ولولي او هیره یې کړي خو هغه احساس هیر نه کړي چې د کیسې د لوستو پرمهال یې خپل کړی دی. په کیسه کې د بینا نثر په مټ دغه احساس لوستونکي ته ښه انتقالیږي.
مکالمه
کیسې متن لري او مکالمه لري؛ د دغو دوو برخو نثر سره ورته نه وي. په مکالمه کې که چیرته یو افغان کرکټر د اویاو کلونو وي نو ښایي د خبرو پرمهال د کورنیو چارو وزارت ونه وایي، داخله وزارت ووایي چې دلته هغه د ځینو کره کتونکو نظر چې نثر دې نږه وي د کیسو په مکالمه کې سم نه چلیږي. ځوانان او خبریالان مو بیا د کورنیو چارو وزارت وایي او همدا وزارت که د یوه ماشوم په خوله یادوو ممکن ووایي هغه غټ کور چې دلته بیا هغه د فصاحت خبره ګډه وډه شوه.
په مکالمه کې د عمر ترڅنګ زده کړې د کرکټرونو ژبه بدلوي، که یو نالوستی د پوهنتون له استاد سره غږیږي ښکاره ده چې د دواړو الفاظ او جملې سره ورته نه وي.
واضح نثر مبتدا او خبر غواړي، خو د مکالمې نثر د دې لپاره کله ناکله نیمګړی لیکل کیږي چې لوستونکی کیسه د رښتوني ژوند په څير احساس کړي. کله یو کرکټر د بل خبره په نیم کې پریږدي، لکه:
« زه به داسې…»
بل یې خبره ورغوڅه کړه:
«ته بیغمه اوسه»
کله بیا یو کرکټر غواړي چې موضوع بدله کړي نو د یوه خبره بشپړه نه شي:
« زه به پولیسو ته ….»
ملګري یې مټ ورټینګ کړ:
« ته راځه راځه چای به وڅښو»
کله بیا په مکالمه کې یو غواړي چې بل غلی کړي نو په خوله کې ورولویږي:
« زه له صراف سره….»
« دا غټې غټې خبرې پریږده ته زما پور څه وخت راکوې»
په مکالمه کې کله ناکله یوه نیمه کلمه خوړل کیږي، حتی نیمه لیکل کیږي. د مکالمې نیمګړې جملې او کلمات په حقیقت کې بشپړ دي، که یې مبتدا لیکوال لیکي خبر یې لوستونکی په ذهن کې په یو ډول بشپړوي.
ځیني په دې باور دي چې په مکالمه کې د عوامو ژبه د دې لپاره ښه ده چې د کرکټر له سیمې او ځایه ورسره خبریږو، خو دغه هدف ته د یوې سیمې د اصطلاحاتو او تعبیرونو د کارونې له لارې په اساني رسیدلی شو.
لکه د رڼا ناول په یوه مکالمه کې چې د غزني له لهجې سره اشنا کیږو:
«نجلۍ میږو او اوزو ته سترګې ورواړولې…بیرته یې د ونې تنې ته خپل خوار ولي ولګول، سر یې وځړید او فکر په مخه کړه.
هلک په خشکه وویل:
-ته پمنه یې هیڅ بلا دې نه وهي
نجلۍ غلې وه
هلک زیاته کړه:
-ما د بوړبوکۍ په مینځ کې د پیریانو خبرې واوریدې، ویل یې چې دا کرغیړنه په حلالیدو نه ارزي
د نجلۍ سر ځوړند و
هلک له خپلې غاړې څخه لینده خلاصه کړه، یوه ګیټۍ یې پکې کیښوده د نجلۍ خواته یې ونیوله او ویې ویل:
-ودې ولم
نجلۍ سترګو ته لاس ونیو هلک لینده یوې څرمښکۍ ته ورواړوله پر هغې یې وار وکړ، خو څرمښکۍ په یوه ګڼه سپانده کې ننوته» ۷
یوشمیر کره کتونکي بیا د دې پلوي کوي چې کرکټرونه دې هغسې خبرې کوي چې څرنګه تلفظ کوي چې له دې سره بیا له فصاحته وځو. ښایي ښه دا وي چې په داستاني مکالمو کې کلمات له منلي لیکدود سره سم ولیکل شي. د پښتو عامې خبرې او فصیح خبرې خورا لږ توپير لري دغه فاصله باید لویه نه شي. انګلیسي ژبو دا کار کړی دی او ګټه یې کړې ده، عربي ژبو دا کار نه دی کړی اوس په جنجال اخته دي ورځ په ورځ یې د کتابونو او خبرو ترمنځ واټن په زیاتیدو دی چې د همدې ستونزې له امله د مصر، شام( سوریه، لبنان، فلسطین، اردن)، المغرب( مراکش، تونس، الجزایر) او خلیج هیوادونو د سیمه ییزو لهجو قاموسونه له مجبوریته چاپ شوې دي. ځیني عربان وایي چې زموږ ماشومان دوې ژبې زده کوي، یوه له موره بله له مکتبه.
د مکالمې نثر د کرکټر د روحي حالت له مخې بدلیږي رابدلیږي، که یو کرکټر خپه وي ښایي لنډه جمله ووایي، که یو کرکټر خوشاله وي ښایي جمله یې اوږده وي، که ډیر زیات خوشاله وي نو بیا له احساساتو لنډې جملې یا پرې کړې جملې وایي. که حالت رومانتیک وي په مکالمه کې ممکن څه تصویري او اهنګینې جملې ښایسته ځای شي، که مکالمه غمجنه وي موزون ډوله جملې پکې ښې نه ښکاري.
هر کرکټر خپلې خبرې لري دوی سره ورته نه غږیږي، هر یو یې د خپلو خبرو بڼه لري چې په کیسه کې د روحي حالت ترڅنګ دغه اړخ ته توجه ضروري ده.
د مکالمې ژبه ساده وي داسې وي لکه خلک چې خبرې کوي. کله ناکله د ځینو کیسو په مکالمه کې هغه ژورنالستیکه ژبه وینو چې لا د تلویزیون له شیشې او د راډیو له موجونو د عوامو پر ژبه نه ده روانه شوې، لکه:
-ما د قاضي په وړاندې قسم وخوړ
-ته چا وننګولې
-زه غواړم تاسو ته دا څرګنده کړم چې زه ترهګر نه یم
نوي الفاظ د داستان د ډیرو کرکټرونو په مکالمه کې ښه نه ښکاري. پوهاند استاد مجاور احمد زیار چې د نږه الفاظو د استعمال لیوال دی، له بي بي سي سره یې په یوه مرکه کې پردې ټینګار وکړ چې کره ژبه باید ولرو خو د کیسې په مکالمه کې د لیکوال لاس ازاد دی.
په عادي خبرو کې تعارفات ډير وي. کله چې له وره پورې وځو یوه ته وایو ته مخته شه بل وایي چې ته مهرباني وکړه دا مهربانیانې، وړې اشارې او تاکییدونه لکه، ښه ، سمه ده..اممم، اوهوهو، اوف…..پکار دي چې له مکالمې لرې شي. ډیر کم داسې حالت راځي چې دغه شیان د داستاني مکالمې برخه ګرځي.
په یوه ټیلفوني مکالمه کې:
هلو
سلامونه څنګه یاست؟
سلامونه خیریوسئ
بوخت یاست
ډیر
پوهیږم
په دې مکالمه کې ښایي دا جمله هم وي چې نور څرنګه یې خو کله چې دا خبرې په داستان کې رااخلو بیا د ټیلفون له اخیستو وروسته دستي باید داسې یوه جمله وي:« خیریت دی څه پیښ شوي» سلام کلام ممکن لوستونکی په خپل ذهن کې بشپړ کړي ډیر کم استثنایي حالات راځي چې سلام کلام په کیسه کې نقش پيدا کوي، کنه د نور څنګه یې استفهامیه جمله د لوستونکي حق دی چې باید ورپرې ایږدو چې له لیکلو پرته یې درک کړي. همداراز کوم حرکات چې ترسره شوي لکه د ټیلفون رااخیستل، دریدل، د تیلفون په لور تلل، د موبایل شیشې ته کتل، سویچ وهل…دا هر حرکت که په کیسه کې اساسي ونډه نه لري لوستونکی یې په ذهن کې تکمیلوي. د کیسې لوستونکی هغه مکالمه هم درک کولی شي چې نه وي لیکل شوې. مثلا:
ورته ویې ویل:
« ولې دې پریښود چې ایران ته ولاړ شي»
سترګې یې ښکته واچولې. ده یې اوږه وخوځوله:
« تاته وایم ولې دې څه نه ورته ویل»
په سترګو کې یې اوښکې وغړیدې پورته یې وکتل.
دلته یو کس غږیږي بل یوځل سترګې ښکته اچوي او بله پلا اسمان ته ګوري. دا دواړه حرکته د پښیمانۍ دي چې لوستونکی یې په اسانۍ درک کولی شي. د فرانسوي فیلسوف سارتر خبره ده چې وایي، الفاظ نتیجه لري او سکوت بې نتیجې نه وي.
کره کتونکي په دې نظر دي چې ښه کیسه لیکوال د خپل لوستونکي په فکر باور کوي او هغه څه په داستاني نثر کې نه ځاییوي چې د پیښو حرکت ورسره ورو کیږي.
په مکالمه کې اضافي کلمات نه وي. دې ټکي ته باید په هر نثر کې پام وشي خو په یوه اوږده مقاله کې که چیرته څو کرښې دلته هلته اضافي لیکل شوې وي د اکثر لوستونکو نه ورپام کیږي. په مکالمه کې اضافي کلمات دستي سترګو ته دریږي. هغه الفاظ چې په مکالمه کې تکراریږي هغه اضافي نه وي، لکه کله چې یو کرکټر د بل کرکټر په خوله کې ورلویږي او خبره یې ورقطع کوي:
« ګوره ګوره ته صبر صبر..»
دلته تکرار کرکټر ډير ژوندی ښکاروي. په مکالمو کې تکرار د دې لپاره هم وي چې څوک په بل باندې خپله خبره ومني.
داستاني مکالمه:
هغه څه به لرې کوو چې لوستونکی یې اټکل کولی شي
داسې به یې لیکو چې کیسه مخته یوسي
کرکټرونه به یوه بل ته بیا بیا مستقیم ځواب نه وایي، لږ غیر مستقیم ځوابونه به ورکوي
د مکالمې نثر به مو د کرکټر له احساس سره اشنا کوي
هر کرکټر خپل غږ لري د کرکټرونو جملې سره ورته نه وي
د مکالمې په نثر کې ډیر معلومات یوځای نه رااخلو
مکالمه که په یوه فزیکي عمل ماتیږي طبیعي راځي، مثلا قلم یې ایسته واچاوه
د کرکټر په خوله کې به خبره نه ورکوو خو داسې خبرې به کرکټر کوي چې د ټولې کیسې له فضا سره سمې وي، مثلا که عشقي کیسه وي او کرکټر ګل یادوي ښه لګیږي.
سل په سلو کې د مکالمې نثر د عادي خبرو په څير نه وي خو داسې ښکاري او داسې باید احساس شي لکه عادي خبرې. ځیني هڅې مکالمه له عادي خبرو لږ بیلوي خو کله چې کرکټر د یوه بل په خوله کې ورلویږي مکالمه بیرته د عادي خبرو په څير معلومیږي.
مکالمه د داستان د متن ښکاره او پټه برخه ده. ښکاره داسې چې مکالمه داستان مخته وړي او پټه داسې چې یوه ورځ مې د نړیوالې دوهمې جګړې روسی فلم لید. په پیل کې یو بوډا بزګر په کراچۍ کې له یوه ځوان سره خبرې کوي. دا مکالمه منظمه نه ده، یوځل بوډا سندرې وایي، بیا د پټیو خبره کوي، بیا سندرې ته مخه کړي بیا دا ځوان ورته وایي چې په ژمي کې واده کوم. بوډا ورته وایي چې ژمی د واده دی؟ ځوان خاندې او دوی بیا بیا ژمی یادوي.
تر دې صحنې وروسته په پراشوت کې خلک ښکته کیږي دوی سره وایي چې تطبیقات دي خو لږ مخکې جرمني پوځیان له دوی سره مخامخیږي ډزې پرې کوي بوډا وژل کیږي دا بل ټپي کيږي. دغه مرګ د دې مکالمې ادامه ده چې ځوان په ژمي کې واده کوي، ژمی، ساړه او واوره دلته د مرګ سیمبولونه دي.
په لومړي ځل چې کیسه لیکو هره جمله چې په مکالمه کې راځي هغه به لیکو دوهم ځل چې کیسه ګورو بیا به اضافي او هرهغه څه چې ضروري نه وي، هغه به ترې لرې کوو.
***
زموږ په یوشمیر کیسو کې ځیني لیکوال د دې لپاره تکرار ته مخه کوي چې موضوع ته لوستونکی بیاځلي متوجه کړي چې دا د بلاغت د علم په حساب په اطناب کې راځي او د داستاني نثر په حساب به د داستان لیکوال لوستونکي پيښې ته نه ورکاږي، پیښه به لوستونکی جذبوي.
اطناب دوه ډوله دی یو ممل اطناب دی چې د کلماتو شمیر پکې تر اصلي مفهوم دومره ډیر وي چې د لوستونکي زړه ورته په تنګ شي یا اصلي خبره ترې ورکه شي. بل معتدل اطناب دی چې پر کلام څه ورزیاتوي خو په داستان کې به له ممل اطنابه ډډه کوو او له معتدل اطناب سره به هم دومره احتیاط کوو چې «خیر کلام ما قل و دل» شي.
د اطناب یو علت ښایي دا وي چې کله کیسه لیکوال یوه صحنه انځوروي ګومان کوي چې لوستونکی یې پوه نه کړ نو د مخاطب د سمې پوهیدا لپاره د یوې جملې پر ځای بله او بله لیکي. لومړۍ جمله که چیرته دقیقه وي د دریو ځای نیولی شي.
مثلا:« ګل بادام اکا به کلي کې د برکت نښه و، ډير ښه سړی و، د هرچا په غم او ښادي کې حاضر و او له هیڅ راز مرستې یې ډډه نه کوله. عمر یې له پنځه شپیتو اوښتی و، لنډۍ ږیره یې درلوده چې سپین تارونه یې تر تورو زیات مالومیدل، د غټو سترګو او ارتې ټنډې خاوند و، جګه پریړه پوزه او ګرده ونه یې درلوده، په تن غوښین بریښیده او په غنم رنګي مخ یې د شدیارې په څیر د زړتابه زیاتې کرښې راغلې وې، لونګۍ یې په اصل کې سپینه وه، خو د ده پر سر چا سپینه نه وه لیدلې…»۸
دلته لیکوال غواړي چې د لوستونکي په ذهن کې دا کښینوي چې ګل بادام اکا ښه سړی دی او دغه ډول دی. په نویو کیسو کې د کرکټر څیره او صفات داسې بیانیږي لکه په ډوډۍ کې مالګه؛ که دا مالګه سره یوځای شي د خولې خوند خرابوي او که تیت شي د خوړو خوند زیاتوي.
که چیرته په کیسه کې دا ډير مهم وي چې کرکټر ښه معرفي کړو نو په عمل کې باید ښکاره شي که دا صفت ډير مهم نه وي خو اړتیا یې وي نو یو ځل یې د ښه والي یادیدل ښایي کافي څه چې لا ډير وي.
کله ناکله بیا د پیښې لپاره اطناب ته مخه کوو. « د غر هومره سړی» په نوم د ذهین اپریدي کیسه داسې پیلیږي:« د امام د الله اکبر سره د صفونو په مینځ کې د الله اکبر یوه بله چیغه پورته شوه، د چا غوږونو ته لاسونه ورسیدلي وو او د چا لاسونه لاپه هوا کې وو چې د یو خونړي درز سره د غوږونو پردې وشلیدلې، د سترګو غاټې وچاودل، هر طرف ته شنه لوګي پورته کیدل، چغې سورې جوړې شوې، غوښې اندامونه، پښې لاسونه د ونو په څانګو کې ځنګیدل، د اسمان نه وینه وریدله، د چاودنې غږ دومره خونړی و چې د ادیرې مړو به هم د منونو خاورو لاندې د یاالله خیر نعرې کړې وې، د اسمانونو مارغانو به هم د هیبته چغې ویستې وې، د سمندرونو مخلوقاتو به هم د انسان نه پناه غوښتې وي….»
دلته په پيل کې پيښه انځور شوې ده، خو لیکوال فکر کړی دی چې د لوستونکي سر لکه چې خلاص نه شو چې چاودنه څومره لویه وه نو له حقیقي تصویره یې ذهني تصویر ته مخه کړې ده. په کیسه کې چې کله لیکوال غواړي یو څه په لوستونکي ومني لومړی یې باید ښکاره کړي ویې نه وایي که یې د ښکاره کولو برخه ژر ژر تیره شوې وه، لکه دلته چې په پيل کې چاودنه تصویر شوې ده بیا باید له ذهني تصویره حقیقي تصویر ته مخه کړي، خبره سرچپه نه وي. فکر کوم دا د شعر تاثیر دی چې ذهني تصویر په کیسه کې هم پياوړی راته ښکاری. پښتانه ډیره شاعري کوي، ښایي همدا علت به وي چې پر کیسو یې هم د شعر اغیز زیات دی او د دې پرځای چې کرکټرونه پریږدو چې خپل احساس بیان کړي لکه شاعر خپلې خبرې کوو چې په دې ډول کرکټر مري. کره کتونکي هر هغه کرکټر ته مړ وایي چې کیسه لیکوال یې په خپله خوښه خوځوي راخوځوي. هغه کرکټر چې له پیښې سره سم خوځي هغه ژوندی کرکټر دی.
د کیسې د متن نثر کله له لنډو جملو سره ښه ایسي کله له اوږدو سره او کله ځیني لنډې او ځیني اوږدې جملې ورته پکار دي. وړ وړ جملې نثر له Monotonous حالته باسي.
د داستان متن باید یو لاس نثر وي. دلته مطلب دا نه دی چې یو رنګ اهنګ ولري مثلا تر اخره یو ډول جملې ولري. دلته مطلب دا دی چې د نثر اهنګ د داستان له حرکت او پیښو سره سم راغلی وي.
که پیښې ژر ژر تیریږي غوره ده چې لنډې جملې ولیکو، که پیښه ورو وي لنډې جملې هغه اغیز پر لوستونکي نه کوي لکه نسبتا اوږدې جملې چې یې شیندي. کله چې له زماني پلوه څو شیان یو په بل پسې راغلې وي له اوږدو جملو استفاده کوو، لکه:
« ډګروال هوشنګ پرویزیان درویشت کاله پخوا له حربي پوهنتونه فارغ شوی او بیا امریکا ته استول شوی و چې په دافع هوا څانګه کې خپل تحصیلات بشپړ کړي» ۹
ههغه وخت چې یو شی لږ په تفصیل بیانوو هغه مهال هم لږ اوږدې جملې ښایي ښې وي، ځکه چې لوستونکی د معلوماتو تږی وي، لنډو جملو ته یې زړه په تنګیږي، لکه په عادي ژوند کې چې کله یوڅوک مهمه خبره کوي او دانه دانه معلومات راکوي نو زړه مو ممکن ورته اوبه شي.
اوږدې جملې ډير کله تر لیکلو وروسته بیا دقیقه کتنه غواړي. هغه مبتدا چې خبر یې د لوستو پرمهال له لوستونکي ګډوډيږي زړه یې ورته تنګیږي، ښایي بیا یې ونه لولي او ممکن هغه خیال یې ګډوډ شي چې تر همدې جملې پورې یې د کیسې له پيښو خپل کړی دی.
کله چې لیکوال د کیسې متن لولي ممکن د یوه لفظ پر ځای بل او د بل پر ځای بل د دې لپاره ولیکي چې اهنګین ورته ښکاره شي، خو د دې په خاطر چې دا درک کړي چې کومه کلمه په غوږ ښه لګیږي غوره ده چې د بیا کتنې پر مهال خپله کیسه په لوړ غږ ولولي، دې ته یې پام وي چې معنا او د کرکټر روحي حالت د اهنګ قرباني نه شي او هرڅه د کیسې لپاره وي، مثلا زه لیکم:
« له المارۍ مې د تور پوښ کتاب راواخیست. پولیسي ناول دی. پولیسي ناول مې خوښیږي زه یې په یوه ناسته لولم. دا اوله پاڼه چې راواړوم بیا نو تر دې وروستۍ پاڼې دلته په دې توشک ورته ناست یم، چای مې راته ایښی وي»
دا جملې واضح دي. د ګرامر له پلوه ستونزه نه لري. یو تصویر د لوستونکي سترګو ته دروي، له کرکټر سره مو اشنا کوي چې له کتاب سره یې جوړه ده او له پولیسي کیسو سره. خو همدا جملې باید دغو سوالونو ته ځواب ووایي چې داستاني شي:
کتاب په کیسه کې نقش لري؟
د کتاب پوښ تور دی، دغه رنګ په کیسه څه ورزیاتوي؟
المارۍ یاده شوې ده، په ټوله کیسه کې المارۍ څه برخه لري؟
پولیسي ناول د کرکټر له روحیاتو سره په کیسه کې اړخ لګوي؟
چای ولې څښي؟
که چیرته دا پوښتني په کیسه کې ځواب ولري نو بیا پورتنی لنډ پارګراف داستاني دی کنه دا پارګراف په کیسه باریږي.
( د پله د سر بوډا) د نوبل د جایزې د ګټونکي ارنست همینګوې(۱۸۹۹-۱۹۶۱ م) کیسه ده. په پیل کې یې لیکوال د کرکټر عینکي یادوي او د عینکو صفت ته اشاره کوي:« بوډا، چې د فلزي چوکاټ عینکي یې په سترګو وې او کالي یې دوړو سپیره کړي وو، د سړک په غاړه ناست و»۹
همینګوې ولې د عینکو صفت ته دلته اشاره کړې ده؟
دا د جګړې کیسه ده اوسپنه پکې معنا لري. په دې عینکو چې فلزي دي هرڅه ویني، کډوالي، بدبختي، بې وسي. همدا عینکي په کیسه کې بیاهم یادیږي او لیکوال بیاهم د فلزي صفت ورسره لیکي. همینګوې په دې کیسه کې یو پل یادوي چې له لرګیو جوړ شوی دی. دا پل هم د دې لپاره لرګین دی چې کرکټر نه شي پرې پورې وتی، د جګړې له سیمې نه شي وتلی. لرګی د اوسپنې په څیر کلک نه دی، اور اخلي.
په داستاني نثر کې ایجاز ضروري دی. هر هغه لفظ چې غورځیدل یې لازمي وي باید ایسته شي، لکه: خپله ښۍ سترګه یې د لاس په رغوي وموښله. که ولیکو چې ښۍ سترګه یې د لاس په رغوي وموښله په معنا کې به هیڅ بدلون نه وي راغلی نو ولې د ( خپل) اضافي کلمه په جمله کې لیکو.
قسیم ځیر د ( ملي بیرغ ورځ) په نوم یوه کیسه چې په فیسبوک کې یې خپره کړې ده، داسې پيلوي:« راپاڅید ارکنډیشن یې کم کړ». دلته که لومړی حرکت په جمله کې نه وي یعني (راپاڅید) لرې کړو څه تغییر راځي؟ هیڅ، نو هرهغه څه چې له کیسې کمولی شو، کموو به یې.
همداراز که یوه خبره په یوه جمله کې کولی شو دوهمې ته به یې نه غځوو. مثلا که لیکو، ورپورته شوم دروازه مې ورته پرانیسته. ولې نه لیکو دروازه مې ورته پرانیسته. دغه بحث بل اړخ هم لري. که چیرته پاڅیدل او پورته کیدل په خپل ذات کې د کیسې یو مهم شی وي هلته بیا دا حرکت له جملې نه شو حذفولی. مثلا همدا کرکټر ګوډ وي او د کرکټر دغه خاصیت پر پیښې اغیز ولري نو بیا د کرکټر پورته کیدو ته اشاره ضروري ده او حتی ممکنه ده چې جمله نوره هم اوږده شي او ولیکو چې پر دیوال یې لاس تکیه کړ، پورته شو امسا یې ورواخیسته دروازه یې پرانیسته.
ځیني عبارتونه زموږ داستان ته ننوتې دي چې عام خلک یې نه وایي، د « قربانیان» په کیسه کې لولو:« معیوب چې د څلرویشت یا پنځه ویشت کالو به و….شا دیوال او مخ د خلکو لارې ته کړ همدا چې د ناستې تابیا یې وکړه او لا ځمکې ته رسیدلی نه و د نورو سوالګرو او په ځانګړي ډول د ښځو له احتجاج او غالمغال سره مخ شو».۱۱
د خبرو په وخت (په ځانګړي ډول) نه استعمالوو او که همدا عبارت لرې کړو په همدې تصویر کې به مو څه نه وي کم کړي. دا او دې ته ورته عبارتونه لکه ( د سارې په توګه، په بې رحمۍ سره، په بې رحمانه ډول، په حقیقت کې…) د داستاني نثر لپاره نه دي ځکه چې په داستاني نثر کې به د تاکیید او وینا په زور لوستونکی یو څه ته نه راماتوو، د تصویر او عمل په مټ به یو څه پرې منو.
که موږ په کیسه کې ولیکو:« په حقیقت کې دا بازار ته تله» نثر به مو داستاني نه وي، ځکه چې ( په حقیقت کې) د لیکوال مداخله ده، همدا جمله که داستاني کوو نو لیکو به چې « دا بازار ته تله». اصطلاح او متل هم د کیسو په متن کې ډير ښه نه وي ځکه چې متل په خپل ذات کې کامل شی دی او ډير کله د اصطلاحاتو او متلونو شاته نورې کیسې وي چې د داستان پر پیښې باریږي. شعر هم کامل هنري جوړښت دی خو کله ناکله د کیسې برخه کیدای شي.
نن سبا د ګڼو خبریالانو د جملې له دالونو سره ورانه ده، مثلا لیکي:« بهرنیو چارو وزارت ویاند». دلته یې هغه د اضافت دال غورځولی دی. د وینا پرمهال اوریدونکی پوهیږي چې هدف څه دی خو په کیسه کې کله ناکله ډيرو « دالونو» ته ضرورت شي، لکه: «د کلي د جومات د اذان غږ د شمال له څپو سره لرې کیده نژدې کیده».۱۲
دلته څلور ( دالونه ) دي. کیدای شي چې د ( کلي د جومات) کلمات لرې کړو او جمله رالنډه کړو. دا سم وړاندیز دی، خو په کیسو کې روحیات مهم دي. اول خو د کلي جومات د لوستونکي ذهن ته ځانګړی تصویر ورکوي او په همدې کیسه کې (کلی) خاص اهمیت لري. بل پلو پورتنۍ جمله لکه د اذان ازانګه ځي راځي( د کلي/ د جومات/ د اذان غږ/ د شمال له څپو سره / لرې کیده/ نژدې کیده) دلته د لوستو پرمهال لنډه لنډه ساه اخلو چې په حقیقت کې همهغه د اذان د غږ په څير ځي راځي.
د کیسې نثر د لکچر په څير نه وي چې استاد پکې یو شی د زده کړې لپاره تکراروي یا یې د زده کوونکو د سمې پوهیدا لپاره په جزییاتو تشریح کوي. د کیسو په جملو کې توضیحات او تشریحات نه وي، ځکه چې دا د پیښو دنده ده چې یو شی توضیح او تشریح کړي. مثلا که په کیسه کې ولیکو چې دی بازار ته د دې لپاره ولاړ چې ډيره سودا واخلي؛ داسې لیکو چې دی بازار ته له دوو ګونیو سره ولاړ او بیا کوم شیان چې د کیسې برخه وي هغه یادولی شو، خو شرطي جملې په کیسو کې ډيرې لږې استعمالیږي.
د ژبې ځیني مهم کلمات هم په کیسو کې یو نیم وخت اضافي راځي، لکه لیدل، کتل، اوریدل، احساس کول…
مثلا لیکو ما لمر ته کتل چې د غره شاته ولوید نو منډه مې کړه. همدا که داسې ولیکو، «لمر د غره شاته ولوید، ما منډه کړه» په دې ډول به مو هم د ( کتل) لفظ چې په جمله کې د درک وړ دی لرې کړی وي او هم به مو داستاني کړې وي یعني د وینا په ځای به مو لمر ښکاره کړی وي. البته په داسې مواردو کې د راوي نقش هم مهم دی، چې له کوم لیدلورې یې کیسه لیکلې ده.
اوریدل هم د لیدل په رنګ دی. ما غږ واورید، درب شو. دلته که وار له واره کرکټر ووایي چې درب شو نو لوستونکی پوهیږي چې ده غږاوریدلی دی.
احساس هم همداسې دی که کرکټر څه احساس کړي نو د احساسولو کلمه دې د جملې په سر کې نه استعمالوي، خو دا کلمات که چیرته په خپل ذات کې په داستان کې نقش لري هغه بیا بله خبره ده، هغه بیا د داستان برخه کیږي، مثلا: ده لمر ته وکتل، ده دا خبره اوریدلې، ده داسې احساس کړی. ( په دې دریو جملو کې لمر باید مهم وي، یا د لمر لور ته د کرکټر د مخ اړولو حرکت باید په کیسه کې نقش ولري، د بل اوریدلې خبره هم د کیسې برخه ګرځي همداسې د بل احساس).
د داستان لیکوال هرڅه د لوستونکي مخې ته نه ږدي خو هڅه کوي چې د کیسې په هنري تجربه کې لوستونکی له ځان سره شریک کړي چې د همدې شراکت لپاره ځیني کلمات حذفوي.
په پخواني نثر کې هم د بلاغت علماو پر ایجاز ټینګار کاوه. دا مکالمه مشهوره ده چې وایي یوه ورځ یې له یوه عالمه پوښتنه وکړه:
– بلاغت څه دی؟
ده ورته وویل:
– ایجاز
نو پوښتنه یې ترې وکړه:
– ایجاز څه شی دی؟
ځواب یې ورکړ:
– د اضافي شیانو حذفیدل او لرې لاره لنډول.
د کیسو په متن کې هر لفظ د محتوا په خدمت کې وي. د امریکایي لیکوال ادګار الن پو(۱۸۰۹-۱۸۴۹) خبره ده چې لنډه کیسه یوه شیبه وي چې د کیسې کلمه کلمه د دې شیبې په بشپړولو کې برخه اخلي.
بدیعي او بیاني صنایع
ځیني لیکوال په هنري نثر کې پر بدیعي او بیاني صنایعو لږ زیاته تکیه کوي. د کیسې په متن کې تر ډيره له دې صنایعو د دې لپاره استفاده نه کیږي چې اکثر دغه صنایع یو شی نه راښکاره کوي، یو شی راته وایي. که د بدیع علم مبالغه په کیسه کې ځاییو او لیکو چې احمد بې اندازې پياوړی و، نو نثر به مو لکه همدا جمله ډير کله ( بینا) نه وي چې په کمره ثبت شي. اغراق او غلو هم همداسې دي خو د بدیع لفظي محسنات لکه سجع او جناس او معنوي محسنات لکه طباق او مقابله بیا د نثر د سینګار توکي دي، البته که چیرته همدا او نور بیاني او بدیعي محسنات په داستاني نثر کې لږ ډير شي کرکټر به پکې ورک شي او صحنه به پکې تته شي.
د اکثرو خیالي تصویرونو زړی تشبیه جوړوي، که تمثیل دی، که تشخیص دی که کنایه ده که استعاره…په حقیقت کې یې له یوې ښکاره یا پټې تشبیه سر پورته کړی دی.
نو په داستان کې تشبیه تر نورو بیاني محسناتو ډيره کاریږي او تشبیه د داستان دننه د مشابهت، تصویر او خیال سربیره د تاکیید لپاره راځي.
د « یوازي شوي» کیسې په مینځ کې د یوه کرکټر د ککرۍ ویښته تشبیه شوې دي:« د اوبړۍ غوندې غځیدلي څو تاره ویښه یې داسې ښکاریدل لکه ګنجی سر چې ورپټوي. شمال یې ښوروي، دی یې په یوه لاس سموي خو شمال تیز دی».۱۳
دا کیسه د یوه بل راوي په خبرو پیل شوې ده، خو د کیسې په منځ کې د دوهم کرکټر د ظاهري بڼې د راپیژندلو لپاره لیکوال تشبیه ته مخه کړې ده. دا تشبیه د تاکیید لپاره راغلې ده چې همدې سړي ته ښه ځیر شئ چې داسې یې په دقت درپيژنم. د کیسې تر اخره لومړی کرکټر هڅه کوي چې دا کرکټر وپيژني او په وروستیو کې یې پیژني چې دی یې وطندار دی. دلته ممکن د تشبیه په برخه کې دا سوال پیدا شي چې اوبړۍ شمال ته نه خوځي نو ښه به دا وه چې دا ویښته له بل څه سره ورته بلل شوي وای.
د کیسې په پیل کې هغه تشبیه ښه ده چې له ټول متن سره یې ارتباط لږ ډیر ژور وي. لکه د مهاجر مرغان د کیسې په پيل کې چې پراګ له ماشوم سره تشبیه شوی دی:
« د پسرلي وروستۍ جمعه، وروستی مازدیګر دی. باران دی، هوا نه سړه ده نه ګرمه. د موټر له شیشې دباندې ګورم. پراګ داسې ښکاري لکه څو میاشتنی ماشوم چې نس یې موړ او خوب یې پوره وي»۱۴
د دې کیسې په وروستیو کې کرکټرې ته اشنا پراګ نااشنا ایسیدلی دی، یعني زوړ پراګ ورته ماشوم شوی دی.
د ( سبا ) په نوم د کیسې په پيل کې د ښار څراغونه د هدیرې له شمو سره تشبیه شوې دي « د موټر له شیشې په شپه کې له لرې د ښار څراغونه داسې بریښیدل لکه په هدیره کې لګیدلې شمې، یوه یې شمال پو کړې، د بلې یې رڼا غځولې.»۱۵
په دې کیسه کې کرکټر د یو چا جنازې ته روان دی نو په لومړۍ جمله کې د هدیرې تشبیه راوړل شوې ده. د ( اړول) په نوم کیسه چې د سمندر له لارې اروپا ته د یوه افغان کډوال د تګ کیسه ده، داسې پيل شوې:«په سمندر کې د کشتۍ دوه څراغونه لکه په توره شپه کې د ترهیدلې پیشو غبرګې سترګې.»۱۶
په دې کیسه کې کډوال له پولیسو ویریږي یعني لکه ترهیدلې پیشو او بیا یې پولیس نیسي. د پیشو د سترګو تشبیه دا مرسته کوي چې پيشو د شپې موږک ښه ښکار کولی شي، د قاچاقبر بیړۍ له ساحله په شپه کې کډوال غونډوي او دوی له پولیسو ساتي. پيشو د حفاظت او ساتنې سیبمول ده. نو د کیسې په پيل کې دا تشبیه د دې لپاره راغلې ده چې د ټولې کیسې په اړه لوستونکي ته څه ووایي.
هغه تشبیه چې ذهن د کیسې له فضا بلې خواته اړوي، عیب ګڼل کیږي که زه د یوې دردمنې افغانې د درد او رنځ کیسه کوم هغه به د ګل په څیر ښایسته نه ګڼم خو دا کولی شم چې له مړاوي ګل سره یې تشبیه کړم.
په هنري تشبیې کې شباهت رښتیونی نه وي کله چې وایو د کمپیوټر پرده داسې وه لکه د تلویزیون نو یو حقیقي شی مو ویلی دی تشبیه مو نه ده کړې دلته په اصل کې شباهت شته؛ دا لیکوال نه دی چې تشبیه یې کړې ده. د همدې لپاره چې کله یوه بل لیکوال یوه تشبیه کارولي وي او دا تشبیه تکرار شوې وي لکه د حقیقي شیانو ترمنځ په ورته والي بدلیږی چې بیا یې هغه هنري ارزښت له منځه ځي.
تشبیه ته له کلتوري پلوه هم توجه پکار ده، یو وخت مې په یوه انګلیسي کیسه کې لوستي و چې کرکټر یې له سپي سره ورته ګڼلی و. که یو افغان دې ته ګوري فکر به کوي چې کرکټر یې بد ګڼلی، خو په اصلي کیسه کې د کرکټر صفت شوی و چې د سپي په څیر مینه ناک دی.
د تشبیه په مټ کولی شو چې د یوه شخصیت یا یوه موقعیت ځانګړی تصویر د لوستونکي په ذهن کې جوړ کړو. کیسه لیکوال تشبیه د دې لپاره هم کاروي چې پيښې یا صحنې تصویر کړي. د تشبیه ګټه دا ده چې معنا ورسره ژوره شي. خو سره له دې په کیسو کې له تشبیهاتو څخه ډيره استفاده ښه نه وي، ځکه چې:
*ممکن د لوستونکي ذهن له اصلي مطلبه په بله شي
*ډیر تشبهات د کیسې د پیښو د سرعت د کمیدو سبب شي
*داستاني نثر ممکن له ډيرو تشبهیاتو سره یو ډول مصنوعي ښکاره شي
*کیسه چې د صحنو د ښکاره کولو او مکالمې په مټ لوستونکي ته واقعي ښکاري له ډيرو تشبیهاتو سره ممکن یو ډول غیرواقعي معلومه شي.
تشبیه باید په متوازن ډول د کیسې له لحن سره سمه استعمال شي چې اغیزمنه شي. له لحن سره د تشبیې سم استعمال یعني د کیسې له احساساتو، فضا او د کرکټرونو د بیان له طرز سره متناسبه وي.
ځیني وایي چې استعاره د تشبیه بله بڼه ده، البته په تشبیه کې یو شی له بل سره پرتله کیږي او په استعاره کې یو شی د بل ځای ناستی کیږي. موږ وایو، هغه لکه زمری زړور دی. دلته ښکاره مقایسه شوې خو که چیرته همدغه جمله استعاري ولیکو« زمری راغی» دلته پټه او ضمني پرتله شوې ده.
استعاره په کیسه کې د تشبیه په تناسب یو څه ډير لوستونکي ته ورښکاره کوي. داسې چې کیسه لیکوال لوستونکي ته نه وایي چې داسې وشو دا ورښکاره کوي او په ذهن کې یې یو سوال خلقوي چې دی دا ورته والی په خپله تشخیص کړي. له همدې امله تر هغې استعارې چې د مستعار او مستعار منه ترمنځ رابطه پکې ډیره واضح وي هغه یوه په کیسه کې ښه ځای نیولی شي چې دا رابطه لږ تته وي.
که څه هم استعاره په داستان کې له لوستونکي سره دا مرسته کوي چې بیلابیلو شیانو ته له څو خواوو وګوري، خو لیکوال به له استعارې هغه وخت استفاده کوي چې اړتیا یې وي اما که چیرته یو تصویر موږ روښانه انځور کړی وي بیا استعاره پرې باریږي، مثلا:« په بخارۍ کې د ډبرو سکرو څلور ګردې، ګردې لوټې په سرو سکروټو بدلې شوې وې، خو د کوټې هوا لا سړه وه که څه هم دغو سکروټو هڅه کوله چې د کوټې هوا توده کړي، خو د کړکۍ د زړو پلاستیکونو له شلیدلو درزونو نه راننوتونکي د سړو څپو د سکروټو هڅې ورشنډولې»۱۷
دلته سکروټې یو ځای هڅه کوي بل ځای سړې څپې دا هڅې شنډوي. همدا تصویرونه که استعاري شوي نه وای، بیا هم واضح وو نو ګومان کوم چې استعارې په دغه پارګراف کې په کیسه څه نه دې ورزیات کړي.
په کیسه کې د استعارې استعمال سخته دی، مثلا کله چې لیکو، اسمان ژاړي نو ممکن د لوستونکي فکر اسمان ته د یوه کرکټر په ډول واوړي، یا که چیرته پیښې یو مخ رښتونې وي لوستونکي ته دا استعاره یو ډول بې منطقه ښکاره شي.
په داستاني نثر کې استعاره همهغه بار وړی لکه په عادي نثر کې چې یې وړي.« د دوبې څله وه، هوا توده او تربت وه، لمر په مځکه خولې لګولې، په هر چا روڼې خولې راماتې وې، د شمال وزرونه به تا ویل چې چا ورتړلي دي، پاڼه هم نه رپیده.»۱۸
له لمره څاروی او له شماله مرغه د دې لپاره جوړ شوې دي چې د اوړي په باره کې یو خیال او تصویر د لوستونکي په ذهن کې ایجاد کړي.
استعاره باید د کیسې له موضوع او فضا سره مرتبطه وي. که چیرته په کیسه کې فضا شاعرانه وي، سترګي ستوري کولی شو، که فضا غمجنه وي همدا سترګې په سوځیدلې کنډواله بدلولی شو.
دغه ډول خیالي تصویرونه که په کیسه کې زیات شي بیا د داستان لمن ورته تنګیږي، ځکه چې کیسې د لوستونکي ذهن د خپل کرکټر او پیښو په مرسته تیار بلې خوا ته اړولی دی، خو بل لور ته استعاري ژبه نثر له وچوالي راباسي. هغه استعاره چې د اصلي کیسې برخه نه وي هغه پر کیسه بار ده او هغه چې د اصلي کیسې برخه کیږي د لوستونکي په ذهن کې نوي تصویرونه زیږوي. کله چې استعاره د کیسه لیکوال شخصي تجربو ته نژدې وي پر لوستونکي یې اغیز زیاتیږي، ځکه چې دا استعاره یوازې لفظي شباهت نه وي، د لیکوال د ریښتوني احساس استازې وي.
په داستان کې د استعارې ستونزه دا ده چې له ټول متن سره په سختۍ ارتباط پيدا کوي او که چیرته داسې شي نو بیا ډيرکله د استعارې ځای سیمبول نیسي. مثلا که د داستان د کرکټر ژوند سوځیدلی څراغ وګڼو او بیا ټوله کیسه له رڼا او تیارې راوڅرخي نو دا استعاره په سیمبول بدلیږي.
استعاره او تشبیه دا توان لري چې د لږو کلماتو په مټ ذهني تصویر وپنځوي او د کیسې نثر له مونوتون حالته راوباسي، خو که استعارې او تشبیهات زیات شي یا زاړه بیا استعمال شي داستاني نثر ورسره بیخونده کیږي.
کله چې د بدیع او بیان له محسناتو په کیسو کې کار اخلو باید د کیسو په خدمت کې وي داسې چې د ټولې کیسې له محتوا سره په یوه نه یوه ډول اړخ ولګوي، یوازې د نثر د سینګار لپاره نه وي استعمال شوي. یو ډول تضاد د کیسې له محتوا سره سم داسې راتلی شي چې د کرکټر نوم جمیل وي او دی د کیسو په پیښو کې ښایست ته ضرورت پيدا کوي خو دا ډول هڅې بیا دا عیب لري چې ژر کلیشه کیږي او که یې چیرته یو لیکوال په څو کیسو کې تکرار کړي لوستونکی یې کرکټرونه د کیسې تر لوستو مخکې ممکن درک کړي.
په کیسو کې عمومي تضاد خوند پيدا کوي، لکه د کرکټرونو په ژوند، احساس او عادت کې تضاد، په صحنو کې تضاد، مثلا خندا په تراژیدي بدله شي، د مفکورو ترمنځ تضاد هم کیسه خوندوره کوي. دغه ډول تضادونه باید یوازې د لوستونکي د حیرانتیا لپاره نه وي کاریدلي باید داستاني منطق ولري په ورته وخت کې د کرکټرونو ډیر تضاد په یوه زمان او مکان کې ممکن کیسه غیرواقعي ښکاره کړي. نو تضاد باید طبیعي وي معتدل وي او یو لیکوال یې بیا بیا په یو ډول تکرار نه کړي، مثلا یو کرکټر یې په یوه کیسه کې لمونځ اودس کوي او د شریعت خلاف کارونه کوي، په بله کیسه کې یې کرکټر حج ته ځي او بیا شرعي اصول تر پښو لاندې کوي، په بله کیسه کې یې کرکټر شراب څښي او بیا لمنځونه کوي. دغه ډول تضاد لوستونکي ته ژر افشا کیږي چې بیا ممکن د دې لیکوال له کیسو خوند وانخلي.
قید، صفت، اسم
دا جمله مې په څو کیسو کې له سترګو تیره شوې ده « نجلۍ په غصه کوټې ته راغله» دلته د ( غصه) کلمه په کیسه کې د لیکوال د مداخلې په معنا ده. لیکوال د قید په زور غواړي چې کرکټره انځور کړي. د کیسې په هنري نثر کې که چیرته په همدغه قهر لوستونکی پوهوو ښه دا ده چې مثلا ولیکو، ټیکری یې غاړې ته ښویدلی و چې کوټې ته راننوته، پياله یې د چاینک په سر خطا کړه. که دفتر وي نو ویلی شو چې میز یې په سوک باندې وواهه یا یې کاغذونه څیري کړل.
د کیسو په نثر کې پکار ده چې پر فعل او اسم ډیره تکیه وکړو. له فعل سره حرکت زیاتیږي، له حرکت سره کیسه مخته ځي. د اسم په برخه کې بیا کره کتونکي تر عام اسم خاص اسم ته ترجیح ورکوي، مثلا که لیکو چې موټر راغی ښه دا ده چې ولیکو سراچه راغله. خو دلته یوه بل شي ته اشاره پکار ده چې دا کار هغه وخت ضروري دی چې سراچه په کیسه کې مهمه وي چې په دې ډول یو واضح تصویر د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي. که د صحنې په یوه برخه کې هسې موټر د غږ لپاره یاد شوی وي نو بیا دې ته اړتیا نه شته چې ولیکو سراچه یا کرولا موټر و. له کرکټر سره د خاص او عام اسم ارتباط هم مهم دی، که چیرته په موټر کې چاودنه شوې وي، پولیسو ته یې نوعیت مهم دی او عادي کرکټر که د دې پیښې په اړه څه وایي هغه شیان به یادوي چې ده ته اهمیت لري او پیښه ورسره سرعت پیدا کوي. کله ناکله بې ځایه جزییات جدي موضوعات په طنز بدلوي. په کابل کې ژورنالستانو ته د محافظت په یوه کورس کې پر دې خبرې کیدې چې څرنګه له ماینونوسره احتیاط وکړو. یوه افغان خبریال له بهرني استاد څخه پوښتنه کړې وه، که چیرته یوه سپینه کرولا روانه وي او د شنه پټي له منځه یو څوک لاسي بم غوړپ د موټر مخې ته واچوي بیا؟
استاد ځواب ورکړی و، خو په ټولګي کې نورو د دې لپاره خندلي و چې دې ځوان ولې خاص موټر یاد کړی او رنګ یې هم ورته مشخص کړی دی.
کله ناکله بیا یو شی د کیسې په یوې وړې صحنې کې اهمیت پیدا کوي چې په دې حالت کې هم تر عام نوم خاص نوم غوره دی. مثلا د ګلانو تر یادیدو د ځانګړي ګل د نوم یادیدل د صحنې تصویر د لوستونکي په ذهن کې ډير روښانه کولی شي: « ملا صاحب به چې د حمل په میاشت کې هرکله فرصت وموند، د حاجي صاحب د بادامو په باغ کې به یې چکر واهه. د بادامو شګوفو ته به یې کتل، د شګوفو له رنګ او بوی څخه به یې خوند اخیست. تر ګلپوشو ونو لاندې ناسته ولاړه به داسې ورته ښکاریده لکه پرکوم قهرمان چې خلک ګلونه شیندي»۱۸
کره کتونکي ټینګار کوي چې تر وسه وسه دې په جملو کې صفتونه او قیدونه کم شي. په ځینو برخو کې بیا قید مرسته کوي، لکه د مکالمو پرمهال چې قید ته اړتیا پیدا کوو چې د کرکټر غږ وپيژنو چې ټیټ دی؟ لوړ دی؟ غصه دی؟ خوښ دی؟ خو په دې برخه کې هم تر قید تصویر اغزمن وي او چې څومره له قیده ځان خلاصولی شو، همهغومره ښه ده؛ مثلا:
دې په قهر وویل:
« کمپیوټر پر مځکه کیږده»
دلته نه پوهیږو چې قهر څومره دی، خو که چیرته ولیکو:
غاښونه یې وچیچل:
« کمپیوټر پر مځکه کیږده»
دلته د قهر ښکاره تصویر لرو.
په داستاني نثر کې د قید کمال دا دی چې اکثر د اوږده تصویر ځای نیسي، مثلا که ولیکو چې ملالۍ ورو راغله. دلته که چیرته ( ورو) ښکاره کوو نو ممکن څو تصویري جملو ته ضرورت پیدا شي.
معاصر امریکایی لیکوال رای پيټر کلارک قیدونه په دوه ډوله ویشي، ښه قیدونه او بد قیدونه« د دې لپاره چې ښه او بد قیدونه وپيژنئ دې دوو بیلګو ته ځير شئ ( دا په خوشالۍ مسکه شوه)، ( دا له خپګانه مسکه شوه) کوم یو یې اغیزمن دی؟ لومړی یو یې کمزوری دی ځکه چې په مسکا کې خوښي نغښتې ده او په دوهمه جمله کې (خپګان) معنا بدله کړې ده» ۱۹
قید د فعل په څیر عمل نه دی، یو څه تشریح کوي، لکه په چټکۍ، په ستړیا سره، په خواشینۍ سره، په رښتیا سره…دا تشریحات دي اعمال نه دي. کره کتونکي چې د قید له استعمال سره په داستان کې مخالفت کوي علت یې دا ګڼي چې په کیسه کې لیکوال یوازې نه دی، لوستونکی هم ورسره شریک دی؛ د لیکوال متن او د لوستونکي فهم دا نثر بشپړوي، نو د دې پر ځای چې د قید په مټ لوستونکی د فعل په څرنګوالي پوه کړو، دا اندازه به لوستونکي ته ورپریږدو چې دی یې په خپله د صحنې له مخې درک کړي.
د قید په څیر په داستاني نثر کې له صفت سره هم احتیاط پکار دی چې ډير نه شي. صفت په لنډو موږ ته یو کرکټر یا شی راپیژندلی شي چې له دې امله د ډيرو توضحیاتو د مخنیوي لپاره لیکوال صفت ته مخه کوي او هغه صفتونه استثنا دي چې خپله سیمبولیکه معنا شیندي یا د کرکټر په راپیژندلو کې دقیقه مرسته کوي. البته د کرکټر د معرفي لپاره په کیسه کې تر صفت د کرکټر اعمال غوره دي چې ښکاره شي او د مکالمې له لارې یې لوستونکی وپيژني.
په کیسه کې یو عمل باید ښکاره شي، راپور یې ورنه کړل شي. مثلا « غل راغی د دیوال له سره راښکته شو. زه د المارۍ خواته ولاړم بیا بیرته راووتم.» دا راپور دی. که همدغه جملې داسې ولیکو« یو سیوری مې ترسترګو شو. دستي د کړکۍ اړخ ته شوم. پرده مې لږ جګه کړه دنګ سړی د کور د دروازې خواته تیر شو. زه د المارۍ شاته ودریدم»
په دې داستاني جملو کې ( دنګ) صفت دی خو دلته د دې سړي کرکټر معلوموي چې وړوکی نه دی( ویره ترې پکار ده) نو صفت د کیسې پر مهم عنصر( کرکټر) څه ورزیات کړې دي.
په پورتني مثال کې صحنه د ویرې ده، حرکت سریع دی، نو پکار ده چې ژر بیان شي د همدې لپاره تر تصویر صفت غوره بلل شوی دی. د دې ترڅنګ د « دنګ» صفت د کرکټر دی د لیکوال د مداخلې نتیجه نه ده. بل لورته په پورتنیو جملو کې صحنه داسې راغلې ده لکه تجربه کیږي چې، یوازې یې ذکر نه دی شوی. کیسه لیکوال باید هڅه وکړي چې په کیسه کې یو عمل لوستونکي ته ورښکاره کړي او کله چې یې کرکټر لمس کوي دی یې په همهغه وخت همداسې احساس کړي، له کرکټر سره یې په ورته وخت واوري او په ورته وخت کې یې تصور کړي.
ناول لیکونکی مارک ټوین ( ۱۸۳۵-۱۹۱۰) وایي، کله چې مو په داستان کې پر صفت شک وکړ ویې غورځوئ.
د قید او صفت په برخه کې کره کتونکي پر دې ټینګار کوي چې په کیسو کې یې کم کړئ خو مطلب یې دا نه دی چې یو مخ یې مه استعمالوئ.
کله ناکله صفتونه اضافي وي، مثلا که ولیکو پر کلکه اوسپنیزه چوکۍ کښیناست. نو د اوسپنې چوکۍ خو وي کلکه. دلته د کلک صفت پر کیسه څه نه ورزیاتوي. خو د ( سپینه پیشو) په کیسه کې د کلا لپاره دوه صفته راغلي دي « د کندز د سین پورې غاړه له سینه شپږ اوه سوه متره لرې، د خټکو د کروندو په منځ کې یوه وړه، خو زړه کلا ولاړه ده.»۲۰
دلته کلا ځکه زړه ده چې کیسه د ډار ده. له زړو ځایونو انسان ویریږي. انسان ته ښایي نوې ودانۍ عادي وي او زړه ودانۍ ښایي د پيریانو کور ورته ښکاره شي، د همدې احساس لپاره کلا زړه او وړه یاده شوې ده. د کلا لپاره دا دوه صفته د کیسې په پيل کې توضیح شوې دي. که د ( سپینې پيشو) کیسه تر کلا راڅرخیده او اصل ډار نه وای کلا وای بیا به ښه و چې د کلا صفات د کیسې په ترڅ کې تصویر شوي وای.
د هر نثر کلمات باید دقیق وي خو د داستاني نثر الفاظ لږ نور دقت ته هم اړتیا لري، ځکه چې هدف یې لږ ډیر مشخص دی او د جملو او عناصرو ترمنځ یې وحدت نسبتا زیات دي.
په داستان کې د ډير، بیخي، یو مخ…په څير کلمات چې کچه یې معلومه نه ده نه ځاییږي. کله چې په کیسه کې لیکو کرکټر ډير خوشاله دی نه پوهیږو چې څومره خوشاله دی. له همدې امله په داستان کې تر وسه وسه له داسې کلماتو ډډه پکار ده.
که په کیسه کې لیکو: « میوند ډير په قهر و» غوره ده چې دا قهر تصویر کړو، مثلا ولیکو مخ یې سور شوی و، په دې ډول به هم د میوند قهر بیان شوی وي، هم به تصویر د لوستونکي ذهن ته دریدلی وي او هم به مو بینا نثر لیکلی وي.
د دې جملې پر ځای« ډير یخ یې کیده» ولې نه لیکو چې ریږدیده چې هم تصویري شي، هم معنا ورسوي او هم به مو مطلب په لنډو بیان کړی وي. انګریز ناول لیکونکی جورج اورل( ۱۹۰۳-۱۹۵۰) وایي، که لنډه کلمه په ګوتو درځي له اوږدې یوې تیریږه.
د هغو الفاظو کمیدل هم د ښه نثر لپاره پکار دي چې تکراریږي. په لنډه فاصله کې د کلماتو تکرار لوستونکی نه خوښوي ځکه چې په نثر کې ژر تکراریدونکې کلمه لوستونکی داسې ستړی کوي لکه کلیشه کلمه. که چیرته موږ د یوه شتمن کیسه لرو نو ښکاره ده چې دا لفظ به بیا بیا تکراریږي خو ځیني صفات عمومي دي، لکه لوړ که یې په لنډه فاصله کې تکرار کړو همهغه د کلیشې په څير عمل کوي د همدې لپاره غوره ده چې بل ځل یې دنګ کړو او تر ټولو ښه خو لا دا ده چې له صفته هم ځان خلاص کړو او کرکټر ښکاره کړو چې لوړ دی او ولیکو، کله چې کوټې ته راننوت په دروازه کې یې سر ټیټ کړ.
***
د کیسې کلمات یو نیم وخت د کیسې د پيښو لپاره تیربیر راځي. د کیسو په نثر کې کله زمان مهم شي کله مکان نو د اهمیت له مخې دا دوه سره وړاندې وروسته کیږي، مثلا د ( مکتب) په نوم کیسه کې د دې پاراګراف زمان او مکان د کیسې لپاره وړاندې وروسته شوی:
« تر لمانځه وروسته دا دریمه ډله ده چې د مکتب لیدو ته راځي. یو زلمي نیمه سوځیدلې پاڼه په لاس کې نیولې ورپو کوي، بل لاس له سکرو څنډي…»۲۱
پورته لیکلی شو چې د مکتب لیدو ته تر لمانځه وروسته دا دریمه ډله ده چې راځي. په عادي نثر کې خو غوره دا ده چې فاعل مخته کړو او ولیکو چې دا دریمه ډله ده چې د مکتب لیدو ته ترلمانځه وروسته راځي. خو د کیسې په همدې ځای کې زمان مهم شوی ځکه پاراګراف په زمان پیل شوی. په همدې پاراګراف کې وړاندې لومړی نیمې سوځیدلې پاڼې ته اشاره شوې او بیا سکرو ته، دا ځکه چې په مکتب کې پاڼې مهمې دي او تر دې مخکې مکتب یاد شوی کنه له سکرو د لاس څنډل په سوځیدلي حالت کې د نیمه سوځیدلې پاڼې ترنیولو ډیر محسوس تصویر دی.
بل مثال: « ټول خلک له رستورانته وتلي و…..له رستورانته ټول خلک وتلي و…..» دلته په لومړۍ جمله کې خلک مهم دي. په دوهمه کې رستورانت. کیسه لیکوال باید خپلو جملو ته له دې نظره وګوري چې اصلي خبره څه ده. البته په دې برخه کې سلاست خپل اهمیت لري چې جمله روانه ولوستل شي.
د کیسو په نثر کې هرڅه له پيښې سره سم خپل ځای پيدا کوي. د څوک په کیسه کې لومړۍ جمله داسې ده « د شنې غونډۍ په لمن کې هلته دلته چوکۍ ایښې وې». موږ عادتا دلته هلته وایو. هلته دلته نه وایو. د مکان ظرف، هلته او دلته د کیسې لپاره سرچپه لیکل شوی دی. په کیسه کې مخې ته غونډۍ ده. کرکټر په چکر وتلی په چکر کې څوک لرې ګوري او خصوصا کله چې غونډۍ ته ګورو نو ممکن سر ته یې ځیر شو بیا یې منځ ته او بیا لمنې ته. کرکټر په دې کیسه کې یوازې دی نو له روحي پلوه هم لټه کوي چې له یوازیتوبه راووځي. دغه روحي فشار کرکټر هڅوي چې له ځان او د ځان له شاوخوا بهر شي او لرې لرې سیمو ته متوجه شي ، نو ځکه چوکۍ هلته دلته دي، دلته هلته نه دي.
که د کلماتو دغه ډول وړاندې وروسته کیدل د نثر پر وضاحت منفي تاثیر کوي باید لیکوال لاس ترې واخلي. د کیسو نثر د دې لپاره ډير وضاحت ته ضرورت پیدا کوي چې د ځانګړې پیښې په خدمت کې وي. مثلا لیکو« تیره شپه مې لږ خوب کړی و» دلته ( لږ) د مناسب معنا لري که د کم معنا؟
د کم خوب په حالت کې ممکن کرکټر ژر په غصه شي یا ژر پریکړه ونه کړي او د مناسب خوب په وخت سمه پریکړه وکړي او اعصاب یې ارامه وي، نو پکار ده چې د کیسې نثر له داسې کلماتو چې التباس رامنځته کوي پاک کړو.
نوې ټکنالوژي د ژوند چارې ګړندۍ کړې دي چې دې هم د داستان په نثر کې بدلون راوستی دی. د تیرې پیړۍ د پیل په ناولونو کې به مکان، زمان، کرکټر، صحنه هرڅه په ډیر تفصیل تشریح کیدل. لوستونکو وخت درلود زړه به یې نه ورته تنګیده خو په اوسنۍ زمانه کې چې انسان ډیر بوخت دی کیسه لیکوال د زړو داستانونو په څیر له تفصیلاتو لاس اخلي.
زموږ ډيرو لیکوالو لاهم په کیسو کې له تفصیلاتو ډډه نه ده کړې. دوی هڅه کوي چې د لوستونکي خواخوږي جلب کړي. هنر وایي، کیسه پریږدئ که پکې خواخوږي وه پيښې به یې بیان کړي که نه وه پروا نه کوي څه چې په کاسه کې وي هغه راوځي. خو موږ داسې نه یوو، کیسه به په یوه نیستمن لیکو بیا به دغه خوار نه پریږدو چې په خپله وخوځي او راښکاره شي، موږ به ورته لیکو د ډوډۍ پيسې یې نه وې، سهار یې هم څه نه و خوړلي، ماښام هم….
په هنري کیسه کې کیسه لیکوال کرکټر پریږدي چې ځان په خپله راوپيژني، که موږ د سوالګر د خواري لپاره په داستان کې د لوستونکي خواخوږي جلبوو دا نثر هنري نه دی، که موږ د مقتول د کورنۍ د فقر لپاره د لوستونکي خواخوږي جذبوو دا نثر هم له هنره خالي دی، دا تبلیغ دی چې ښایي پر یوشمیر کسانو اغیز هم وکړي.
هغه وخت کیسه په خپل حال پریښودی شو چې له ځانه کمره جوړه کړو، د فلم کمره. کمره خوار راښکاره کوي خو راته وایي نه چې دغه بیوزله دی، در په دره دی. په لنډه کیسه کې ممکن ډیر لږ دې ته اړتیا پيدا شي چې د یوه خوار لپاره له صفته کار واخلو د دې لپاره چې کرکټر لوستونکي ته ورمعرفي کوو کیدای شي چې ولیکو سوالګر یعني هغه صفت هم ښایي غوره وي چې په فاعل کې مدغم شوی وي، بیل نه وي چې ولیکو خوار سړی چې سوال یې کاوه البته د نثر د تکرار د مخنیوي لپاره چې چاره نه وي بیله خبره ده.
زموږ ګڼ لیکوال د فقیر په کیسه کې له هغو صفاتو کار اخلي چې خوار په لوستونکي په زور ومني، مثلا لیکي به ډير خوار و، بیخي ډير خوار و. هیڅ یې د خوړو لپاره نه لرل. په هنري کیسه کې که خوار لوستونکي ته معرفي کوو نو ستن به په لاس کې ورکوو چې خپلې څیرې جامې وګنډي.
په پښتو ژبه کې دا دریم تفضیلي حالت نه لرو ( بدترین) کنه له هغه به مو د خپل لوستونکي د مصنوعي جذبیدو لپاره څومره استفاده کوله، اوس مو د ډیر، خورا او بیخی ډير بیخ ورایستلی دی.
د کلماتو تکرار
مترادفې کلمې هم په کیسه کې څنګ په څنګ د اهنګ په خاطر د زړو نثرونو په څير نه ځایيږي. د دې لپاره چې د کیسې هره کلمه د کیسې په پرمختګ کې په یو ډول برخه اخلي او د کیسې د پیښې، کرکټر او صحنې په خدمت کې وي نو که یوه کلمه یوه معنا پر کیسه زیاتوي بله باید د موزون نثر لپاره په کیسه کې نه وي ځای شوې.
فکر کوم تکرار د کیسې له محتوا سره هم ارتباط لري که چیرته د کیسې موضوع عشقي وي د رومانتیک نثر لپاره د تکرار اغیز ممکن زیات وي، ځکه چې تکرار اهنګ ایجادوي او اهنګ احساسات پاروي، خو دغه تکرار باید بیا هم د پیښې په خدمت کې وي او یوازې د اهنګ غلام نه وي. د (شاعر) په نوم عشقي کیسه داسې پيلیږي:
« څپې له څپو سره ولګیدې. د اوبو غږ د سیګل مرغه له کغا سره ورک شو. اسماني رنګه مرغه ټیټ ټیټ د سمندر پر سر والوت.
ځوان خپلې اوږدې څڼې د غوږ شاته کړې، له جیبه یې پاڼه راوایسته. څه یې ولیکل. وزنګیده راوزنګیده لکه څوک چې له خوندورې نغې خوند اخلي.»۱۹
دلته (څپې، مرغه، ټیټ، زنګیدل )هغه کلمات دې چې تکرار شوې دي. څپه که تکرار شوې ده بله یې بله څپه ده چې سره لګیدلې دي، مرغه دوهم ځل اسماني شوی، دوهم ټیټ د پرله پسې الوتلو تصویر روښانه کوي، زنګیدل هم د تکرار حرکت نښه ده.
په داستان کې هغه تکرار هنري دی چی د ښایست تر څنګ د معنا په رسولو کې مرسته کوي. په داستاني نثر کې تکرار داسې دی لکه د سیاستوال د خبرو تکرار چې وایي، «انتخابات نه کوم، انتخابات نه کوم» دلته د جملې تکرار د ډیر مخالفت معنی ورکوي یا لکه د اعلانونو په څو جملو کې تکرار، خو له داستانه پرته په عادي هنري نثر کې تکرار ممکن یوازې د اهنګ لپاره راشي او داستاني نثر چې د پيښې په خدمت کې دی باید پر کیسه څه ورزیات کړي.
په کیسو کې د تکرار کلماتو د لرې کیدو لپاره ناقدان له کیسه لیکواله غواړي چې تر لیکلو وروسته دې خپله کیسه په لوړ غږ لولي که څه ورته اضافه ښکاره شول حذف دې کړي، خو کیسه دې د کلمې د اهنګ قرباني کوي نه.
دلته د سیمبول مساله د یادیدو ده چې په کیسو کې ځیني کلمات د سیمبولیکي معنا د لیږدیدو لپاره تکراریږي خو حتی همدا تکرار هم په ښو کیسو کې یو مخ تکرار نه وي. د سیمبول لپاره تکرار کلمه هم غوره ده چې هره یوه په خپل ځای کې د کیسې دننه پر کیسه څه ورزیات کړي.
د مترادفو کلماتو په برخه کې ځیني ژبپوهان دا نظر لري چې په معنا کې یې خامخا لږ توپير شته. دوی ته ( روزل، پالل)، ( جګ، لوړ)، ( لوی، غټ) همداراز نورې مترادف کلمې یو ډول نه ایسي. که چیرته په کیسه کې د معنا توپير ته پام شوی وي او مترادفې کلمې د کیسې د پیښو په خدمت کې مناسبې استعمال شوې وي نو بیا هغه د مترادف خاصیت له لاسه ورکوي.
لومړی ځل چې څوک کیسه لیکي نثر دې پریږدي چې په کومه خوا درومي. د کیسې تر لیکلو وروسته لیکوال کولی شي چې جملې بدلې کړي، کلمات تیربیر کړي یا ځیني ایسته کړي.
په کیسه کې دا مهمه ده چې لیکوال د کلماتو په مټ کوم شی لوستونکي ته ورښکاره کوي او په کوم احساس کې یې شریکوي.
داستاني نثر ته به یوازې د ګرامر په هنداره کې نه ګورو دا نثر لکه ذایقه حس په ژبه احساسیږي، چې کله یو متن لولو که مو ژبه سمه نه پرې اوښته ښه نثر نه دی، که مو د اوبو په څير روان لوست ښه نثر دی، خو دغه د اوبو په څیر نثر هم د سیند غوندې دی که بند ورلویدلی وي غږ یې لوړیږي.
که چیرته د داستان صحنو او د کرکټرونو روحیاتو شور غوږښت بیا به دې روان نثر ته بند هم تړو او په سامعه حس به یې حس کوو چې څرنګه بند یا بندونه مو ورته تړلي دي، سم دي که نه دي.
که څوک په ستوني کې غږیږي، غږ یې ښه نه لګیږي، که څوک د ژبې په سر ګړیږي د ده غږ هم ښایي د چا خوښ نه شي، هغه خبرې په غوږو پستې لګیږي چې طبیعي وي، تصنع پکې نه وي. داستاني نثرهمداسې دی که چا د بیان او بدیع په زور مصنوعي کړی وي او بیاني او بدیعي ادوات پکې طبیعي نه وی راغلي، خوند یې ځي. همداراز که چیرته نوي الفاظ یا زاړه متروک الفاظ په داستاني نثر کې په دې نیت ځای شوي وي چې ژبه به غني کوي، د داستان له پیښو او د کرکټرونو له سم درکه به یې د لوستونکي ذهن په بله اړولی وي.
ماخذونه
۱-ص –۲۷ الف اجمل- نجیب محفوظ څرنګه کیسه لیکي-۱۳۸۸- سالنګ کتاب خپروونکي، کابل
۲- ص ۹۸ ژباړه، احساس ذبیح الله- حمزه پیژندنه. لیکوال: خاطر غزنوي خپرندوی، سالنګ کتاب خپرونکي، ۱۳۸۸
۳- ص-۵۹ داستانونه مجله – دوهمه دوره-لومړۍ ګڼه.۱۳۸۳-حمل او ثور
۴- ص ۴۹ سفر- د لنډو کیسو مجموعه- بریالی باجوړی، ۲۰۰۲ اکتوبر- ملت ایجوکیشنل پرنټرز، لاهور
۵- ص ۶۵ په شاتو کې زهر- د لنډو کیسو مجموعه، میاخیل بارکوال، ۲۰۱۰ م – یونایټیډ پریس کوټه
۶- ص، ۲۸- احمدي نصیر احمد، سړه سیلۍ-لنډې کیسې، ۱۳۸۳، خپرندوی، بینوا فرهنګي ټولنه، کندهار
۷- ص ۱-۲ رڼا ناول، احمدي نصیر احمد-۱۳۸۷/۲۰۰۸ م، دانش خپرندویه ټولنه-کابل
۸- ص -۲۲-داستانونه دوه میاشتنۍ مجله، پنځمه ګڼه، اسد، سنبله-۱۳۷۸
۹- ص ۲۰، د یو تیر اور ایرې- غضنفر اسد الله، ۲۰۰۷- سور غر اونیزه د کتاب خپرولو څانګه
۱۰- ص ۴۴همینګوې څه وایي-ع- څاروان، سروش کتابپلورنځی، کابل ۲۰۲۱-لومړی چاپ
۱۱- ص، ۹۰داستانونه، دوه میاشتنۍ مجله، دوهمه دوره، دریمه ګڼه( زمری-وږی ۱۳۸۳ اګست-سپتمبر ۲۰۰۴م)
۱۲-ص ۱۴۷، پیلبو، داستاني ټولګه، پسرلی-الف-۲۰۲۱- سروش کتابپلورنځی، کابل
۱۳- ص ۷۸- یوازې شوي، د لنډو کیسو ټولګه- پسرلی ایمل- سپوږمۍ راډیو-۱۳۹۲ کابل
۱۴- ص، ۱۱ – د ژمي مازدیګر- لنډې کیسې، پسرلی هیله-۲۰۲۱، سروش کتابپلورنځی کابل
۱۵-ص ۷۲- پیلبو، داستاني ټولګه، پسرلی الف-۲۰۲۱- سروش کتابپلورنځی، کابل
۱۶-ص ۶۰- پورتنی اثر
۱۷-عمر لور عارفه، ماته سیپۍ- ص ۳-۱۳۸۳ ل، دانش خپرندویه ټولنه-پیښور
۱۸-پسرلی صدیق-کوچی ملا، ناول، ۱۳۸۳ بینوا فرهنګي ټولنه، کندهار
19-Clark Roy Peter, Writing Tool, P-72 Little Brown and Company 237 Park Avenue, New York, NY 10017-2008
۲۰- غضنفر، اسد الله- د یو تېر اور ایرې، لنډې کیسې ص ۱۱۱ چاپ۲۰۱۷، کلاسیک خپرندویه ټولنه-ننګرهار
۲۱-ص ۸۹- پیلبو، داستاني ټولګه، پسرلی الف-۲۰۲۱- سروش کتابپلورنځی، کابل
۲۲-ص ۶۹- پورتنی اثر