ليکوال: ډاکټر مبارک علي
ژباړن: اجمل ښکلی
په ټولنه کې کاريګرو او کسبرو ځان ته په خپل هنر او مهارت روزي ګټله، ځکه چې د دوی توليداتو انساني اړتياوې پوره کولې او ټولنې دوی ته اړ وې. پوهان او پنځګر بيا شاهي سرپرستۍ ته اړ وو، چې له اقتصادي ستونزو په بېغمه زړه په نثر و شعر او تاريخ کې کار وکړي. باچاهانو په خپل دربار کې د نامتو مؤرخانو، شاعرانو او پوهانو په شتون وياړ کاوه. دغو ښاغليو(پوهانو) خو به په دربار کې د ظل الله تر سيوري لاندې ځای وموند؛ خو د شاه بدلېدونکی طبيعت يې بايد زغملی وای، ځکه چا سره چې توی وړی واک وي او څوک يې د ننګولو نه وي، ستغې سپورې او مهربانۍ يې بايد په پټه خوله وزغمل شي. درباريانو به د شاه فرمايشونه په پټو سترګو منل او غوړه مالي به يې ورته کوله. په دې ډول به پوهانو په ورځني ژوند کې هر ډول ستونزې ګاللې او د توازن د ساتلو هڅه به يې کوله. واکمن به که خوښ و، د شاعر خوله به يې په مرغلرو ورډکه کړه او که به خواشينی و، ځمکې به يې ترې ضبط کړې.
عباسي خليفه هارون الرشيد چې دارلحکمت جوړ کړ، په ګوته ګوته پوهان يې پکې راټول کړل. په دوی کې يو اسحاق کندي و. د هارون او مامون په وخت کې د کندي ډېر درناوی کېده؛ خو چې المتوکل خليفه شو، له اسحاق کندي نه مرور شو، کتابتون يې ترې ضبط کړ او د شاهي عتاب ښکار شو؛ خو وروسته يې وباښه. مامون د خپل دربار له حکيم ابن اسحاق نه غوښتنه وکړه، چې د دوښمنانو د وژلو لپاره ورته زهر جوړ کړي. ابن اسحاق انکار وکړ، ويل يې د حکيم کار د خلکو وژل نه، رغول دي. په دې خبره مامون خپه شو او اسحاق يې زندان ته واستاوه. تر يوه کال بند وروسته چې مامون ته اندازه وشوه، چې اسحاق يو رښتينی او اصول پرست سړی دی، بيا يې راوغوښت او په دارالحکمت کې يې نوکر کړ. ابن اسحاق په دارلحکمت کې له يوناني نه عربي ته ډېرې ژباړې وکړې.
محمود غزنوي هم په دربار کې د عالمانو د راټولولو ډېر شوقي و؛ خو تاريخ وايي، چې نوموړی د پوهانو په درناوي کې هغومره سخي نه و. فردوسي د محمود له دربار نه ژر وووت او چې لاړ، شاهنامه يې وليکله. وايي، چې محمود له ژمنې سره سمه حق الزحمه ور نه کړه، چې له همدې امله يې د محمود هجوه وليکله؛ خو مورخان وايي، چې دا هجوه د فردوسي نه ده. که د هر چا ده؛ خو دا ښيي، چې شاعرانو محمود ته په ښه سترګه نه کتل. ښايي همدا لامل و، چې ابن سينا يې دربار ته رانغی او په شاوخوا دربارونو کې يې پناه اخيسته. البيروني بيا د محمود په دربار کې تر اخره و او په خپلو څېړنو يې علم و ادب ته ډېر څه ورکړل.
د هند په بېلابېلو دربارونو کې پاتې کېدل د امير خسرو کارنامه ده. نوموړي نه يوازې د بېلابېلو شاهي کورنيو په دربارونو کې ځان وساته، بلکې د مختلفو خويونو لرونکو شاهانو ترمنځ يې خپله ادبي وړتيا هم وپالله. له يوه پلوه د نظام الدين اولياء ځانګړی مريد و او له بله پلوه يې د دربارونو له بدلون سره د سياسي ګواښونو په منځ کې شاعري هم کوله. په معاصر وخت کې هم د خسرو د شاعرانه لويۍ ستاينه کېږي، ځکه چې شاعري يې له هند سره له مينې لبرېزه ده.
د شاهي سرپرستي يوه بېلګه ابوالفضل دی، چې د جلال الدين اکبر په دربار کې يې خپله ټوله وړټيا وښودله. ابوالفضل يوازې مؤرخ نه و، بلکې ليکوال او د اکبر د اجرايه برخه و. اکبر د ابوالفضل له افکارو ډېر اغېزمن و، له همدې امله يې د خپلې سلطنتي دورې د ليکلو چارې وروسپارلې. اکبرنامه د اکبر د مهال مستند تاريخ دی. کره کتونکي وايي، چې ابوالفضل په دې کتاب کې د اکبر ستاينه او غوړه مالي کړې. اکبر د ابوالفضل درناوی کاوه او د سلطنت په چارو کې يې ترې مشورې اخيستې. له ابوالفضل سره د اکبر دا مينه په شهزاده سليم ښه نه لګېده، فکر يې کاوه، چې ده ته د اکبر غوږونه ورډکوي. په ۱۶۰۲ کې چې شهزاده سليم له اکبر نه بغاوت وکړ، ابوالفضل په يوه پلاوي کې دکن ته تللی و. شهزاده سليم پټ په پټه د بنديله له راجپوت راجا سره لاس يو کړ او چې ابوالفضل له دکن نه راګرځيده، بريد يې پرې وکړ او ابوالفضل تر لږې جګړې وروسته ووژل شو. کله چې اکبر پر دې پېښه خبر شو، ډېرې سوې نارې يې وکړې، چې شيخو! دا دې څه وکړل، څو ورځې يې ډوډۍ هم سمه نه خوړه. د ابوالفضل ملازم اسد بيګ چې کله دربار ته راورسېد، اکبر ورته ډېر وګورېد، چې ولې تر ابوالفضل وروسته پاتې و. اسد بيګ دا ټولې پېښې په خپل کتاب “حالات اسد بيګ” کې ليکلې، چې تراوسه بشپړ نه دی چاپ شوی.
تر څو چې مغول دربار مخ په لوړه و، له ايران، افغانستان او منځنۍ آسيا نه شاعران، مورخين او پوهان شاهي سرپرستۍ ته هند ته راتلل، چې درناوی يې کېده او هر ډول اسانتياوې ورته برابرېدې؛ خو کله چې مغول دربار مخ په ځوړ شو، د دې پوهانو راتګ هم بند شو.
دلته دا پوښتنه رامخته کېږي، چې کوم ادب او تاريخ چې په دربارونو کې وزيږېد، هغه ګنې يوازې تر واکمن او دربار پورې محدود و او له ټولنې پردی و؟ دا خبره تر يوه ځايه سمه ده، چې د هغه مهال ادب او تاريخ واکمن پوړ ته ځانګړی و او له عامو خلکو سره يې اړيکه نه وه؛ خو له بله پلوه داسې پوهان هم وو، چې له دربارونو بهر په عوامو کې اوسېدل او د هغوی په ژبه يې خپل افکار بيانول. په دوی کې د بګتي خوځښت شاعران دي، چې د عامو وګړو احساسات يې راخيستي، په سندي کې شاه لطيف او په پنجابي کې وارث شاه، بلهی شاه او نور ولسي شاعران په دې ډله کې راځي.
دا باغي شاعران وو، چې د درباري شاعرانو پرخلاف يې خلک د وړانديز شويو شاعرانه دودونو له قيدونو راوايستل.
(که پښتو شاعرۍ ته وګورو؛ نو د پښتو ولسي شاعري د عامو پښتنو د احساساتو او کولتور رڼه هېنداره ده او د دوی ژوند ته نېژده ده؛ خو ليکنۍ شاعري يې که څه هم د درباري سرپرستۍ په موندلو کې کم نصيبه وه؛ خو د فارسي له درباري او نادرباري شاعرۍ نه اغېزمنه شوې او د فارسي او عربي د شاعرۍ روايتونه يې پاللي، هغه که فورمونه دي، که موتيفونه او که نور ماډلونه: ژباړن)