شنبه, جولای 27, 2024
Homeمقالېد ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه او رامنځته شوې جنجالونه

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه او رامنځته شوې جنجالونه

د افغانستان د  ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه چې د ۱۳۹۹ کال د جدي له لومړۍ نېټې پېلیږي تر اوسه د یو لړ ستونزو له امله نه ده تصویب شوې ولسي جرګې په لومړي ځل وړاندې کېدو سره دولت ته د ۱۷ مواردو د اصلاح په موخه بیرته ولیږله چې له څو ورځو تېرېدو بیاځل وړاندې کېدو سره ولسي جرګې بیاهم تصویب نه کړه او زیات لاملونه یې په ګوته کړل د مققنه قوې او اجرایه قوې تر منځ جنجالونه را پیدا او دادی تراوسه نه دی حل شوي د بودیجې په نه تصویب باندې ولسمشر پړه پر ولسي جرګې ور اچوې خو ولسي جرګه بیا پړه په اجرایه قوه او په ځانګړې توګه په ولسمشر باندې اچوي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې له لورې د دولتي کارمندانو د معاشاتو د انډول کیدو په اړه فیصله شویده خواوس دولت وایې دې برخې ته کافي بودیجه نه لري او ولسي جرګه اوس له خپل دغې تصمیم څخه نه ګرځي چې د جنجال دوه مهم ټکي همدا دي چې پورته ذکر شول.

داچې ملي بودیجه د تصویب کوم پړاوونه طی کوي څوک یې تصویبوي او د افغانستان د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه څه ډول ولسي جرګې ته وړاندې شوېده دلته به یې په اړه معلومات ارایه کړو .

معمولا بودیجه د مالیې وزارت له لورې د هېواد د لومړیتوبونو او ضرورتونو په نظر کې نیولو سره ترتیبیږي چې د پاس کېدو لپاره یې ولسي جرګې ته وړاندې کیږي د افغانستان د اساسي قانونو ۹۱ یمې مادې د دویمې فقرې له مخې او همدارنګه د ۹۷ یمې مادې له قراره ولسي جرګه د ملي بودیجې د تصویب صلاحیت لري چې د ولسمشر د توشیح څخه وروسته د اجرا وړ ګرځي.

خو په پورته ذکر شویو مادو کې ځېنو نورو برخو ته هم اشاره شوېده چې دلته به یې کټ مټ را نقل کړو

د اساسي قانون نوې یمه ماده (( ملي شورا دا لاندې واکونه لري :

۱ ـ د قوانینو او تقنیني فرمانونو تصویب ، تعدیل یا لغوه کول.

۲ ــ د ټولنېزو ، فرهنګي ، اقتصادي او تنکالوژیکي پرمختیایي پروګرامونو تصویب

۳ ــ د دولتي بودجې تصویب او د پور اخیستو یا ورکولو اجازه .

۴ ــ د اداري واحدونو منځته راوړل ، تعدیل او یا لغوه کول .

۵ ــ د دولتونو تر منځ د تړنونو او بین الملي میثاقونو تصدیق او یا له هغوی څخه د افغانستان بېلول .

۶ ــ په دې اساسي قانونو کې نور مندرج واکونه

د اساسي قانون نهه اویا یمه ماده ((  حکومت کولای شي د ولسي جرګې د تعطیل په حالت کې له بودجې او مالي چارو پرته ، د بیړنۍ اړتیا پر اساس تقنیني فرمانونه ترتیب کړي .

د اساسي قانون پنځه نوې یمه ماده (( د قانون د طرحې پیشنهاد د حکومت یا د شورا د غړیو او د قضایي چارو د تنظیم په برخه کې د سترې محکمې له خوا د حکومت له لیارې وړاندې کېدای شي . د بودجې او مالي چارو په برخه کې د قانون د طرحې پیشنهاد یوازې د حکومت له خوا کېږي . ))

د اساسي قانون اوه نوې یمه ماده (( د حکومت له خوا د قانون طرحې پیشنهاد لومړی ولسي جرګې ته وړاندې کیږي .

ولسي جرګه د بودجې او مالي چارو په شمول د قانونو د طرحې پیشنهاد او د پور اخیستو او یا ورکولو پیشنهاد له بحث وروسته د یو کل په توګه تصویب یا ردوي .

ولسي جرګه نه شي کولای وړاندې شوې طرحې تر یوې میاشتې زیات وځنډوي . ولسي جرګه د پشنهاد شوي قانون طرح تر تصویب وروسته مشرانو جرګې ته سپاري . مشرانو جرګه د پنځلسو ورځو په اوږدو کې د هغه په باره کې تصمیم نیسي .))

د اساسي قانون اته نوي یمه ماده ((د دولت بودجه او د حکومت پرمختیایي پروګرام د مشرانو جرګې له لیارې ددې جرګې له مشورتي نظریې سره یو ځای ولسي جرګې ته سپارل کیږي . د ولسي جرګې تصمیم د جمهور رئیس تر توشیح وروسته ، مشرانو جرګې ته تر وړاندې کېدو پرته ، نافذ ګڼل کیږي.

که چېرې د ځینو عواملو له مخې د مالي کال تر پېل مخکې بودجه تصویب نشي ، د نوې بودجې تر تصویب پورې، د تېر کال بودجه تطبیقیږي.))

د بودیجې تعریف :

بودیجه د فرانسوي ژبې له بوژت (Beget) څخه اخیستل شوې چې  په هغه وخت کې به چرمي همیانۍ کې پیسې ساتل کېدې .( ۱)

بودجه له هغه قانوني سند څخه عبارت ده چې، د یو کال لپاره د یوې ادارې ټول عواید او لګښتونه پیشبیني کوي یاهم بودیجه له هغه مالي سنجش څخه عبارت ده چې ، اجرایه قوه ، مقننه قوه او عدلیه قوه د خپلو خلکو د ژوند د بهبود ، حکومتي چارو د اجرا ، عادي مصارفو او پراختیایي پروژو لپاره د یو کال په موخه جوړیږي.

ملي بودیجه په خپله یو مصرفي او د راتلونکي لګښتونو پلان او لارښود دی چې ، اورګانونه یې د خپلو عادي او پراختیایي چارو د ترسراوي لپاره ترتیبوي

بودجه په اداراتو کې جوړیږي وروسته مالیې وزارت ته ځي چې مالیې وزارت یې د وزیرانو شورا ته وړاندې کوي بیا یې د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې کیږي چې تر تصویب وروسته د ولسمشر له لورې توشیح کیږي او بیا د تطبیق وړ ده چې په سر کې د مالیې وزارت له لورې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وړاندې کیږي چې له لازمو لارښوونو او اصلاح لپاره یې موارد مشخصوي او بیا یې د تائید یا رد لپاره رایه ګیري کوي.

دا ملي بودیجه چې د هېواد د ټولو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره ډیزانیږي د عاید سرچینه یې هم مشخص کیږي او بیا یې د تصویب لپاره پارلمان ته لیږي.

پدې اړه د ( مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره ) په درېیم فصل شلمه ماده کې داسې راغلي دي (( د وزیرانو شورا د بودجې مسوده له خورا دقت او ارزیابۍ وروسته د تصویب لپاره ملي شورا ته وړاندې کوي . همدارنګه د بودجې په اړه لازم توضیحات د خلکو د باصلاحیته استازو سره شریکوي ، وزیران د با صلاحیته استازو ته د نویو مواردو پیشنهاد نه شي کولی او نه هم په هغه مواردو کې چې د بودجې په مسوده کې ذکر شویدي ، تعدیل راوستلی شي، د ماليې وزارت ملي شورا ته د بودجې په وړاندې کولو، تجدید نظراو تصویب لپاره د حکومت استازيتوب کوي. )) ( ۲ )

همدارنګه د همدې قانون د درېیم فصل، پنځلسمه ماده کې د بودجې د جوړولوطرزالعمل ذکر شویدی((بودجه د ملي انکشاف د ستراتیژۍ له مخې جوړیږي چې په افغانستان کې د زده کړو ، روزنې او تربیې ، روغتیا او امنیت لپاره پکې مهمې سپارښتنې شویدي چې د وزیرانو شورا تر پاس کېدو وروسته به یې  ولسي جرګې ته وړاندې کوي )) ( ۳ )

د افغانستان د ملي بودیجې ډولونه

د افغانستان ملي بودیجه ډولونه په لویه کې په دوو سترو برخو باندې وېشل کیږي خو دوه نور ډولونه یې هم شته چې د خارجي بودیجې او ولایتي بودیجې په نوم هم یادیږي خو زیات بحث په همدا دوو سترو ډولونو  چې عبارت له عادي بودیجې او پراختیایي بودیجې څخه دی، کیږي.

عادي بودیجه : هغه بودیجه ده چې د ادارو د عادي مصارفو لکه معاشاتو ، د دفترونو روزمره مصارف ، او دفترونو د اړتیا وړ  مصارف پکې شامل دي.

عادي بودیجه بیا په کوډونو وېشل شويده چې، لاندې ډول ده.

( ۲۱ ــ کوډ ) د کارمندانو معاشات او امتیازات

( ۲۲ ــ کوډ ) د اجناسو خریداري او خدمات

( ۲۵ ــ کوډ ) د شتمنیو تر لاسه کول

انکشافي بودیجه: لکه له نوم څخه یې معلوميږي د پراختیایي او رغنیزو چارو د ترسراوي لپاره په کار وړل کیږي چې وزارتونه او نورې ادارې یې د خپلو پلانونو سره سم د پروژو په بڼه تطبیقوي.

په انکشافي بودجه کې اختیاري او غیر اختیاري بودجه شامله ده چې خارجي او ولایتي بودیجه د پلان مطابق پکې راتللی شي .

د بودیجې څلور عمده پړاوونه

۱ ـ د بودیجې ترتیب

۲ ـ د بودیجې تصویب

۳ ـ د بودیجې اجرا او مصرف

۴ ـ د بودیجې کنترول ، نظارت او ارزیابي

د افغانستان د ملي بودیجې زماني جدول (د مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره درېیم فصل څوارلسمه ماده)

(( د مالیې وزارت مکلف دی چې ، مخکې د بودجې له خپرولو د بودجې له کمېټې سره مشوره وکړي او د مالي کال د بودجې وړاندیز او صلاحیتونه تشخیص کړي چې بیابه د لاندې پروسو لپاره بودجه وړاندې کوي .

۱ ــ د مالي پروګرامونو د تخمین راپور ورکول

۲ ــ د بودجې وړاندې کولو پیشنهاد

۳ ــ د بودجې بررسي

۴ ــ د بودجې نهایې او وروستي حدونه

۵ ــ د بودجې مسودې ترتیبول

۶ ــ د بودجې منظورول )) ( ۴ )

د افغانستان د ۱۴۰۰ مالي بودیجې تفصیل

د افغانستان د ملي کلنۍ بودیجې ټوټل رقم ( ۴۵۲ ) میلیارده او ( ۶۴۰ ) میلیونه ټاکل شوې چې ( ۲۹۶ ) میلیارده او (  ۱۵۶ ) میلیارده افغانۍ انکشافي بودیجه ځانګړې شویده او نوره یې احتیاطي بودیجه اختصاص کړیده چې دولت یې د ۹۱ او ۹۲ کوډ په نوم یادوي . چې پدې کې له داخلي سرچینو څخه ( ۲۱۶ ) میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه شویدي باقي ( ۲۰۴ ) میلیارده او ۸۷۸ میلیونه افغانۍ به له بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو او قرضې څخه ترلاسه شي چې پدې حساب به د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې کسر ( ۳۱ ) میلیارده او (۲۶۲ ) میلیونه افغانۍ موجود وي چې لدې د دولت له ذخیرې او د پیسو د نړیوال صندوق  څخه ( ۲۹ ) میلیارده او ( ۹۰۲ ) میلیونه افغانۍ تادیه شي خو بیابه هم تر یو میلیارد افغانیو بودیجوي کسر موجود وي .

دا بودیجه د تیر کال له بودیجې څخه ٪ ۱۱ فیصده زیاتوالی ښایي د مالیې وزارت ددې بودیجې د ارایه کولو په وخت کې یادونه وکړه چې، د نړېوالې ټولنې سره د یاد وزارت له لورې ۶۳ تعهدات ورکړل شوې چې د افغانستان دولت باید همدا موارد او تعهدات پوره کړي . ( ۵)

د BBC    د راپور له مخې د ولسي جرګې له لورې مالیې وزارت ته د ۱۷ مواردو د اصلاح لپاره بیرته بودیجه لېږلې ده تر څو یې اصلاح او بیا یې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ولیږي BBC د بودیجې جنجالي موارد تفصیل داسې څرګند کړیدی چې ولسي جرګه ورسره مشکل لري

د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد ۹ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه افغانۍ د ۹۰ او ۹۱ کوډ لپاره  ۳ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ، او د احتیاطي کوډ لپاره ۹ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شویدي.

د ولسي جرګې جنجال هم په همدې ټکي دی چې د جمهوري ریاست د ځانګړي واحدونو او خپلواکو ادارو لپاره جمله ۱۶  میلیارده افغانۍ احتیاطي بودیجه ځانګړې شویده خو ولسمشر بیا د ولسي جرګې وکیلان متهموي چې ګوندې دوی راڅخه د  ۲۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې غواړي چې دا خبره د ولسي جرګې له لورې رد شویده

۹۰ او ۹۱ کوډونه څه شی دي ؟

د حکومت په اډانه کې په دا وروستیو کې د پورته ذکر شویو کوډونو په اړه زیات ګنګوسی موجود دی چې زیاتره بودیجه یې په بې رحمانه ډول باندې مصرف شوېده اوس ولسي جرګه هم له همدې ټکې سره ستونزه لري چې د یاد کوډ څخه باید په سمه توګه استفاده وشي او بودیجه یې ورته کمه شي خپله دا کوډونه څه شي دي ؟

۹۰ او ۹۱ کوډونه له هغه ځانګړې بودیجې څخه عبارت دی چې، د مصرف صلاحیت یې مستقیما د جمهور رئیس په واک کې وي دیته احتیاطي بودیجه هم ویلی شو لدې بودیجې څخه د حکومتي چارو د سمون ، پرمختګ او د لوړ پوړو چارواکو د اوسیدنې ، او سیاسیونو ته  سفرونو او نقلیه زرهي وسایلود اخیستلو ، د مرکز او ولایاتو د میلسمتونونو او نورو چارو لپاره استفاده کیږي.

 جمهوري ریاست ځانګړې واحدونه او خپلواکې ادارې کومې دي ؟

۱ :  د جمهوري ریاست د ملي انکشاف اداره ( ۱۳۹۶ بیا ځل ۱۳۹۷ ) کال کې رامنځته شویده

۲ : د ملي تدارکاتو اداره ( ۱۳۹۳ ) کال کې تاسیس شوه

۳ : د پانګونې اسانتیاو چارو  واحد ( ۱۳۹۸ ) کال کې تاسیس شو

۴ : د ستراتیژیکو او عامه اړیکو اداره ( ۱۳۹۸ ) کال کې تاسیس شوه

۵ : د جمهوري ریاست د حقوقي چارو واحد ( ۱۳۹۹ ) کال کې تاسیس شو

ددې پورتنیو واحدونو سربیره په بودیجه کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر د جمهوري ریاست لومړی مرستیال دفتر او د جمهوري ریاست دویم مرستیال دفتر هم شامل دي ( ۶ )

پایله :

د بودیجې په وخت نه تصویب او جنجالونه  تقریبا په ټوله نړۍ کې معمول دي بیا د افغانستان غوندې هېواد کې خو یې د نه تصویب زیات عوامل شتون لري

 د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې نه تصویب چې دادی یوه میاشت پرې تېره شوه او پارلمان ته د دوو ځلو وړاندې کولو وروسته بیاهم تصویب نه شوه او بلکې نوې مشکلات هم پکې راپیدا شول دواړه لوريو هم اجرایه قوې او هم مققنه قوې ته د ملامتیا ګوته نیول کیږي .مقننه قوه چې د دولتي کارمندانو د معاشاتو دیو شان والي لپاره کومه خبره کوي د کافي بودیجې د نه لرلو له امله د تطبیق وړ نه ده او بلې خواته د همدې ادرسه دا خبره چې هغه اضافه بودیجه چې د جمهوري ریاست د ځانګړو واحدونو او خپلواکو ادارو لپاره د ۹۱ او ۹۲ کوډونو په نوم وړاندیز شوې باید کمه شي هم پر ځای استدلال دی .

د بودیجې نه تصویب زیاتې ستونزې زیږوي اګر چې په اساسي قانون کې د بودیجې په خپل وخت د نه تصویب په صورت کې د تېر کال د بودیجې له طرزالعمل څخه استفادې لارښوونه شوېده خو بیاهم د عادي او انکشافي بودیجې له لارې زیاتې چارې ټکنۍ کیږي او بیا چې افغانستان خپله ملي بودیجه له بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو او مرستندویه ټولنو له لورې ورکول کیږي زیات د اندیښنې وړ دی ملي شورا او اجرایه قوه دې په ګډه دې برخې ته د زیاتې پاملرنې له مخې کار وکړي ترڅو ملي بودیجه تصویب او د اجرا وړ وګرځي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه

۱ ــ دانش، محمد اسحاق ، (علل حقوقي نا کار امدی نظام سیاسی افغانستان )

پایان نامه، دانشګاه تهران،دانشکده حقوق وعلوم سیاسی ۱۳۹۱.

۲ ــ مخ  ،۸ ، درېیم فصل ،شلمه ماده،  (د مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره ) ۱۳۸۵ چاپ

۳ ــ  مخ ، ۵ ، درېیم فصل ، پځلسمه ماده (د مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره ) ۱۳۸۵ چاپ

۴ ــ مخ ، ۵ ، درېیم فصل ، څوارلسمه ماده (د مالي او عامه لګښتونو د چارو د ادارې د تنظیم مقرره ) ۱۳۸۵ چاپ

۵ ــ د مالیې وزارت ویب سایټ ، د مالیې وزیرعبدالهادي ارغندیوال د بودیجې په اړه توضیحات ولسي جرګې ته .

۶ ــ د جمهوري ریاست د چارو ادارې رسمي ویب سایټ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب