چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهدفاع وزارت، د دوحې د اوربند په موافقه کې هیڅ پټ ټکی...

دفاع وزارت، د دوحې د اوربند په موافقه کې هیڅ پټ ټکی نه شته

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه) د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې له پاکستان سره د اوربند په وروستۍ هوکړه کې له هغو مواردو پرته چې د خلکو لپاره خپاره شوي، نور هېڅ پټ یا محرم مواد نه شته.

دفاع وزارت دا خبره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د څرګندونو په رد کې کړې چې له یوه پاکستاني تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې یې ادعا وکړه چې په موافقه کې پټې برخې هم شته.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (چهارشنبې) خپره شوه، ویلي:

«د هوکړې په متن کې د اوربند، متقابل احترام، د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او زیربناوو د برید نه کولو، د ټولو موضوعاتو د حل لپاره د خبرو اترو د لارې غوره کولو او د یو بل پر ضد د بریدونو د نه ملاتړ موضوعات په څرګند ډول بیان شوي دي.
هره هغه ادعا چې له دې مواردو هاخوا وي، له واقعیت سره مطابقت نه لري.»

دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد له دې وړاندې په یوه انلاین خبري ناسته کې ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجمنې ډیورنډ کرښې په اړه په موافقه کې هېڅ بحث نه دی شوی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، عموماً متنازع او له مبالغې سره ملې خبرې کوي.  خو له افغانستان سره د اوربند په موافقه کې د پټو خبرو له یادولو څخه غالباً د ده هدف دا و چې د پاکستان خلکو ته وښيي چې دوی د وچ مجبوریت له مخې اوربند ته غاړه کښېنښوده بلکې مقابل لوري لوی امتیازونه ورکړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند موافقه د قطر او ترکیې په منځګړتوب د روانې میاشتې په پیل کې، د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ له څو ورځنیو نښتو وروسته لاسلیک شوه.
دغه جګړه د دواړو لوریو د تلفات سبب شوه او د تورخم په ګډون د مهمو پولو د تړلو لامل وګرځېده.

د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې لا ډېرې ترینګلې شوې دي.
پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي چې د ټي ټي پي (TTP) غړو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو طالبان دا ادعا ردوي. او وايي چې پاکستان په خپله خاوره کې داعش ته پناه ورکړې او د ټولې سیمې هیوادونو ته ګواښ پېښوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...