یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهدرې داغلي زړونه || پاکیزه ارزو

درې داغلي زړونه || پاکیزه ارزو

ښار کې  مې سترګې پرې ولګېدې،  دا څېره خو شناخته ښکاري ، ښه ورته ځیر شوم ومې پېژنده کله چې موټرونه ګډ  روان شول، کار ځای مې ورته ولیده . له شاه پسې شوم ، کار ځای کې مې له یوه ماموره پوښتنه وکړه.

دا  غاټول ادیب نومېږي؟

ـ هو

شمېره مې واخیسته، زنګ مې ورته وکړ

ـ سلام

ـ علیکم سلام

راغبره یې کړه، وبښه و مې نه پېژاندې؟

موسکه شوم

ــ څوک چې په لوړه څوکۍ دنده کوي، هغه به ما څه پېژنې

ـــ نه نه،  هیله کوم، خبره د څوکۍ نه ده، خو بیا هم تعارف ښه وي

ــــ زه یم، ستا ټولګي واله … ډېوه

ــ  وۍ ډېوې ته له کومه را رڼه شوې

د غاټولې دفتر  ته روانه شوم. ټولګي واله مې وه ، خندانه سر شاره او لایقه نجلۍ وه

دفتر ته یې ورسېدم  ور مې خلاص کړ

ــ  اسلامو علیکم ! ریسه صاحبې…. دا  ته چېرته ورکه شوې، ۵ کاله تېر شول، مړې نه حال نه احوال

ــ ههههه…  بس ژوند همداسې وي کنه، دا دی بیا مو سره پیدا کړه

ـ  ډېره خوشاله شوم ، چې بیا دې وینم  او دا ریاست دې هم مبارک شه!

ـ ههههههه مننه

غاټول خواره شوې وه، له رنګه زېړه، وچه  او پریشانه

له یو څو خبرو پس مې یو دم وپوښته

ــ ښه وایه اوښی مې څنګه دی او څو خورزې او خوریونه لرم؟

ــ ههههههههه….

یوه شېبه چوپه شوه، سترګې نمجنې شوې  

ــ هیڅ نشته

ــ ولې؟

خدای را نه کړه

ـ اخ نو….

غاټول یوه وړه موسکا وکړه
ــ واده چې څوک ونه کړي نو ماشوم له کومې شي…؟

ــ ولې هغه ….  ؟

ـ نشته

ــ  اه…. ډېوې!

چوپه شوه لکه خبرې چې ترې هېرې شي

ــ  ډېوې اور مې له خپلې لمنې  اخیستی ……

ـ  څنګه؟

ـ  پلوشه مې  ملګرې وه ، یوه ورځ  یې راته وویل، دنده راپیدا کړه سخته اړتیا ورته لرم.  زړه مې پرې بد شو.  د قیس دفتر ته مې ولېږله، هغه  کار کونکې ته اړتیا درلوده او قیس خپل دفتر کې دنده ورکړه.

میاشتې تېرې شوې، یوه ورځ له کوره دفتر ته تلم، چې قیس له هغې سره لاس په لاس د سرک په غاړه رهي دی. زه هېڅ  په ځان پوه نه شوم، چې څه وینم، بیا مې هم ځان قابو کړ. ورپسې شوم. دواړه بازار ته ولاړو ، په مارکیټونو وګرځېدل سودا یې وکړه او بیا هوټل ته ډوډۍ خوړلو ته لاړو . اففففففف  ……

ــ ډېوې!   زما مینې ته د پای ټکی همدغې پېښې کېښود.  

هکه حیرانه شوم ، څنګه ته یې ورغلم

ــ اځ ، اخ  … نو هغې سره یې واده وکړ؟

ـ نه، هغه یې هم پرېښوده….  د خندا وړ یې لا دا چې  او له موږ دواړو مخکې کې  یې  واده کړی و.
ـــ  ډېوې ! …. د مینې او باور کلمې وغلولو  ……. موږ په پټو سترګو باور وکړ او   قیس په یوه تیر درې زړونه وداغل ….. اه ااااااا   کاشکې د مینې او باور کلمه دومره سپکه شوې نه وای  ……. اففففف

د غاټولې ستونی غریو ونیوه

ـ ځانته پلوشې او مېرمنې ته مې زړه سوځي…

سر یې په څوکۍ تکیه کړ، چت ته یې کتل، له رڼو سترګو یې رڼې اوښکې راماتې شوې.

4 COMMENTS

  1. له نکاح مخکې مینه بلکل حرامه ده او دلایل یې هم دادي، بیانو ګیله مه کوه جانه چې بې وفایی او زړونه داغې.

  2. پاکیزه جانې کیسه د په ادبي لحاظ عالي ده، بریالۍ اوسې.
    کومو کسانو چې بې مورده نظرونه په کیسه ورکړي هغو ته یو وضاحت:
    د فورمالیزم ادبي مکتب په روایت هېڅ داستان یا کیسه او شعر د شاعر او لیکوال د ژوند داستان ندی، بلکې دا کیسې او د شعر انځورونه د تخیل پر مټ او د هنر په ځواک پنځول شوي ادبیات دي نه د کوم خاص کس د مینې او ژوند کیسه.
    او هو سوژه یا داخلي مضمون لیکوال له آشنا ټولنې را اخلي خو دا چې هغه به سل په سلو کې د چا په ژوند کې واقع شوي وي څه نشو ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب