شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرد هيلو اواز 

د هيلو اواز 

تاريخ بيا تکرارېږي

ميرويس خان راژوندی کېږي

صفويان نور په ګونډو دي

د احمد لمسيان نور راويښيږي

ګورګين نور په سلګو دی

لوی کندهار بيا ژوندی کېږي

د اېپي فقير لمسی دی بل څوک نه دی

ځوان منظور راپورته کېږي، رهبر کېږي

د روښان اغېز ته ګوره چې رڼا کړي

ټول افغان په خپل تربور باندې ټولېږي

صمد خان که موږ کې نشته خو مړ نه دی

په کويټه کې يې پيغام راښکاره کېږي و ښه ځلېږي

د خوشال پيغام ته ګوره چې اثر کړي

ورځ تر بلې تازه کېږي هېڅ به نه مړاوېږي

د افغان په ننګ يې وتړله توره

د بابا لمسيان هوډمن دي، خپل اصل ته وصلېږي

د امان غږ ته ښه ځير شه، هېر يې نه کړې

استقلال مو تکميلېږي، لا به نور پخېږي

د جمال پيغام راغلی، داسې وايي

تورتمونه به ورکېږي او پوهه به پنځېږي

د طرزي اواز ورک نه دی لا تراوسه

نهضتونه مو ټينګېږي او سياستونه مو پخېږي

غږ د امن او د مينې رانه ورک و

د باچا خان پيغام ځکه ښه لګېږي او منل کېږي

د غفلت له خوبه پاڅه ای افغانه!

اندونه او برخليکونه مو بدلېږي او ښه کېږي

هېواد مو نور جوړېږي وطنوالو

د هرات او خوست نه ورته پيغامونه رارسېږي

ځوان کهول په ولوله باندې راغلی

ارمانونه او خيالونه يې لوړېږي، نور به نه ټيټېږي

ځوان قلم او کتاب ته پناه وړې

نفرتونه به ورکېږي، تيارې به رڼا کېږي

د ظلم او ټګۍ طلسمونه مات شول

لر او بر به نور يو کېږي او بيا به نه بېلېږي

د جبر اغزن تار به شي ليرې، زموږ له منځه

د ظلم کاسې ټولې نسکورېږي و چپه کېږي

خورو ورو لاسونه سره ورکړل

لوی هېواد به يې جوړېږي و بيا به نه ورانېږي

د لر او بر غږ ډېر زيات زور دی

لکه تندر د دښمن په سر غورېږي، بيا نه کرارېږي

تور ښامار ماتې خوړلې او له کبره رالوېدلی

د اشرف له تدبيرونو نور ډارېږي بيا نه راجګېږي

غداران او خاينان نور کړئ ناهيلي

د افغان عظمت بيا راژوندی کېږي، انشاالله ټينګېږي

تور مخي وینې څښونکې په ژړا دي

لوی افغانستان په واقعيت باندې بدلېږي

هزاره، تاجک، پښتون او نور قومونه سره يو يو

افغان يو دی نه بېلېږي، بيا راپورته کېږي

وطنوالو! نور ډاډمن شئ زموږ خوبونه رښتيا کېږي

په افق کې يې رڼا راڅرګندېږي، نور نه پيکه کېږي

محمد عارف رسولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب