پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاد غوږونو سرطان Ear Cancer

د غوږونو سرطان Ear Cancer

ليكوال: دوكتور جاويد ساپی د سرطاني ناروغيو لومړنی افغان متخصص

غوږونه هم د بدن د نورو غړو په څېر ځانګړی جوړښت او دندې لري، چې د اوريدو يو ځانګړی او مهم ارګان دی. د غوږونو دنده دا ده چې اواز د تشخيص لپاره دماغ ته په ډيرې چټكۍ سره استوي هلته تشخیصېږي او خپله ډېرې پېچلې مرحله مخ ته وړي او پرېکړه کوي، دغه څخه د ثانیې په څو ومه برخه کې تر سره کېږي. نو ویلای شو، چې غوږونه هم د انسان د نورو غړو په څېر د خدای پاک لوی نعمت دی چې پر خپل مقلوق یې لورولی دی، انسان اړ دی چې د خدای پاک د دې لوی نعمت شکر پر ځای کړي او ښه ساتنه یې وکړي.

غوږونه د انسان د سر دواړو خواتو پراته دي، چې درې برخې، داخلي، خارجي او هډوکې یادولی شو. غوږونه هم بېلا بېل د سرطان ډولونه لري، چي د غوږونه په طبقاتو يا د دغه اورگان په پوستكي كې پيدا كيږي. که څه هم د غوږونو له سرطان ډېری خلک بې  خبره دي، نو اړینه ده چې دې مهم ارګان ته پاملرنه وشي او په سمه ساتنه کې یې پوره پوره پاملرنه وشي. له نېکه مرغه د سترګو د سرطان په څېر د دې ناروغۍ سلنه هم په نړیواله کچه ډېره ټیټه ده، یعنې ډېر کم کسان پرې اخته کېږي.

څه پوه شو، چې د غوږونو پر سرطان اخته شوي یو؟

که مو دغه نښې نیښانې په ځان کې ولیدې نو ښه ده چې له اړوند ډاکټر سره مشوره وکړئ:

له غوږونو څخه په پر له پسې توګه د وینو او زوو راتلل.

په غوږونوکې دایمي ټپونه چې هېڅ نه رغېږي.

که له دې نښو سره په اورېدو کې هم درته ستونزه پیدا کېږي، نو ښه ده چې په اړه یې جدي ګامونه واخلي او خپل ځان ډاډه کړئ.

دغه سرطان په ډېرې چټکۍ سره وده کوي، خو له بده مرغه تر اوسه جوته نه ده چې په افغانستان کې څومره کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. او څومره کسان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي. خو اوس نړیوال راپورونه وایي، چې د دې ناروغۍ درملنه یو څه اسانه شوې ده.

د دې سرطان پر وخت تشخیص او د خلکو پوهاوی په دې برخه کې اړین دی او کولی شي چې د دې ناروغۍ سلنه ډېره راکمه کړي.

نښې نیښانې:

 لاندې نښې نیښانې جدي ونیسئ او په اړه یې جدي ګامونه پورته کړئ.

په غوږ کې تمرو او یا هم زخم

په غوږ کې درد

په یوه او یا دواړو غوږو کې یو دول غږ (ترنګ) اورېدل

د غوږ خونرېزي او یا هم ترشحات

په سم ډول د اواز نه اورېدل

د مغزو ستونزه

سر دردي

 او داسي نور…

ډولونه:

د غوږ د خارجي څانګې سرطان

د غوږو مجراي سرطان، چې د د غوږو په مجرای یا بهرنۍ برخه کې لیدل کېږي.

د غوږ د منځنۍ برخې سرطان

او د غوږو د داخلي برخې سرطان

‏Basal cell cancer, Melanoma, Adenoid cystic, Adenocarcinoma

تشخيص:

كه چيرې اړونده ډاكتر د غوږو د سرطان پر ځینو نښو شکي شي، نو كيدای شي چې د تثبيت لپاره لاندې معاينات ترسره كړي:

بيوپسي

ام. آر. اي

سي. ټي .سكن

او د اړتیا پر مهال داسې نور معاینات.

 درملنه:

درملنه یې د ناروغ د حالت او د تومور د اندازې او ځاي پورې اړه لري. كه په لومړنيوحالاتو يا مراحلو كې تشخيص شي نو درملنه يي هم ښه ترسره کېدای شي. دغه ناروغي د جراحۍ، راديو تراپۍ او كميوتراپۍ په مرسته كنټرولېداي شي.

مخنوی:

د روغتيا ځینې كارپوهان د سبزۍ، ميوو او غلو دانو ډېر كارول، د دخانياتو نه استعمال، په متواتر او منظم ډول ورزش كول او پر وخت د بدن طبي چك کول اړین موارد بولي، چې هېواد وال باید ورته جدي پام کړي، تر څو له ګڼو ناروغیو څخه یې ځان ژغورلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب