دوشنبه, مې 20, 2024
Homeروغتیاد سترگو سرطان Eye Neoplasm

د سترگو سرطان Eye Neoplasm

ليكوال: دوكتور جاويد ساپی د سرطاني ناروغيو لومړنی افغان متخصص

سترګې د خدای پاک يو ستر نعمت دی. ډېری خلک لا هم سترګو سرطان ته كمه پاملرنه كوي. بهتره خبره ده چې د بدن دې مهم اورگان ته ځانګړې پاملرنه وشي او د سم ساتلو لپاره یې اړین تدابیر ونه نیول شي. له نیکه مرغه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د سترګو د سرطان کچه دومره زیاته نه ده. لږ تر لږه په ١ ميليونو كسانو كې یوازې ٢١ كسه كيدای شي چي پر دې ناروغۍ اخته شي. كه چيرې د سترگو سرطان پر وخت تشخيص شي نو پرته له کومې ستونزې په ډېرې اسانۍ سره درملنه کېدای شي. خو که ناروغۍ پر مختللې شي، بیا یې درملنه یو څه ستونزمنه کېږي. که د سترګو د سرطان نښې نیښانې بې ارزښته وګڼل شي، هغه ده چې د دې ناروغۍ درملنه ستونزمنېږي.
دغه سرطان په ډېرې چټکۍ سره وده کوي، خو له بده مرغه تر اوسه جوته نه ده چې په افغانستان کې څومره کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. او څومره کسان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي. خو اوس نړیوال راپورونه وایي، چې د دې ناروغۍ درملنه یو څه اسانه شوې ده.
د دې سرطان پر وخت تشخیص او د خلکو پوهاوی په دې برخه کې اړین دی او کولی شي چې د دې ناروغۍ سلنه ډېره راکمه کړي.هغه كسان چې په سترگو كې خالونه لري نو بايد په متواتر ډول د متخصص ډاكتر په مشوري سره د سترگو چك اپ ترسره او ځان ډاډه کړي. پر دې ناروغۍ د تور پوسته کسانو په پرتله سپین پوستي ډېر اخته کېدای شي.

علتونه:
د لمر د وړانګو مخامخ لګېدل
په سترگو كې خالونه
د بنفش ماورا شعاګانې
په ماشومانو كې ارثي عوامل

نښې نیښانې:
ځینې كسان كيدای شي چې په لومړیو مراحلو كې كومې خاصې نښې نیښانې ونه لري، لاندې مواردو ته بايد جدي پاملرنه وشي.
له درد پرته د ديد كميدل
د کتو پر وخت د سیوري مزاحمت
د ليدو پر وخت كي د سترگو تیاره تیاره کېدل
د سترگو په ديد كي ستونزه
د سترگو د فشار لوړيدل
او داسي نور…

ډولونه:
په ماشومانو كې شايعترين سرطان د رتينوبلاستوما په نوم ياديږي. د سترگو شايعترين تومور د ملانوم يا ملانوما په نوم ياديږي، چي په لوړ عمر انسانانو کې پیدا کېږي.

څوک د سترګو پر سرطان ډېر اخته کېدای شي:
په ۵۰ کلنۍ کې د دې ناروغۍ چانس زیاتېږي
هغه كسان چې روښانه سترګې لري.
هغه كسان چې ورزش نه کوي او سم خواړه نه خوري
او داسې نور عوامل كيدای شي چې انسانان د مرگ سره مخ كړي.

تشخيص:
كه چيرې اړونده ډاكتر د سترگې سرطان ځینې پر ځینو نښو شکي شي، نو كيدای شي چې د تثبيت لپاره لاندې معاينات ترسره كړي:
بيوپسي
سونوگرافي
سي. تي. سكن
او له اړتیا سره سم داسې نور معاینات.

درملنه:
درملنه یې د ناروغ د حالت او د تومور د اندازې او ځاي پورې اړه لري. كه په لومړنيوحالاتو يا مراحلو كې تشخيص شي نو درملنه يي هم ښه ترسره کېدای شي. دغه ناروغي د جراحۍ، راديو تراپۍ او كميوتراپۍ په مرسته كنټرولېداي شي.

مخنوی:
په گرمۍ كې د عينكو كارول او د خاور او نورو مضرو شیانو څخه د سترګو ساتل او په سترگو كې د ستونزو د پيدا كيدو سره سم اړوند متخصص ډاكتر ته باید مراجعه وشي. د روغتيا ځینې كارپوهان د سبزۍ، ميوو او غلو دانو ډېر كارول، د دخانياتو نه استعمال، په متواتر او منظم ډول ورزش كول او پر وخت د بدن طبي چك کول اړین موارد بولي، چې هېواد وال باید ورته جدي پام کړي، تر څو له ګڼو ناروغیو څخه یې ځان ژغورلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب