جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ادبیاتو محصل ته | عبدالنافع همت

د ادبیاتو محصل ته | عبدالنافع همت

درس ته مه ځه درس کې څه دي؟

د ادب په نوم څه نه دي

تش د وخت ضايع کېده دي

ګټه نشته تله راتله دي

د جېبونو لوټېده دي

د زاړه چپټر لوسته دي

د مغزو خرابېده دي

خسته کن مخ ته کاته دي

درس ته مه ځه درس کې څه دي؟

————–

هلته کور د علم ړنګ دی

د یاګانو پر سر جنګ دی

یو وای دا بې ټکو یا ده

دا ناسمه دا خطا ده

بل وای دا یا خو اوږده ده

تا ليکلې اوس کږه

یو وای (سو) ليکل کره دی

معیاري دی او سره دی

بل وای دا ده لکۍ داره

د یاګانو ده سرداره

بل وای دا لکۍ يې پرې کړه

و معیار ته ځان نژدې کړه

د استاد چاړه په لاس کې

کله کښته کله پاس کې

د لکيو پرې کېده دي

درس ته مه ځه درس ته ځه دي

————–

درس اسان ازمون يې ګران دی

محصل وازه خوله حيران دی

وای څه وخت و او کوم کوم کال و

چې ځوان شوی خوشحال خان و

سر يې لڅ و او که پټ و

چې و جنګ لره روان و

د بوټو نمبر يې څو و

چې ډوب شوی سمندر کې

څه مهال او کوم ګودر کې

څو يې ښځې څو زامن وه

څو نري او څو يې پلن وه

کومه ښځه يې وه ځوانه

چې پر ده وه ډېره ګرانه

د ادب اړخ يې پرېږده

زما خبرو ته غوږ کښېږده

سوال به نه کړې اورېده دي

درس ته مه ځه درس کې څه دي؟

————-

یادوې به تعريفونه

نوم، نېټې او یا ځايونه

شل ګزي يې چپټرونه

————

د سوالو املا غلطه

خو جواب يې باید سم وي

و محصل ته به جوړ چم وي

محصلین باید توتیان شي

یا آسان شي د بګیو

سترګې پټې په څرمنو

او په خوله کې يې قیضه وي

د استاد خورجین به ګورې

ډک له څو زړو خبرو

څو غلا شوي نظريې دي

اوس ناچله دا سکې دي

خو استاد وايي دا ښه دي

درس ته مه ځه درس کې څه دي؟

————-

که پوهېږې دا ګناه ده

له استاد سره جفا ده

سوال کول خو بې شرمي ده

پټه خوله دي بهتري ده

استادان پېغمبران دي

دوی له ځانه څه نه وايي

جبرائیل يې ورته وايي

دوی د خدای له خوا ښاغلي

ګمراه قوم ته راغلي

دا يې ستره مدعا ده

(و ما ینطق الهوا) ده

ناکامي لویه بریا ده

و استاد لره روا ده

د محصل را پرځېده دي

درس ته مه ځه درس کې څه دي؟

————-

چې فارغ شې بیا به څه کړې

استادي به خاوري وکړې

استاد زوی یا د چا پلار وي

نور به څه د چا په کار وي

یا مېړونه یا ماينې وي

یا زومان یا باجه ګان وي

له پخوا سره خپلوان وي

یا يې تار د یارانې وي

یا يې ګډې هديرې وي

دا کدرونه دا يې مله دي

درس ته مه ځه درس کې څه دي؟

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    یاره همت عبدالنافع صاب! له خندا دې وژړولم!
    ګوره چې د ندیم مډیم په شان ، میرمنې او میړونه له (ژبو او ادبیاتو له پوهنځۍ ) پټاو! نکړې.
    بې له دې د ۳/۴ ولس زړونه ډک دي . نوی ۱۴۰۲ ل.کال راورسید لاکن د پوهنې او هایر ایجوکیشن( لا لوړو زده کړو) چارواکي په خواب زمستاني ویده دي او په همدې کې دي چې د رباني هنا خانې، او بلا وهلي بهټو او امثالهم ګډو وډو خبرو ته ځواب په کوم پنجکتاب کې پویدا او د ویاندانو په خولو ې خُلې پټې کړي >> ادبیات دې لپاره ضرور دي خصوصن ډپلوماټیک هغه او کره هغه ئ !
    په درناوۍ. /برسلز/ ۲۹حوت=۲۸ شو برات=د مارچ یا مارت ۲۰مه ۲۰۲۳م

  2. په قلم دې برکت شه همت صیب، په څومره هنري شکل دې یوازې د لوړو زده کړو نه بلکې د ټول تعليمي سیسټم تیاره او شرمېدلې برخه په ښه شکل بیان کړې.

    له بده مرغه ستاسې د نظم ټولې برخې کټ مټ رښتیا دي. ترڅو چې د ښوونې او روزنې سیسټم او هم د لوړو زده کړو چاپیریال په علمي او وطني مینه سمبال نه شي، نو ښکاره ده چې په وطن کې استعدادونه ضایع کېږي. د خواشینۍ ځای دا دی، چې په دې برخه کې له اوسنیو واکمنانو څخه د اصلاحاتو د راتګ هیله په ويښه د خوب لیده دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب