چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونههند کې د افغانې نجلۍ د سرو مډال ګټل؛ له زده کړو...

هند کې د افغانې نجلۍ د سرو مډال ګټل؛ له زده کړو محرومو نجونو ته یې ډالۍ کړ

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  د راضیه مرادي په نوم یوې افغانې نجلۍ، چې په هندوستان کې یې د ماسټرۍ زده کړې کولې، په دغه  هېواد کې د زده کړو پر مهال د سرو زرو مډال ګټلی دی.

دغې ۲۷ کلنې پېغلې نجلۍ ویلي، چې یاد شوی مډال له زده کړو محرومو افغان نجونو ته ډالۍ کوي.

راضیه د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې د یوه تحصیلي  بورس له لارې هندوستان ته د لوړو زده کړو لپاره لاړه او د عامه پالېسۍ په برخه کې یې د ماسټرۍ زده کړې پيل کړې.

مرادي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار د بندیز په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي: ((داسې احساس کوم چې دننه نړېدلې یم. هر هغه څه چې په ۱۹۹۰ کلونو کې شوي و، بیا تکراریږي. په هغه امید چې زه هند ته راغلې وم، هغه تباه شو. زه د ځان لپاره کومه روښانه آینده نشم لیدلی. نه پوهېږم چې زه به وکړی شم بېرته وطن ته لاړه شم او خپله کورنۍ وګورم او که نه. دا خیالونه همیش زما زړه خوري.))

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د میلیونونه افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د زده کړو دروازې او د ښځو پر وړاندې دروازې تړل شوي دي.

دا ګام په پراخه کچه د خلکو او نړیوالو مخالفتونو سره مخامخ شوی او د طالبانو د رژیم د منزوي کیدو سبب شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب