جمعه, اپریل 26, 2024
Home+پټان فلم به د مارچ په 22 په امازون پرایم کې خپور...

پټان فلم به د مارچ په 22 په امازون پرایم کې خپور شي

داودجبارخیل
د بالیووډ د پاچا شاه رخ خان فلم “پټان” سږکال خپور شو چې په باکس آفس کې له تاریخي بریا ترلاسه کولو وروسته د آنلاین سټریمینګ پلیټ فارمونو له لارې بلاک بسټر کیدو ته چمتو دی.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، د شاهرخ خان او ډیپیکا پاډوکون فلم پټان به د مارچ په 22 په امازون پرایم کې خپور شي.
د فلم ډایریکټر سیدارت آنند وايي چې په آنلاین خپریدو کې به هغه صحنې هم شاملې وي چې د تیاتر د خپریدو پر مهال سانسور شوې وې.
مینه وال به په امازون پرایم کې د پټان په خپرېدو کې د بونس صحنې هم وګوري.
 سیدارت آنند یادونه وکړه چې د اصلي کرکټرونو شالید او مذهبي صحنې هم په آنلاین فلم کې شاملې دي.
دی وايي لکه یوه صحنه کې چې روبینا (ډیپیکا پاډوکون) له پټان (شاه رخ خان) پوښتنه کوي چې ته مسلمان یې؟ چې هغه ورته وايي چې ما د افغانستان په کلي کې د ماشومانو ژوند وژغوره چې نوم مې پرې ایښی دی.
له ګالتا پلس رسنۍ سره په خبرو کې، سدھارت آنند وايي، “نو حقیقت دا دی چې هغه (پټان) هیڅ نوم نه لري او د نورنګ په نوم په یوه تیاتر کې موندل شوی و. دا له فلم څخه ایډیټ شوی مګر تاسو شاید دا په OTT کې هم  وګورئ.
ډایریکټر څرګنده کړه چې هغه له سلمان خان څخه وغوښتل چې په پټان کې د اورګاډي صحنې پر مهال د 1995 فلم “کرن ارجن” صحنه تکرار کړي.
له بلې خوا دغه فلم د جمعې تر ورځې پورې په ټول هند کې ۵۴۰ کروړه روپۍ ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب