جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد ایران او سعودي پخلاینه؛ ابراهیم رئیسي سعودي ته سفر کوي

د ایران او سعودي پخلاینه؛ ابراهیم رئیسي سعودي ته سفر کوي

تاند:( دوشبنه، د کب ۲۹)  د ایران حکومت ویلي چې سعودي عربستان د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي ته په یوه رسمي لیک کې ریاض ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د ایران د جمهوري ریاست یوه مقام محمد جمشيدي وويل: جمهور رييس رياض ته په رسمي سفرکې دسعودي عربستان دپاچا د بلنې په هرکلي سره ددواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو دپياوړتيا لپاره د ايران پر چمتووالي ټينګار وکړ .

سعودي عربستان او ايران د مارچ په لسمه نېټه اعلان وکړ چې له اوو کلونو کړکېچ وروسته يې د چين په منځګړيتوب د اړيکو د بېرته ټينګولو موافقه وکړه.

ریاض په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې ایراني اعتراض کوونکو په دغه هېواد کې د سعودي پر ډیپلوماټیک ماموریت برید وکړ. تر دې مخکې سعودي عربستان یو شیعه مشر اعدام کړی و.

ایران او سعودي عربستان د منځني ختیځ په ډېرو شخړو کې د ښکېلو خواوو ملاتړ کوي. د یمن په جګړه کې ایران د حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ملاتړ کوي. سربیره پردې، دواړه لوري په عراق، لبنان او سوریه کې د نفوذ لپاره سیالي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب