Homeخبرونهبل ګېټس: د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه د میلیاردونو انسانانو ژوند ګواښلی...

بل ګېټس: د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه د میلیاردونو انسانانو ژوند ګواښلی شي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د مایکروسافټ شریک بنسټګر بل ګېټس د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د احتمالي ناوړه کارونې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ټکنالوژي کېدای شي د انسانانو لپاره خورا خطرناکه شي.

د ګېټس په وینا، مصنوعي ځیرکتیا دومره پیاوړې شوې چې ناسمه کارونه یې د داسې ویجاړوونکو پېښو سبب کېدای شي چې په پایله کې یې تر یو میلیارد پورې انسانان ووژل شي.

هغه ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه نړۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ کوي او که دا ټکنالوژي له کنټروله ووځي، پایلې به یې ډېرې ویجاړوونکې وي.

د مایکروسافټ شریک بنسټګر له حکومتونو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د زیاتېدونکو ګواښونو د مخنیوي لپاره په ګډه اغېزمن ګامونه واخلي او تر هغې مخکې چې دا ټکنالوژي له کنټروله ووځي، د هغې د کارونې د خوندیتوب لپاره لازمې لارې چارې وسنجوي.

ګېټس ټینګار کړی چې مصنوعي ځیرکتیا ګڼې ګټې لري، خو ناسمه کارونه یې انسانانو ته د پراخ زیان د رسېدو خطر هم پېښوي. د هغه په وینا، په نړیواله کچه د دې ټکنالوژۍ مسوولانه کارونه او اغېزمنه څارنه لازمه ده.

هغه ویلي، حکومتونه باید د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي ګواښونو پر وړاندې ګډه تګلاره خپله کړي، څو د انسانانو پر ضد د د دې پیاوړې ټکنالوژۍ د کارولو مخه ونیول شي.

بل ګېټس ویلي، هېڅوک باید داسې ونه انګېري چې یوازې د ټکنالوژۍ د صنعت پر ځان‌څارنه کافي ده. د هغه په باور قانون جوړووړنکي باید د ټکنالوژۍ پر شرکتونو ځینې اضافي مسوولیتونه تحمیل کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه بحثونه داسې مهال تاوده شوي چې په وروستیو اوونیو کې د سایبري امنیت څو مهمې پېښې رامنځته شوې دي. دغو پېښو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د اوپن‌اې‌آی او انتروپیک په څېر شرکتونه پر خپلو پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو بشپړ کنټرول لري که نه.

د راپور له مخې، په روانه اوونۍ کې څرګنده شوه چې د اوپن‌اې‌آی یوه سیستم د اسټرالیا د یوه دولتي روغتیايي بنسټ وېبپاڼه هک کړې وه. ویل شوي چې دغه شرکت د څو میاشتو لپاره د پېښې په اړه د اسټرالیا حکومت ته خبر نه و ورکړی. د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانیز دا وضعیت په څرګنده توګه د نه منلو بللی دی.

په همدې میاشت کې د مصنوعي ځیرکتیا شرکت انتروپیک ویلي چې د یمن وسله‌والو، چې د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان بلل کېږي، هڅه کړې د دغه شرکت له «کلاډ» ماډل څخه د بالستیک توغندیو لپاره د لارښوونې، کنټرول او تګ‌موندنې سافټویر په جوړولو کې کار واخلي.

د مصنوعي ځیرکتیا د ناوړه کارونې په اړه پر اندېښنو سربېره، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې ټکنالوژۍ پر سختو دولتي محدودیتونو نیوکې کړې دي. ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه اندېښنې «بې‌بنسټه شور» بللی او د دې ټکنالوژۍ د کنټرول لپاره یې نړیوالې هڅې هم غندلې دي.

بل لور ته، د اوپن‌اې‌آی مشر سیم الټمن او د انتروپیک مشر داریو امودي د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې له امریکا غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب د معیارونو د ټاکلو لپاره د یوه نړیوال ائتلاف مشري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...