یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهننداره/ اجمل پسرلی

ننداره/ اجمل پسرلی

د انځورونو په نندارتون کې یوې خواته ایستلي رسمونه کتار و، بل لور ته رسامانو نوي انځورونه ایستل. یوه ډله ځوانان تر یوه پاخه رسام راګرځیدلي وو.

رسام تر سپینو ببرو وروځو لاندې دوی ته ځير و، یوه ورته ویل:

« استاده نویو رسمونو ته دې انتظار یوو»

رسام د مزریو خولۍ له خپلو ویښتو لږ پورته کړه، سپینې ببرې څڼې یې وګیرولې:

-چې نوی تصویر ذهن ته لار ونه کړي په پخوانیو به شخوند نه وهو

-ستاسو هرڅه موږ ته نوي دي

-یو څه خو مې په ذهن کې راګرځي

ځوانانو د تختې مخه ورته راوګرځوله یوه پنسل ورمخته کړ. رسام پنسل جګ ونیو، د پنسل نوک یې پر بټه ګوته ټینګ کړ. د تختې پر سر لویه سپینه کاغذي پاڼه یې واړوله، شاته یې پر بل سپين کاغذ یوه کرښه کش کړه، شونډې یې بوڅې کړې. لکه جوړه کړې کرښه چې بیرته ړنګوي، تیرې بیرې کرښې یې پر پنسل وایستې، څو ګامه شاته ودرید. پنسل یې ورسره نژدې ځوان ته ونیو. هغه په پټه خوله پنسل ترې واخیست دوه موازي کرښې یې جوړې کړې، رسام واه واه وکړ. سګریټ یې پر شونډو لوند کړ چې اورلګید یې لګاوه ، یوه ځوان لایټر د ده سګریټ ته ونیو.

رسام د سګریټ لوګی د رسم لور ته پوف کړ، شاوخوا ځوانانو د نوي رسام رسم ته چک چکې وکړې. یوه ډله نندارچیان تر نوي رسام راچاپيره شول، مشر انځورګر د تختې شاته پر بوټ پر څکولي سګریټ وخوت.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب