پنجشنبه, مې 9, 2024
HomeکلتورPop no in له وطن سره مينه/ عشق با وطن-...

Pop no in له وطن سره مينه/ عشق با وطن- مشاعره

 دوکتور بادام شفق

د٢٠١٩ ز كال د جون د میاشتې په دوه یشتمه (۲۲ مه) نیټه، د ‌‌‌‌‌‌ډنمارک هېـواد د آغوس په ښار کې «د افغانانو د یووالې او پيوستون فرهنګي مرکز» له خوا،  د دې مرکز د جوړیدو د شپـږمې کلیزې په ویاړ «له وطن سره مينه / عشق با وطن» تر سرلیک لاندې یوه درنه مشاعره جوړه شوی وه.

د ‌‌‌‌‌‌ډنمارک هېـواد د آغوس په ښارکې «د افغانانو د یووالي او پيوستون فرهنګي مرکز» شپـږ کاله پخوا (د ٢٠١٣  ز كال د جون په میاشت کې) د یو شمیر پر خپل هېواد، فرهنگ او خلکو مینو افغانانو له خوا جوړ او په فعالیت یي پيل وکړ.

په دې مرکز کې راټول شوي افغانان عقیده لري چې د افغانانو د ټولو بدبختیو لامل، د افغانانو ترمنځ نفاق دی، چې د وطن د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا ورته لمن وهل کیـږي. د وطن خارجي دښمنان  خصوصاً د پاکستان، ایران او روسیې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې قومي، ژبني، سیاسي اومذهبي  اختلافاتو ته پکی وهي او نه پریـږدي چې افغانان یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي. همدارنګه یو شمیرسیاسیونو له ځانونو څخه قومي ټيکه داران جوړ کړیدي او قدرت ته د رسیدلو او يا د قدرت د ساتلو په خاطر، قومي او ژبني تعصب ته د لمن وهلو له لاري افغان ورونه قومونه یو د بل پر ضد استعمالوي.

دي فرهنګي مرکزکې  راټول شوي افغانان عقیده لري چې ټول هغه قومونه چې په افغانستان کې ژوند کوي يو له بل سره ورونه دي او یو افغان په بل افغان بهتري او کمتري نلري. فرهنګي مرکزعقیده لري که ټول افغانان پخپلو منځو کې اتفاق ولري، هم په وطن کې سوله راځي او هم د وطن پرمختګ او ښيرازۍ ته لاره آواریـږي.

له دې کبله د‌‌‌‌‌‌ ډنمارک هیوا د د آغوس په ښار کې «د افغانانو د یووالې او پيوستون فرهنګي مرکز»، د افغانانو د یووالي په خاطر هاند او هڅي خپله وظيفه بولي. لدې سربېره فرهنګي مرکز د خپل اصیل افغاني ملي کلتور د ساتلو، غنا  او راتلونکو نسلونو ته د هغه د سالم انتقال او د ملي افتخاراتو د ساتلو او معرفي کولو، لپاره صادقانه او جدي کار اوهلې ځلې کوي.

د همدې موخو د سرته رسولو او «د افغانانو د یووالې او پيوستون فرهنګي مرکز» د شپـږمې کلیزې د لا شانداره لمانځلو په پلمه د دې مرکز په کوربه توب یوه شانداره مشاعره «له وطن سره مینه یا عشق با وطن» تر نامه لاندې جوړه شوې وه چې د هېواد گڼشمیر فرهنگیانو او شاعرانو گډون پکې کړی و.

د مشاعرې د ویندویۍ  چارې میرمن حمیده ندیم، او غرزي پردیسیار ته ور له غاړې وې. محفل د ښاغلي الحاج رحیم الدین حقمل لخوا د قرآنکریم د څو آياتونو په لوستلو او ملي سرود په غږولو سره د ورځې په څلورو بجو پيل شوه .

له هغه وروسته «د افغانانو د یووالې او پيوستون فرهنګي مرکز» رئيس او بنسټ ایښودونکي ‌‌‌‌‌‌ډاکتر بادام شفق پخپله پرانستونکې وینا کې مشاعرې ته راغلو، شاعرانو، آدیبانو او میلمنو ته ښه راغلاست ووایه. د فرهنګې مرکز اهداف یي توضیح کړل او د داسې غونډ‌‌‌و او مشاعرو د جوړولو پر ارزښت یي رڼا واچوله.

بیا د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهندوي محمد آصف بهاند د شعر په مختلفو اشکالو، د افغانستان د اوسني شعر پر بهیر، پر ټولنې باندې د شعر اغېـز، د بېلگو په وړاندي کولوسره، د مشاعرې برخه والو ته په زړه پوري معلومات وړاندې کړل .

له هغه وروسته  لاندې ښاغلو او آغلو شاعرانو، آدېبانو او پوهانو په پښتو او دري ژبو باندې خپل ښکلي او زړه راښکونکي شعرونه حاضرینو ته واورول، چې د مشاعري برخه والو په اوږدو چکچکو سره بدرګه  کول.

ــ د كابل پولیتخنیک پخواني استاد پوهنمل حاجي محمد نوزادي،

ــ د دري ژبي نومیالي شاعر او آدیب ښاغلی قدیر عارف یوسفي،

ــ د پښتو ژبي نومیالی شاعر او آدیب ښاغلی محمد صدیق ننګ،

ــ د دري ژبي تکړه شاعر، لیکوال او فرهنګي شخصیت ښاغلی فضل حق ملکزاده،

ــ د پښتو ژبي مشهور شاعر او لیکوال ښاغلي محمد صفر خواریکښ،

ــ د دري ژبي د نومیالۍ شاعرې او آدیبی او د‌‌‌‌‌‌ ډنمارک هیواد د وایلې په ښار کې د ښځو د انجمن د مشري محترمې ملالۍ شبنم شعر د هغې د مرستیالې محترمې فریبا هاشمي لخوا،

ــ په آغوس کې د افغانانو د یووالې او پيوستون د فرهنګي مرکز مرستیال لیکوال، سیاسي او فرهنګپال شخصیت ښاغلي آمان الله صلحدوست،

ــ د پښتو ژبی نومیالې شاعر انجنیرو دیر صافي،

ــ د فرهنګي مرکز د رئيس مرستیاله، تکړه نطاقه او دکلیماتوره محترمه حمیده  ندیم،

ــ تکړه لیکوال، شاعر ، آدیب او فرهنګپال شخصیت ښاغلي شاه ولي آرین،

ــ تکړه شاعره، لیکواله ، فرهنګپاله او په آغوس کې د افغانانو د یووالې او پيوستون د فرهنګې مرکز د ښځو د چارومسؤله محترمه ماهجبین احراري،

ــ تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی عمربورا  زماني،

ــ تکړه نطاقه او دکلیماتوره محترمه سپوږمۍ سلیمانخیل،

ــ تکړه شاعر ‌‌‌‌‌‌ښاغلی ډاکتر غلام نبي ملکزی،

ــ ځوان تکړه شاعر سیلاب آهنګر،

ــ تكړه شاعر، نطاق او فرهنګې شخصیت او د افغانانو د یووالې او پيوستون د فرهنګي مرکز د کلتوري چارومسؤل ښاغلی غرزی پردیسیار،

ــ نومیالی شاعر، آدیب او فرهنګي شخصیت ښاغلی عبدالمالک بیکسیار.

د مشاعري د لومړۍ برخي په پای کې څلورو فرهنګي شخصیتونو هر یو:

ــ ښاغلې پوهندوی محمد آصف بهاند،

ــ محترم قدیر عارف یوسفي،

ــ ښاغلي عبدالمالک بیکسیار،

ــ محترمې ملالۍ شبنم ته،

د هغوې د گټورو خدمتونو د ستایلو په پار، د فرهنګي مرکز د رئيس  ‌‌‌‌‌‌ډاکتر بادام سفق لخوا ستاینلیکونه او د ګلو ګېډ‌ۍ ورکړل شوې.

د محفل د لومړۍ برخي  د پای ته رسیدو او د ماښام ‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ تر خوړلو وروسته، د ځوان او طلائي حنجرې خاوند سندرغاړي ښاغلي بصیر آروین  پوپل په ‌‌‌‌‌‌ډير خواږه او سحرانګیزه سندریز آواز کې، ‌‌‌‌‌‌ډير په زړه پوري کنسرت اجرا شو چې د مشاعري او کنسرت د برخه والو د ‌‌‌‌‌‌ډيرې دلچسپۍ، علاقه مندۍ او ستاینې وړ وګرځيده او په پرلپسې چکچکو سره بدرګه شو. د کنسرت په لړ کې د تکړه سندرغاړي ښاغلې همایون ساحل او تکړه طبله غږونکي  ښاغلي بهیر لخوا  د ښاغلي بصیر آروین سره تخنیکي همکاري او مرسته  کیدله.

محفل د شپي په١٢ بجو هنرمندانو ته د ګلو د ګلونو د گېډیو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب