سېر: د وزن واحد، نصيب، برخه، موړ (اوبه کېدل). لکه سېراب: تر اوبو لاندي ځمکه، اوبه شوې ځمکه.
څېر: غوندي، په شان، په ډول… (څېر) د تشبيه په اداتو کي راځي او په تشبيه کي کارېږي.
دواړه يوه- يوه څپه لري.
فقط په (س او څ) بېلېږي.
په پښتو کي په لهجوي شکل (څ) په (س) تلفظېږي.
لکه: (څوک) په (سوک) او (څټ) په (سټ) وايي، خو دلته (سېر) د (څېر) لهجوي تلفظ نه دی، په ليکنه کي ئې بايد توپير وشي.
عطايي ملا:
وخت باچا شان ته روان دی، ژوند مجبور اسير غلام دی
زه يم ناست تلم کلونه، ښادي پاو خېژي غم سېر وي
حمزه بابا:
ښکليه ستا د ديدن تږی شو لا تږی
څه تاثير د دې اوبو دی، چي پرې سېر شول
ګل عزيز کامه وال:
ارمانونه تږي، تږي جل وهلي دي صنمه
تشنه لب به څنګه سېر شي، په هد دم په هر قدم کي
اندېش شمس القمر:
زه د پسرلي د باد په څېر شومه
ګل ته مي سلام وکړ او تېر شومه