جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د انسان تعریف| رحمت شاه فراز

د انسان تعریف| رحمت شاه فراز

زما په نزد د انسان تعريف دا دی، چې انسان يو کوشش کوونکی مخلوق دی. انسان تل له کمتري نه د برتري په لور، له کهتري نه د بهتري په لور، له بد پرون نه د ښې سبا په لور او د جمشيد رسا په اصطلاح له «منِ موجود» نه د «منِ مطلوب» په لور روان او ګړندی مسافر دی.
هغه څوک چې ځان ولي الله نه ويني او په همدې دليل د اولياوو د مقام يو کار ته زړه نه ښه کوي، ممکن د انسان دغه تعریف ورسره ډېره مرسته وکړي، چې که څه هم ولي الله نه‌ يم، خو په دې مسير کې هڅه او کوشش کولی شم او زما د انساني سعي مخه هېڅ شي هم نه ده نيولې.
د انسان دغه تعريف ماته د قرآن کریم له هغه ايت نه ذهن ته راغی، چې هر انسان تر خپلې وسې پړ دی. خو د «خپلې وسې» حد يوازې د کوشش په زرکاڼي معلوموی شو. يانې موږ چې هڅه وکړو، نو هله پوهېدی شو، چې زموږ وس تر کومه حده پورې دی او ناوسې مو له کومې کرښې پيلېږي. په پنجره کې د بند مرغه د وروستي الوت سترګې يوازې د پنجرې په سيخانو لګېږي، خو شاهين او عقاب په غرونو کې اشيانې لري او وروستی نظر يې تر ستورو هم اخواته تېری کوي.
انسان د کوشش کوونکي په خوا کې مترقي مخلوق هم دی، خو ترقي مرحله په مرحله د کوشش او هلو ځلو دوهم نوم دی. انسان زوال هم ويني، خو زوال د کوشش او هڅې د پرېښودو دوهم نوم دی. انسان ناطق مخلوق دی، نطق د انسان ژبنی کوشش دی. انسان ټولنيز مخلوق دی، خو ټولنيزو ژوند تعامل او تقابل غواړي او دا دواړه د کوشش مقتضي دي. د ارسطو په نزد، انسان سياسي مخلوق دی. او سياست خو هسې هم هلې ځلې او کشمکش دی. حاجت به بيان ندارد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب