جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېره اونۍ پر رېللار ۱۱۷زره مټریک ټنه صادرات او واردات شوي

تېره اونۍ پر رېللار ۱۱۷زره مټریک ټنه صادرات او واردات شوي

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۱مه) د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې تېره اونۍ یې د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۷زره او ۷۶۸ټنه توکي صادر او وارد کړي دي.

دغه وزارت وایي، د حیرتان بندر له لارې څه باندې ۸۰زره ټنه، پر اقینې ۴۷زره او پر تورغونډۍ ۱۶زره ټنه توکي یې صادر او وارد کړي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون یکشنبه ناوخته ویلي چې، په یاده اندازه کې ۲۶۶ټنه صادرات او پاتې ۱۱۷ زره او ۵۰۲ مټریک ټنه واردات شامل دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د راکړې ورکړې پروسه په پراخېدو ده او د نظر خاوندان دا چاره د ځان بسیاینې لپاره هیله بښونکې بولي.

دوی وایي که طالبان د وارداتو پر ځای داخلي تولیدات پياوړي او صادرات زیات کړي نو تر یوه بریده به په کور د ننه د بیکارۍ کچه راټيټه او کاري فرصتونه زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب