جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهنن دویمه ورځ ده چې د تورخم په ګډون له پاکستان سره...

نن دویمه ورځ ده چې د تورخم په ګډون له پاکستان سره ټولې لارې تړلي

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۱مه)د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته نن دویمه ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅي لارې بندې دي.

ځينو سرچینو تاند ته ویلي چې،دواړه خواوو ته مساپر او سوداګریز بار وړونکي موټرونه بند پاتې دي.

دواړه لوري سوداګر هیله لري چې، د لارو د خلاصون لپاره به ژر دواړه لوري حکومتونه خبرې پيل او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

تر اوسه په حکومتي کچه د لارو د خلاصون په تړاو څه نه دي ویلی شوي، خو پاکستان تازه د خبرو اترو وړاندېز کړی دی څو د دواړو هېوادونو د روان کړکیچ پر حل په کې خبرې وکړي.

پاکستان د درنو مرګ ژوبلو له ګاللو وروسته له افغانستان سره د خبرو او دیپلوماسۍ غوښتنه وکړه.

پاکستان د درنو مرګ ژوبلو له ګاللو وروسته له افغانستان سره د خبرو او دیپلوماسۍ غوښتنه وکړه

پاکستاني لوري له افغانستان سره ټولې لارې وروسته له هغې وتړلې چې، وړمه شپه افغان لوري د هېواد په اوو ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني لوري سخت انتقامي بریدونه وکړل او دوی ته یې سخت زیانونه واړول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دغو بریدونو کې یې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي او تر ۳۰ زیات ټپيان کړي دي او دغه راز یې تر ۲۵ پوستې ترې نیولې دي چې وسلې یې هم د دوی لاسته لوېدلې دي.

1 COMMENT

  1. TALIBS MUST CLOSE PAKISTANI EMBASSY/KUNCES IN AFGHANISTAN/STOP ANY BUSINESS WITH PUNJAB,
    WE HAVE MANY DIFFERENCE CHOICE FOR AFGHANISTAN.
    IRAN/INDIA/TAJIK/UZBAK/ARMANISTAN/CHABAHR IS ACTIVE
    AFGHANS MUST STOP USING PAKISTANI FRUIT.VEGTABLE AND ALL FAKE PRODUCTS
    STOP ANY TRANSPORT TO MIDDLE ASIA.
    PAKISTAN IS SURROUND BY AFGHANISTAN AND INDIA
    ZENDAH BAAD AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب