جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران د یوه افغان په ګډون پنځه تنه اعدام کړي

ایران د یوه افغان په ګډون پنځه تنه اعدام کړي

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۱مه) ایران د یوه افغان په ګډون پنځه کسان اعدام کړي دي. د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې په اعدام شویو کسانو کې اعدام شوی افغان د نشه‌يي توکو د قاچاقو په جرم نیول شوی و او د ایران د عدلي او قضایي ادارو له‌خوا په اعدام محکوم شوی و.

یاد سازمان زیاتوي، چې تر دې مهاله د دغه افغان هویت نه‌دی څرګند شوی او د پېژندنې هڅې روانې دي.

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وایي د روان کال د سپټمبر په لومړیو میاشتو کې یې هم راپور ورکړی و، چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې لږترلږه ۵۹ افغانان اعدام شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران د بشري حقونو سازمان هم د سپټمبر په لومړیو کې اعلان وکړ، چې په روان کال کې د ایران د اعدامونو شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

د شمېرو له مخې؛ ایراني چارواکو په تېرو ۸ میاشتو کې لږترلږه ۸۶۴ کسان اعدام کړي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي و، چې د ایران حکومت د اعدام سزا لغوه کولو ډېر غوښتنلیکونه نه‌دي منلي.

نوموړي سازمان یو ځل بیا له ایرانه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د اعدامونو لړۍ ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب