تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د جرمني د دولتي پراختیايي بانک د یوې نوې څېړنې له مخې، دغه هېواد باید په راتلونکو دوو لسیزو کې کابو شپږ ټریلیون یورو، چې شاوخوا ۶.۷ ټریلیون ډالره کېږي، پانګونه وکړي، څو داسې اقتصاد ته ورسېږي چې د اقلیمي بدلون ته لمن ونه وهي.
دا اټکل «پروګنوس» څېړنیزې موسسې کړی دی. د څېړنې له مخې، په دې برخه کې اوسنۍ او له مخکې پلان شوې پانګونې باید تر دوه برابره ډېرې شي.
د څېړنې له مخې، د دغو لګښتونو ډېره برخه به د شرکتونو او مصرفوونکو پر غاړه وي او دولت به یې یوازې شاوخوا ۱۲ سلنه ورکړي.
خو د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۲مه، خپره شوې څېړنه ښيي چې د یادې ټولې اندازې یوازې نیمايي به له اقلیم سره د سمون لرونکي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره اضافي پانګونه وي. په بله وینا، که جرمني لا هم په تېلو، ګازو او سکرو ولاړو صنعتونو باندې تکیه وکړي، بیا به هم کابو درې ټریلیون یورو، یعنې شاوخوا ۳.۵ ټریلیون ډالره، لګښت وکړي.
د جرمني د قانوني هدفونو پر اساس، دا هېواد باید تر ۲۰۴۵ کال پورې د اقلیم له پلوه بېطرفۍ ته ورسېږي. دا په دې معنا ده چې په هېواد کې د شنو خونو د ګازونو د تولید او خپرېدو کچه باید له هغې اندازې زیاته نه وي چې طبیعي سرچینې یې جذبولی یا زېرمه کولی شي.
د څېړونکو د موندنو له مخې، د لازمو پانګونو ډېره برخه باید د جرمني د ترانسپورټ په برخه کې وشي او د برېښنايي وسایطو کارولو ته باید پراختیا ورکړل شي.
د جرمني د انرژۍ برخه هم د پام وړ پانګونې ته اړتیا لري، څو د دغه هېواد د برېښنا شبکه د باد او لمر په څېر د نوې کېدونکې انرژۍ له سرچینو څخه د تولید شوې برېښنا د ترلاسه کولو او لېږدولو وړتیا ومومي.
د جرمني د پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل حکومت په ۲۰۰۸ کال کې په جاپان کې له څونامي وروسته، چې د دغه هیواد (جاپان) اتومي برېښناکوټ ته یې زیان واړاوه، په خپل هیواد (جرمني) کې لمریزې انرژۍ ته پام زیات کړ او خلکو ته یې سبسیډي ومنله څو لمریزه انرژي زیاته وکاروي. خو لا هم دا هیواد هغه هدف ته دی رسېدلی چې د اقلیمي بدلون له مخنیوي سره لازمه مرسته وشي.