جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار زیتون به سږکال ۴۰ ټنه اچار بازار ته وړاندې کړي

د ننګرهار زیتون به سږکال ۴۰ ټنه اچار بازار ته وړاندې کړي

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۱مه) ننګرهار کې د زیتونو د اچارو د تولید پروسه پيل شوه  او د مسوولانو په وینا سږکال به د زیتون اچار د تېر کال په پرتله ۱۰ ټنه زیات وي.

د ننګرهار د کانال شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د اچارو تولید پروسه پرون یکشنبه پيل شول.

نوموړی وایي، تېر کال د ننګرهار زیتونو ۳۰ ټنه اچار بازار ته وړاندې کړي وو، خو په خبره یې سږکال به دغه تولید لس ټنه زیات  او ۴۰ ټنه اچار به تولید شي.

نوموړي لیکلي: «تېر کال د ننګرهار کانال شرکت له‌خوا ۳۰ ټنه زیتون اچار تولید شوی و، خو سږکال به د تولید اندازه تر پخوا ۱۰ ټنه زیاته وي،ټولټال به ۴۰ ټنه زیتون اچار تولید او د هېوادوالو خدمت ته به وړاندې شي.»

غریبمل وایي د زیتون اچار جوړولو عملي پروسه به ۱۰ ورځې دوام وکړي، او د بشپړ اچارو دتولید پروسه به شاوخوا ۴۰ ورځې وخت ونیسي.

دمالوماتو له مخې د ننګرهار کانال د تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې زیتون باغونه جوړ شوي و،خو د تېرو کلونو د جګړو له امله شاوخوا ۱۳۴۰ هکتاره زیتون باغونه له منځه تللي دي.

دننګرهار د زیتون فابریکې تولیدات، په ځانګړي ډول زیتون اچار او زیتون تېل، د هېواد دننه او بهر ډېر مینه‌وال لري او د بازارونو له‌خوا په تود هرکلي سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب