یکشنبه, نوومبر 16, 2025
Homeخبرونهډونالډ ترمپ: غواړم د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه حل کړم

ډونالډ ترمپ: غواړم د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه حل کړم

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۲۱مه)‏د امريکا د متحدو ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو وسلوالو نښتو په غبرګون کې ويلي چې دی غواړي دا جګړه هم حل کړي.

ټرمپ چې د غزې د سولې غونډې لپاره منځني ختيځ ته سفر کړی، په خپلو څرګندونو کې ويلي، اورېدلي یې دي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، چې د شخړو او جګړو د حل او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې ښه تجربه او مهارت لري  او د دغې جګړې د حل لپاره به ګامونه واخلي.

د تېرې شنبې په شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو په ترڅ کې دواړو خواوو ته درانه تلفات او زيانونه اوښتي دي.

طالبانو ويلي چې ۵۸ پاکستاني سرتېري يې وژلي، ۳۰ یې ټپیان کړي او شااوخوا شل پوستې يې نيولې او وسلې یې ترې ترلاسه کړې دي.

2 COMMENTS

  1. ترامپ غواړې په دې ډول چلند ول د نوبل جايزه وګټي ، خو موږ پوهیږو چی دا جګړه اصلي او واقعي جګړه نه بلکې زرګري او نوبلی جګړه ده.
    د اوسنۍ زمانې سره سم معاصر او حقیقي جګړه د روسیې او اوکراین او همدارنګه د اسراييلو او حماس تر منځ دی چی په لسګونو زره او حتی سلګونو زره پوځیان پکي وژل شوی دی، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه داسي ښکاري لکه د جرګانو او کرکانو جګړه.
    خو که په افغانستان کی د شهید داکتر نجیب الله حکومت په واک وای نو پاکستان هېڅکله دا جرات نه وائ کړئ د دیورند کرښي ته رانیږدې شی، د کابل ښار ته خو یی د امریکا او انګلیس په ملاتړ او ضمانت هم زړه نه ښه کول.

  2. په بښنې سره عرض کوم چي ترامپ خو خپله هم د ایران او اسراييل په جګړه کی ایران بمبار کړ، دا چي حق په جانب ؤو کنه، بله خبره ده خو بمبار یی وکړ.
    خو ترامپ د جګړو په ختمولو کی باید د روسیې او اوکراین خورا خونړۍ جګړې په ختمولو کی خپله وړتیا او اثر ثابت کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...