جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهرویټرز: پاکستان خپل ځواکونه تیارسی کړي

رویټرز: پاکستان خپل ځواکونه تیارسی کړي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) رویټرز خبري اژانس له پېښوره په ورکړي راپور کې وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د وړمې شپې له سختو نښتو وروسته، د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ د افغانستان سره پر ډیورند کرښه د تیارسي په حال کې و.

دغو نښتوته، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام هم ور واوښت، او هغه وويل چې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره به هڅه وکړي.

د دواړو ګاونډيانو تر منځ سوداګري هم درېدلې، ځکه پاکستان د ۲۶۰۰ کيلومتره (۱۶۰۰ میله) اوږدې کرښې لپه اوږدو کې د تګ‌راتګ ټولې لارې بندې کړي، چې له امله یې په مالونو بار ګڼ کانتینرونه د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې شول. دا خبره د پاکستان د صنعت يو استازی وکړه.

په دغو نښتو کې چې د شنبې پر شپه پيل شوې وې، لسګونه جنګیالي وژل شوي، او دا د دواړو هېوادونو تر منځ له ۲۰۲۱ کال وروسته تر ټولو خونړۍ شخړه بلل شوې ده. د دواړو لوريو تر منځ کړکېچ هغه مهال راپورته شو چې پاکستان په کابل او پکتیکا کې بمباري وکړه.

د پاکستان یوه امنيتي چارواکي رويټرز ته وويل:

«له شنبې راهيسې د افغان طالبانو له لوري له بې‌دلیله بريدونو وروسته د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.»

بل امنيتي چارواکي وويل، د يکشنبې په شپه د سپکو وسلو د ډزو څو پېښې شوي، خو عمومي وضعيت آرام و. د پاکستان د پوځ وياند تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند، عنایت‌الله خوارزمي، رويټرز ته وويل چې اوس پر کرښه «وضعیت عادي» دی، خو زيات جزئيات يې ور نه کړل. د پاکستان يوه حکومتي چارواکي وويل چې د تګ راتګ له بندېدو سره د سوداګرۍ اړوند ټول دولتي دفترونه هم تړل شوي دي.

د پاکستان – افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت د خونې مرستیال، ضياالحق سرحدي، وويل:

« د کانتينرونو او لاریو په ګډون بار شوي موټرونه، دواړو خواوو ته بند پاتې دي. دا موټر تازه مېوې، سبزيجات، وارداتي او صادراتي توکي او د ترانزيټ مالونه انتقالوي، او دا وضعيت دواړو هېوادونو او سوداګرو ته د ميليونو روپيو زيانونه اړوي.»

دې جګړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام هم ځان ته اړولی دی. هغه وويل:

«ما واورېدل چې اوس د پاکستان او افغانستان تر منځ جګړه روانه ده. ما وويل، بايد انتظار وباسم تر څو بېرته راشم. تاسو پوهېږئ، زه بلې جګړې ته هم رسېدلی يم، ځکه زه د جګړو د ختمولو او سولې د راوستلو مهارت لرم.»

د پاکستان پوځ ويلي چې د تېرې اوونۍ په نښتو کې د دوی ۲۳ سرتېري وژل شوي دي، خو طالبانو ويلي چې د دوی ۹ جنګیالي وژل شوي دي.

خو دواړو لوريو یو بل ته د ډېرو تلفاتو د اړولو دعوه کړې ده.

کابل د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د قطر او سعودي عربستان د منځګړيتوب په غوښتنه يې بريدونه درولي دي.

په داسي حال کې چې پاګستان د افغانستان د بلې حملې له ویرې خپل ځواکونه تیارسی کړي، د افغانستان دفاع وزارت هم کرښې ته ګڼ شمېر ټانکونه او نورې درنې وسلې انتقال کړي دي.

د افغانستان له لوري د کابل او برمل د حملو په ځواب کې د پاکستان پر ګڼو پوستو د بریدونو هدف ظاهراً دا و چې نور پاکستان ته دا پیغام ورکړي چې د افغانستان پر خاوره بریدونه نور بې ځوابه نه پاتې کېږي.

ښايي، دا بریدونه د دې سبب شي چې پاکستان د پخوا په شان په ډاډه زړه پر افغانستان برید ته زړه ښه نه کړي.

2 COMMENTS

  1. ددې نه معلومیږي چې پاکستان یو بې ایمانه او بیغیرته مملکت دی. دا څومره د شرم ځای دی چې ددومره پوځ سره چې وایي د یو میلیون اوښتی او د اسلامي نړۍ تر ټولو قوي پوځ دی مګر د یو ضعیف، جنګځپلي او کمزوري هیواد افغانستان په مقابل کې خپل پوځ ته د تیارسۍ امر کوي. اوس څرګندیږي چې دوی د افغانانو د زور هم ندي او دغو د یوې شپې حملو یې مورال دومره کمزوری کړی چې د ویرې تاویزو ته اړتیا لري. دا خو جوته ده که افغانانو عزم وکړ پدې هیڅ قوت هم کولی شي پاکستان تر بهره وزغلوي. که یو ځل افغان ملت د اوسني رژیم سره ملا وتړله او ړر هۍ کړل نو بیا مو الله مل شه. مونږ خو د بایللو هیڅ نلرو مګر تاسو ته به هم بیا هیڅ پاتې نشي.

  2. زه حیران یم سي تور دجال پاکستان د افغان جګړې سي نیمه پیړۍ روانه وه هیڅ پند وانه اخیستل. توره دجاله ! دا خلک مه پاروه په چور کړو وسلو او الوتکو مه ویاړه. دا افغانان دي دوی د خاورې ددفاع لپاره یوه روح یو وجود دي . تر اټکه ها خوا به د یوه توپک وځغلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب