تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پښتونخوا کې د منتخب حکومت د لیرې کولو او بېړني حالت د اعلان په تړاو غبرګون وښود او پر خپل ایکسپاڼه یې خبرداری ورکړ چې د منتخب حکومت پرزول به جدي او ناوړه پایلې ولري چې په کې د سیمې د خلکو بېګانه کېدل او د امنیتي وضعیت خرابېدل شامل دي.
خلیلزاد وویل، دا سیاسي تشه به د پاکستاني طالبانو تحریک ته د نورو غړو د جذب او عملیاتي فرصتونو لپاره لاره هواره کړي او تر څنګ به یې د پښتون بېلتون غوښتونکو تحریکونو پیاوړتیا هم زیاته کړي.
دغه راز نوموړي خبرداری ورکړی چې دا اقدام به په لوېدیځ کې د پاکستان انځور، چې دمخه د ډیموکراسۍ شاخص له مخې استبدادي بلل شوی، نور هم زیانمن کړي او سیمه ییزو سیالانو ته به د هغو ډلو د ملاتړ زمینه برابره کړي چې امنیتي اډانه ننګوي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړه چې د دې لاسوهنې طراحان ښایي د عمران خان د سیاسي اډانې د ټوټه کولو هيله ولري، خو دا ستراتیژي افراطي ځواکونه پیاوړي کوي.
هغه ټینګار کړی چې عمران خان، پلویان او نورې ډیموکراتیکې قوې باید د یوه اغېزمن ځواب په لرلو سره د دې پر ضد راپورته شي.
د یکشنبې په ورځ د پاکستان فدرالي حکومت د دغه هېواد د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د ټینګولو اعلان وکړ.
د دې پرېکړې له مخې، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي، وزیرانو، جګپوړو چارواکو او نورو اړوندو مسوولانو واکونه سلب شوي او صلاحیتونه د دغه ایالت والي فیصل کریم کونډي ته سپارل شوي دي.
همداراز، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي ادارو د مرستې لپاره د پاکستان د پوځ د ځای پر ځای کولو امر هم شوی دی.
د پاکستان د فدرالي حکومت د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ ویلي، دا جدي اقدامات په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله شوي دي. هغه زیاته کړې چې د ایالت د چارو د سمبالولو لپاره یوه ۱۱ کسیز شورا هم جوړه شوې ده.