تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره یوازینۍ ټیستلوبه په داسي حال کې مساوي کړه چې تر وروستیو شېبو پورې باور نه کېده چې بنګله دېش به دا سیالي نه ګټي.
بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې کړې وې. په مقابل کې یې افغانستان ۲۴۰ وکړې. په دوهمه پاڼۍ کې بنګالي لوبغاړو ۳۷۲ منډې وکړې. په حقیقت کې بنګله دېش افغانستان ته ۴۷۸ منډې هدف ټاکلی و چې د افغانستان لپاره یې پوره کول ناشونی ښکارېده. افغانستان که څه هم دې هدف ته ونه رسېد او یوازې یې ۳۴۶ منډې جوړې کړای شوې خو د ټیستلوبې وروستۍ ورځ په داسي حال کې پای ته ورسېده چې ټول لوبغاړي ونه سوځېدل.
د قیس احمد خورا ښه بیټنګ مرسته وکړه چې د بنګله دېش هیلې نیمه خوا شي.
قیس احمد تر پایه ونه سوځېد او په وروستیو شېبو کې ضیالرحمان ورسره ملګرتیا وکړه.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې صدیق اتل وکړې. ده نه یوازې ۱۱۱ منډې وکړې بلکې ۳۳۲ توپونه یې ولوبول چې د ورځې په تېرولو کې یې مهم رول ولوباوه.
رحمت شاه ۵۱، شاهدالله ۱۹، حشمت الله شهیدي ۳۶، اکرام علي خېل ۳۳، یمین احمدزي ۱۹، او قیس احمد ۴۹ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره د لوبې د مساوي کولو یا ګټلو لپاره هغه مهال هیلې مړاوې شوې چې شهیدي په یوه داسي توپ وسوځېد چې باید په هغه حساسه شېبه کې، چې نور توپ وهونکي نه وو پاتې، نه وای وهل شوی.
د تصادف له مخې، د افغانستان باولرانو قیس احمد، یمین احمدزي، عصمت عالم او ضیاالرحمن لوبه مساوي ته ورسوله. عصمت عالم ۶۰ توپونه ولوبول.