جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهدین / اجمل پسرلی

دین / اجمل پسرلی

په شپږم پراګ کې د (نیبوشیڅې) په سیمه کې چې کله څوک د شپې تیریږي نو د سړک د غاړې څراغونه هم دومره راڼه نه دي چې دغه په ځنګلونو کې را ایساره مېنه سمه رڼه کړي.

دلته یوې کلیسا او د یهودانو عبادتځي ته چې څنګ په څنګ ودان شوې دي فلش لیګدلي دي او په دې تورتمې سیمې کې دا څراغونه داسې ښکارې لکه زموږ د لرې کلیو د زیارتونو ډیوې.

په پراګ کې ښکلیو او پخوانیو ودانیو ته د شپې فلش لګیدلي وي، خو دا دوې ودانۍ داسې نه دي چې څه خاص ښایست ولري او ډیرې لرغونې هم نه دي، ګومان کوم چې د اتلسمې پیړۍ دي.

چارلس لکه نور اورپایان په ژوند کې په خوند پسې ګرځي او کله چې د نیبوشیڅي کلیسا مخې ته تیریږي، وړې شنې سترګې له خونده پټوي. ما ورته وویل، په پراګ کې څومره ښایسته کلیساوې شته ته دغې څلورکونجه دنګې ودانۍ ته په حیرت ګورې.

چارلس عینکي له سترګو لرې کړې، د لاس په شا یې سترګې ومږلې:

–  دلته د لویو کسانو ارواوې شته د دې کلیسا مشران ډیر لوی خلک وو

 ما د ده سترګو ته وکتل، دی لږ غلی شو بیا یې وویل« یو وخت چې د دې کلیسا خواته د یهودانو عبادتځی ودانیده، نو مخالفتونه کیدل چې دا دواړه باید سره خوا په خوا نه وي. اخر عیسویانو پریکړه وکړه چې پروا نه کوي موږ به ښه چلند کوو نو یهودان به هم زموږ دین ته راواوړي»

ما ورته وویل:

–  تاسو فکر کوئ چې په عبادت به نور خلک خپل دین ته جذب کړئ

چارلس سر وخوځاوه:

–  هرچا ته خپل عبادت ښه ښکارې ځکه چې د مور پلار میراث یې دی نه یې بدلوي خو نرم چلند، بد نه کول او حوصله کول هغه څه دي چې د بل دین لاروی ښایي تر پلار درباندې ګران شي او چې داسې شو بیا به په هغه پسې ځي.

1 COMMENT

  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلی پسرلی صيب! په ډېرو اسلامي ملکونو کې د ډېرو دينونو پیروان شته دي، مګر نړيوال امپريالیزم او تېر سوسيال کمونيزم په نړۍ کې داسې حالت رامنځ ته کړی، چې ډېر دينونه له عيسويت سره سيالي نه شي کولی او يا يو شمېر ورسره کرکه لري، ځکه رسنۍ، کتابونه او علمي مرکزونه لوېديزوالو ټول انحصار کړي دي!
    سربېره پر دې چې موږ ته عيسويت لکه یهوديت او اسلام يو آسماني دين ياد شوی او مسلمانانو ته توصيه شوې چې په څلورو آسماني کتابونو ايمان راوړي، خو ستونزه دا ده، چې اسلامي ټولنو ته د مطلق فکر انګيزه ورکړل شوې ده او په خپلو منجمدو فکرونو لکه د ګاډۍ آس فکر کوي، چې حتی په خپل دين کې يې ډېر لوستي خلک هم سم معلومات نه لري او يا يې موضوعات په مطلقه بڼه منلي او په زور يې پلي کوي.
    اسلام په ۷۳ شاخو وېشل شوی، عيسويت هم په سلهاو څانګو ټوټې دی او نور دينونه هم له دغه وېشنې مستثنی نه دي، چې دغه بدمرغي د دې باعث شوې، چې مخکې د کليسا کېشانو په لوېديزو ټولنو کې او نن په وروسته پاتيو ملکونو کې خلک غولوي او زموږ ملا هم د کفر د ټاپې فتوا په جوب کې ګرځوي او د يوه په ټنده او د بل په کوناټي يې ورووهي، چې بيا د کفر له فتوا هېڅوک نه شي خلاصېدلی!
    د قرآن اعظيم الشان تفسير او تعبير يو شان نه دی، ځکه احمديان يې يو ډول ژباړي، جعفريان يې بل ډول وايي او غاليان يې بيا په بل ډول تعبيروي، مګر سونيان پر شيعګانو باور نه لري، خو قرباني يې زه او ته یو، ځکه نه شو کولی يوه انساني ژبه پيدا کړو! ماته اسلام د پنځو ستنو تر څنګ انساني ازرښتونو ته ژمنتيا او درنښت دی، ځکه غلا مه که، زنا مه کوه، شهوت راني مه کوه (له يوې ښځې ډېرې مه کوه)، په خور، لور او کونډې ولور مه اخله (مه يې خرڅوه) درواغ مه وايه، ظلم مه کوه او د بل حق مه خوره، بيا نو د حدودو د جاري کېدلو او د متروکو د وهلو سلسه هم پای ته رسېږي او د نېوکې ګوته به هم انسان ته لکېږي! خو که مو نا پاکه او رزيل ژوند وو، بيا نه مسلمان درڅخه به کرار دی او نه هم کفار درنه آرامه شپه کولی شي!
    په افغانانو جګړه تحميل شوې ده، نو د افغانستان د خپلواکي لپاره له صليبيانو سره مبارزه زموږ انساني، هېوادپالني او ديني وجيبه ده چې زموږ مسلمانانو او صليبيانو تر منځ يې سره کرښه ايستلې ده!

    معه سلاموکم الاهلول فنون او الاهلول مباحثون
    ملا ميوند آخوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب