په تېرو دېرشو کالونو کې زما تر ټولو ترخه تجربه په نیو یارک کې هغه وخت وه چې زه د یوه کنفرانس له پاره ورغلی وم خو هلته احوال راغی چې بېرته رانشې. هم ملګرو ملتونو ځواب راکړ او هم مې کورنۍ راته ولیکل چې په کور مو پیره ولاړه ده ، عسکر هره ورځ ستا پوښتنه کوي چې ولې تللی، چا اجازه ورکړې وه، کله بېرته راځي.عجیب قسم احساس را ته پیدا شو. وطن ته تلی نشې، دلته پاتې کېدای نشې ، دفتر هم ځواب در کړی، ما شومان کا بل کې ایسار.
د پيښور له کا لونو بیا تر ننه پورې چې وطن کې څو څو ځله پا چا ګرد شي شوې ده، بیا هم په ویښه او خوب کې د حمید ما شو خېل هغه بدله زمزمه کوم چې د یار د تګ په منا سبت یې ویلې: ولې نه چوې له دې غمه زما دله+ چې دې واو رېده د یار د تلو بدله. تر اوسه هم مې چې څوک پو ښتي وایم چې تر بې وطنۍ بل لوی درد نشته، هغه هم چې نا څاپي در باندې راشي. . تېره شپه بیا همدا بدل را باندې وویله شوه:
د چا تلفون را ویښ کړم، بلکه کورودا نه مې یې ووېروله، ویل یې چې څوک مجا هد دی. ښه غوړ سلام یې را کړ، د اختر مبارکي یې را کړه، بیا یې عربي چا لانه کړه. په عین، قاف او ح کې یې بېدرکه اخلاص و کړ . دا سې یې تلفظ کړل، ته وا د تا لو د ژبګۍ سره یې کو لمې هم را وځي. ده الحمد لله ویل، ما هم کمی و نه کړ اعوذ بالله مې ورمله کړه ، ده فانصر نا ویل ما علی القوم الکافر ین.
بیا مې پو ښتنه وکړه چې تا سو جناب څوک تشریپ لرﺉ؟، خو د ده ځواب مې واڼۍ و تښتولې،« زه ذبیح الله مجاهد یم ،د طلبای کرامو نطاق ، ما ته وظیفه را کړل شوې ده چې تا سو ته خبرداری درکړم چې من بعد په اسلامي تحریک پًسې منفي تبلیغات بس کاندﺉ او که نه بیا به د شکایت حق نه لرﺉ، با خبر او آګاه اوسﺉ چې طلبای کرام په دې الهي امر ټینګ ولاړ دي چې لم تقو لون ما لا تفعلون او د اعلای کلمته الله په لار کې موږ له خپل او ستا له سره تېر یو.
نیم ساعت یې له وېرې وینه را کې و چه کړه. کال کې یو نیم ځلی وطن ته تلم، اوس یې هغه هم را باندې دراوه. ما ډېر دلیلونه ور سره وویل ، په ظا هره مې په نره مقا بله ور سر ه کو له، خو زړه مې همداسې درزا او تیګا کو له ، د نا امیندګۍ څپې وې چې غوټې یې را باندې کولې.د ځان سره مې ویل زوی یې مړ کړې.
نه د کمو نستانو په وخت کې چا وطن کې پرېښوم، نه مې اوس طالبان پرېږدي. دومره مرتجع شوی وم چې ان د کرزي د مردار خورې دورې ارمان را ته چې کا شکې پاتې شي، د مارشال او دوستم په ارمان کې وم . نزدې مې خپلې هغه لیکنې ورته یادې کړې وې چې د طالبانو په سیپت مې لیکلې وې او ویلې مې وو: طالبجا نه نو، طالبه ډېر مې یادېدې. خو نا څا په مې تلپون کې لېونۍ خندا واورېده ، داسې خندا چې زما د زبون حال سره یې هېڅ تړاو نه در لود: «ها ها ها، هي هی هي، استاده، زه هادي له آستر ا لیا نه غږېږم، د اختر مبارکي درکوم. ستا په اجازه به ورېندارې ته هم د اختر مبارکي ور کړم. »د تلفون لاوډ سپیکر دا سې فعال شوی و چې ټولې کوټې یې غږ اورېدلی شو. مېرمنې مې په غو سه را ته وویل « زه ورسره نه غږېږم نو ما ورته د خپلې میرې خبره تکرار کړه چې ما شو ما نو به ور ته ویل، انۍ جانې، اختر دې مبارک شه، هغې به ځواب ور کړ: په کو نه دې نالت شه»
سلامونه استاده
روغ اوسې، تاسو خو په خپله کیسه باندې په ما کې زړه وچاوه، ما ویل ګوندې شپون صیب رښتیا هم افغانستان ته له راتګه پاتي شو، ځکه ما خو ددغه ډول خبرو زور لیدلی هم خندا راځي او هم مې زړه درزیږي ځکه له لوستلو سره يې له ځانه سره بیولم.
خو که هادي صیب شهکار کړی او پر تا يې چل کړی نو تا په لیکلو کې تر هغه هم شهکار کړې، ډیر ښایسته.
ژوندې اوسې
Very nice article. Long live Ustad Shpoon.
Maiwand
ښاغلي او دروند شپون صيب ته اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
شپون صيب تاسو د پښتو ژبې د تاريخ پاڼې ګرځېدلي ياست. مرګ حق دی او ټول به مرو، مګر تاسو زموږ د ټولنې يوه تلپاتې پدېده ياست، چې تل به ستاسو په ليکنو او د ژوند په دريځ زموږ ځوانان ليکنې کوي، يادون به مو ژوندی وي او د ادبي ډګر يو مشال به وی.
په ژوند کې په ډېرو ډېرې سختې راغلې دي، خو ستاسو د قلم برکت او عفت دی، چې ذهنونه تازه او پياوړي ساتي. زه ښاغلی هادي نه پېژنم، مګر د هغوی ټوکه ستاسو سره شهکار نه بلکې د افغانانو د ژوند د بې تفاوتي او بې مسؤليتي يو اړخ ته ښودنه کوي. ستاسو په ليکنه کې د طالبانو د تجريک وياند ياد شوی او د زړه ګيله مو هم ياده کړې ده! مګر زه به د پاړسو يو متل ياد کړم چې وايي: بازي با هر چې اما با ريش بابه هم بازي!
له بدمرغه په افغانستان کې د تنظيمي جګړو په بهير کې د افغا ن ولس وينه تويې شوه او نن هم د امريکايي يرغل پر ضد افغان ولس جنګېږي، چې طالبان او اسلامي ګوند يې برخې دي، نو د بيان د آزادي تر پوړني لاندې په يو او بل ملنډې وهل ادبي انصاف نه دی، مګر د سپکو سپورو د ليکنو او د ټولنيز ارزښتونو د لمنځه وړلو زمينه رامنځ ته کوي، چې نن زموږ واقعي جنرال تر جوالي او زموږ پوهاند تر خرکار هم بتره ژوند لري او موږ يې له ننني تلپاتي ناورين سره مخامخ کړي يو!
زما وړانديز دا دی، چې موږ بايد ټولنيز او ادراي اصولو ته ارزښت ورکړو او د مدني ټولنو يا سياسي ګوندونو د تجريدېدلو او يا هم نااکامېدلو هڅې و نه کړو، برعکس اصلاح يې کړو او افغان ولس ته د اصولو لاره وښييو.
معه سلامو کم الاهلول فنون
ملا ميوند آخوند
هاههاهاها ستاد محترم نږدي وه چی زما د غور نیکه د ازادۍ ورځ دی راباندی ګنډیر کړی وه….ستاسی دلیکلو تر پایه خو زما لینګيم ړقیدل چی خدایه دا څه دي…..خو زه خدای پضل کړې. خدای تل خوشاله او به صحت روغ لره امین
ډیر شه استاده همداسی اختر مبارکی او همداسي ځواب
انۍ جانې، اختر دې مبارک شه، هغې به ځواب ور کړ: په کو نه دې نالت شه»
یره شپون صیب په ریښتیا چې هادي ته ډېر په غوسه شوی وم، ډېر، یعنې که ویې لیکم په دې باور لرم چې تاند یې نه خپروي، خو دا ستاسو ځواب چې ورته مو ویلی دی، ده سخت وخندولم. یره د شاباش کلمه خو نشم ویلی ځکه چې درنه کشر یم خو وایم الله دې فصاحت او بلاغت همداسې تاند لره. په ټوله مینه او ادب
خېټور
اصلا هادي په دې کار سره د ټولو لیکوالو سپکاوی کړی دی ځکه چې زورونه او بیا په دې ډول له سپکاوي نه ډېره بدتره ده. له یوې خوا یې د ټولو لیکوالو داسې سپکاوی کړی دی چې د لیکوالو د یوه لوی مشر په وړاندې یې داسې له نزاکت نه وراخوا عمل کړی دی. او له بلې خوا داسې چې یره شپون صیب به له ځان سره فکر کوي چې خدای مه کړه ځوان لیکوال ټول دوی ته په داسې نظر ګوري. زه خو د هادي په دې کار سره ډېر سخت خوابدی شوم. له تاند نه هیله کوم چې د چا نظر دې نه سانسوروي ځکه چې په داسې مسایلو کې نظر څرګندول لازم کار دی.
ښاغلی هادی باید د دغه ترهګریز کار له امله چې شپون صیب یې ناراحته کړی دی بخښنه وغواړي. او بخښنه یې هم باید په همدا تاند کې خپره شي چې د نورو له پاره عبرت وګرځي
سلام
چا راته کوم واري ویلي وو،چې له سپکوسره سپک او له درنو سره دروند
نوهلکه خیټوره، ته یې هم پر چټک وهي او هم پر سندان، کله …، کله نیازمن اوکله کله بیا خیټور!!!خوار شي پدي کار چې تا کړی
تاند والو خدای که به هر څه سانسور کړي، اخر دیوه نظر حق خو باید ولرو، کنه بیانو ستاسو په بې پري توب کې راته شک پیدا کیږي او مجبور چې دشپي ټلفون درته وکړم او له ځانه ذبیح الله مجاهد درته جوړکړم،
غلجی، فکر کوم چې تاسو د هادي پله درنوئ او که داسې کوئ لاس مو تر خېټې پورې خلاص. مونږ شپون صیب ته د پیر په سترګه ګورو او څوک چې دا ډول بې نزاکتي کوي مونږ یې ردوو او غندو. که ته هادي یې سپینه یې ولیکه چې ځواب دې سپین درکړم. د هادي دغه کار له سپکاوي پرته بل ډول نشي توجیه کېدلی.
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
په فارسي کې متل دی، چې وايي: مزاق مزاق آخر کله زاغ! او يا وايي: بازي با هر چی آخر با ريش بابه هم بازي!
درنو هېوادوالو او درنو لوستونکو!
په افغانستان کې ټول ارزښتونه ورځ تر بلې خپل ټولنيز حيثيت له لاسه ورکوي، يوه موده افسر، ډاکټر، انجينير، پروفيسر او داسې نور ټول په ټولنه کې په درنښت يادېدل، خو د وروستيو څو لسيزو په ترڅ کې د ټولنې ټول ارزښتونه له منځه تللي دي، چې عامل يې بې ځايه ټوکې او په اشخاصو ملنډې وهل دي.
د شپون صيب به ټوکې خوښېږي، اما نه دا ډول ټوکې، چې هم يې زهير کړي او هم يې وبېروي! تر دې ليا بدتره، چې د افغانستان د وسلوال مقاومت د يوې ډلې د وياند په توګه يې دغه خبرې کړې دي، چې د وخت په تېرېدو سره به زه، ته، هغه او دغه ټول به د کرزي، ملا عمر، حکمتيار او يا نورو په استازيتوب او يا څېرو کې راڅرګندېږو او د ټولنې د مشر او کشر (مثبت او يا منفي شخصيت) ارزښت به له منځه وړو!
رسنۍ او خبرې پاڼې د انسانانو په ژوند کې ډېره غوره او ناخواله رول لوبولی شي، نو افغانان دې هڅه وکړي، چې ټولنيز ارزښتونه پياوړي کړي او ديني مقادسو ته ارزښت قايل شي، ځکه زموږ د ټولنې ارزښتونه د هېواد بشپړتيا، ملي ژبه او د اسلام مقدس دين ملي ارزښتونه دي! او د ملي ارزښتونه بلل کېږي د پېژاند څلي مو بيا ټولې ادبي، علمي او ټولنيزې څېرې دي.
معه سلامو کم الاهلول مباحثين
ملا ميوند آخوند
سلامونه!
کله کله انسان ډېر شرميدلی او سپک خوب ګوري او ډېر خجالت وي خو چې ويښ شي او پوه شي چې رښتيا نه دی بلکې خوب ؤ نو شکر اوباسي!
ما هم چې د شپانه بابا د ليکنې پايله ولوسته او پوه شوم چې خبره دروغ ده نو شکر مې ووېست!
یاره! هادي صیب ډېر غلط کار دې کړې دی. په کار نه ده چې دغسې ټوکې وشي بیا هغه هم دغسې یو مشر سره چې خپل ټول عمر یې د یوه قام او د هغې ژبې خدمت ته وقف کړې. خو دا چې هادي صیب انسان دی او اشتباهات هم له انسانو کېږې نو ښه خبره دا ده چې هادي صیب دې له استاده بښنه وغواړي.
سلام علیکم ګرانو لوستونکو
د ګران استاد شپون صیب د لویوالی به زه تاسی ته ووایم
میاشت دمخه زه په ورجینیا کی د استاد لیدلو ته ورغلم او په خبرو خبرو کی می ورته د هادی د شاهکار یادونه وکړه
یوه جانانه خندایی وکړه او د کوم خپګان اظهار یی ونکړ
زه فکر کوم چی د استاد دغه ټوقه یو څه خوښه شوی ده
خدای دی استاد خوشاله او صحتمند لری