یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+په فارسي  كې پورويي| ژباړه او زیاتونې: عبدالودود بشریار

په فارسي  كې پورويي| ژباړه او زیاتونې: عبدالودود بشریار

یادښت: دا ليکنه په اصل کې د يو ايراني ليکوال (احمدمحبوب) له هغه کتاب نه راخیستل شوې، چې (ساخت زبان فارسي) نوميږي. نوموړي دا ليکنه د خپل کتاب په وروستنۍ برخه کې د يو څپرکي په ډول راوړې ده. دغه کتاب په ۱۳۸۱هـ ش کال، په ايران کې د ميترا خپرندويه ټولنې(؟) لخوا چاپ شوى دى. پر دې ليکنه د ل اروښانتيا او وضاحت لپاره ځينې حوالې ورزياتې شوي، د ځينو زياتونو په صورت کې له دې [ ]ليندکيو کاراخیستل شوى دى.


د وييو راكړه- وركړه په ټولو ژبو كې شته.[نړۍ كې] داسې ژبه نشته چې په يو نه يو ډول يې له بلې ژبې يا ګړدود څخه ويى پوركړى نه وي. پورونه[1] بېلابېل پوهنيز، تاريخي، سياسي، ټولنيز، كلتوري او ادبي لاملونه لري.

په ټوليز ډول، كه يوه ژبه كې کوم ويى نه وي نو پوروي يې او يا ورته رغيږي، چې د وخت په تېرېدو يې خپله پانګه ګرځي. په پور شوي ويي كې د ژبې له جوړښت سره سم بدلون هم راځي. له همدې امله، تر هغې چې يو پورويى د پوروړې ژبې له غږيز جوړښت سره بشپړ برابرى او سمون ونه لري، په هيڅ ژبه كې په لومړۍ او آره بڼه نه كاريږي. [خو په خپګان سره باید ووایم چې لا تر اوسه ځيني  پوهان كوښښ كوي، چې پورويي په اصلي اوآره بڼه پر پښتو او پښتنو وتپي، چې دا د ژبې په طبيعي پرمختګ كې خنډونه ولاړوي او د ژبې ويونكي تر فشار لاندې راولي. د پښتنو په لوی وطن كې اوس هم داسې پوهان شته، چې د ژبپوهنې دغږپوهنيزو آرونو پر خلاف  ټينګار كوي چې دعربۍ پورويي (خلق، حقوق، معلم، معلومات، عنوان، قلم، ساعت، طبيعت، فاسق، ثواب….) د پارسۍ (استاد، فارسي…) د توركۍ (قطغ، قاچق، قورمه، اتاق، چاق، قاچاق…) دې په آره بڼه او په زور و زېر سره وويل شي. په انګرېزۍ ژبه كې د زياتره پوروييو وينګ له آروينګ سره دومره توپيرلري، چې كله يې څوك وايي، نو ښايي چې د آرې ژبې ويونكي هم پرې پوه نه شي، چې دا ويى د دوی له ژبې اخیستل شوى او که پوروړې ژبې پور کړی دی!]

ويي پورول په دوه ډوله دي[؟]:

لومړى-كورنۍ يا داخلي پورونه،

دويم- باندنۍ يا خارجي پورونه.

لومړی – کورنۍ پورونه:

كه يوه كره(معياري) ژبه له يوګړدود يا د يوې ژبې له ټولنيزې څانګې نه ويى پور كړي، كورنۍ پورونه ورته وايي. په داسې وخت کې پور ويى په عاميانه ډول[کارېدنګ] ته راوځي او وروسته د ژبې لخوا منل كيږي. د ساري په ډول «ګپ» يا «ګب»چې له ګيلكۍ يا (اويستايي) ګړدود نه نننۍ پارسۍ ته  ورغلی، اوس د ګړېدا او غږېدا په مانا كاريږي.

دا هم كېدون لري، چې يو ويى له ځانګړنوم (خاص اسم) نه واخېستل شي او پر يو بل څيز كېښوول شي. د بېلګې په ډول «سانډويچ» په انګرېزۍكې د لارډ سانډويچ[2] له نوم نه اخېستل شوى دى. دى لومړنى سړى و، چې د سفر پرمهال به يې غوښه په ډوډۍ كې ايښووله او خوړله. [دا خبره چې د سفر پر مهال يې داسې خوراک کاوه، په ځینو ځایو کې بل ډول راغلې ده. په ايټايمو اونلاين او ځينونورو  لغوي سرچينوکې راغلي چې نوموړی، به پر پرو (قطعه بازۍ او جوارۍ) اخته و اوخپلو چوپړګرو (خدمتګارو) ته به يې ويل چې غوښه ورته په ډوډۍ کې تاوکړي ،چې لاسونه يې غوړ نشي. دا ويى په انګرېزۍ ژبه کې په لومړي ځل د اتلسمې زيږدې پېړۍ په وروستيو درې لسيزوکې کارول شوى دى.]

همدغسې په جرمنۍ ژبه كې د «همبرګر» او په ګيلكۍ ژبه كې د «ميرزا قاسمي» [چې د توړرو بانجڼو يو ډول خواړه دي] ويي هم رامنځته شوي دي. [ له١٨٨٤ زيږدي کال راهيسې «همبرګر» دود شوى دى. د دې ويي ريښه د جرمني ښار هامبورګ[3] کې ده. د انګرېزۍ ژبې ځيني پوهان وايي چې د دې خبرې د پخلي لپاره څه لاسوند نلري او يوازې دا خبره کيداى شي، چې د جرمني هامبورګ له ډکې (بندر) نه به جرمني کډوال امريکا ته تلل او دغلته به يې دمه کوله نو ښايي د دمې پر مهال به يې دغلته بيړني(ايمرجنسي) خواړه خوړل چې وروسته د «همبرګر» په نامه مشهور شوي وي.]

دویم – باندنۍ پورونه:

كه له يوې پردۍ يا مړې ژبې نه يو ويى واخېستل شي او وكاريږي، نو باندنۍ پورونه ورته وايي. د ساري په ډول د انګرېزۍ «ټېلفون» چې له زړې يونانۍ څخه پور شوى دى يا «ستاك»[ «ستاک» د ونې څانګه، د ونې نوى رسېدلى ښاخ، stem ماناوې لري]چې ايراني ژبپوهان يې کړسټې (د فعل اصل) ته وايي.

همدغسې «پدافند»، «تك»، «پاتك»، «ارتش»پدافند»  د دفاع، غلچکي عملياتو مانا ورکوي. (دهخدا-پرليکه سيند) «تک» د لږ، ګوله، لقمه….، ماناوې ورکوي ښايي چې د پښتو له «ټوک» سره هم آرى وي. «تکه» ویی د «ټوک» په مانا اوس هم پښتو کې شته دی. «پاتک» دبريد ضد په مانا دی.(دهخدا-پرليکه سيند)  «ارتش» اردو، پوځ ، د پهلوۍ له ارتيشتر نه اخېستل شوی دی. (www.farsilookup.com) دا ټول ويي] د ايران له مړو ژبو څخه پورشويدي. همداشان د پارسۍ [او پښتو] لخوا له عربۍ نه ويي پورول، په باندنۍ پورونه كې يادولاى شو.

د پورونې په لړ كې يو بل ډول هم د يادونې دى [ چې پښتو کې به ورته «پور ژباړه» ویل مناسب وي او په پارسۍ کې یې «ترجمه قرضى» او «ګرته بردارى» بولي. پور ژباړه يو ډول ژبنۍ پورونه ده، چې پكې د  یوې ژبې يو غونډphrase  يا ژبنی تركيب ټول ويي سپړل كيږي او هر ويی یې د پورونکې ژبې يه یو بل معادل ويي ژباړیږي او په دې ډول ټول غونډ ژباړل کیږي.  د ساري په ډول چې كله ډيموكراسي سيمې ته راغله ، نو دا ويى يې كټ مټ وژباړه او په پښتو كې ورته ولسواكي وويل شوه. ډيموکراسيdemocracy  له دوه ګړونو(برخو) جوړه ده، چې يوه برخه يې demo د ولس مانا وركوي او بله برخه cracy د حكومت او واك مانا وركوي، په دې حساب د ډيموكراسۍ كټ مټه مانا ولسواكي كيږي. دې ډول ژباړې ته (ريښه په ريښه root-for-root يا ويی په ويي (كلمه په كلمه) word-for-word ژباړه هم ويل شوېده.] په دې كې ديوه ويي توكي(اجزاوې) يا ديوې ژبې ترکيب كټ مټ ژباړيږي، لكه د اوسپنې لار له (راه اهن rail way) نه او د مغزپرېمينځل له (مغزشويbrain washing) نه پور ژباړې دي.[ د یادونې وړ ده چې د پښتو ژبې ډیرو مشهورو لیکوالو  وخت په وخت پورژباړه  رټلې او د پښتو ژبې لپاره یې په زیان بللې ده خو زه وایم چې دغسې رټل یې لازم ندي او په دې دومره پراخه نړۍ کې پښتو ژبه دومره تنګول او کلوز ساتل د پښتنو نړۍ لید محدود ساتي. بیا هم یو ژور بحث ته اړتیا لري، هیله ده چې اړوند پراخ لیدي څانګوال به یې پرې وکړي.]

پارسي ژبه په دې برخه کې دڅېړنې وړ ده.[ په رښتيا هم پارسۍ ته د ورځې  زيات کتابونه ژباړيږي نو له همدې امله هره ورځ يې چوکاټ ته نوې ماناوې، فکرونه او ويي ور ننوځي. په پښتو کې دپورژباړې ځينې نمونې په لاندې ډول په ګوته کولاى شو:

  1. ازاد شعر(انګرېزي:Free verse ، پرانسي : vers libre )
  2. سريزه يا مخنۍ خبرې (پارسي: پيشګفتار، انګرېزي :foreword ، جرمني: Vorwort ،  لاتين : præfatio)
  3. نړيواله جګړه (پارسي :جنګ جهاني، انګريزي : world war، جرمني : (Weltkrieg
  4. پيو لار= كهكشان ( انګريزي: milky way، لاتين: via lacteal، يوناني galaxias )

نورې  نمونې: لومړنۍ زده كړه (پريليمنري ايجوكېشن يا تعليمات اساسي)، منځنۍ زده كړه (تعليمات متوسط، ميډل ايجوكېشن)…] له بلې خوا، په پارسۍ كې له  هند-يورو(هندو- اروپايي) ژبو سره د هم آريتوب له امله ورته او مشابه ويي لكه (برادر، مادر، دختر…) هم شته خو دا پورويي، ندي[بلكې يوآري ويي گڼل كيږي.]

په هره توګه، لكه څنګه چې ايران [پارس] د ډېرو توكمونو تګلورى پاتې شوى، نو له همدې امله يې ډېر ويي پوركړيدي.كابو له اسلام نه وړاندې پارسۍ له يونانۍ، هندۍ يا آرامۍ ژبو نه ويي پوركړي ول خو د اسلام له ظهور نه وروسته پارسۍ ته د عربۍ ويي ورغلل. په دې وييوکې په تېره هغه ويي زيات ول، چې پارسي انډولونه يې نه درلودل.

له څلورمې او پنځمې هجري پېړۍ نه تر اوومې هجري پېړۍ پورې پارسۍ ته د عربۍ د پوروييو لړۍ پراخه شوه او پر ديني وييو سربېره سياسي او پوهنيز ويي هم ورننوتل. دا كار په تېره، هغه وخت ډېر پراخ شو، چې [پارسي]ليکوالانو به پر عربۍ پالنه وياړكاوه.[ کټ مټ داسې لکه پښتانه ملايان چې اوس هم پر عربۍ پالنه وياړ او ټينګارکوي.]

له اوومې تر دولسمې پېړۍ پورې ورو- ورو پر پارسۍ د عربۍ اغېز لږ شو او له دولسمې پېړۍ راهيسې دا، اغېز  ورځ په ورځ نورهم لږېږي.

د [پارسۍ] لخوا له توركي او مغولي وييو د پور لړۍ هم له اوومې پېړۍ نه پيليږي. په اوومه پېړۍكې دمنځنۍ اسيا د توركانو د اغېز او وروسته د مغولانو د بريد له امله پارسۍ ته ډېر مغولي او توركي  ويي ورغلل. هغه ويي چې [پارسۍ] له توركۍ نه پور كړي، ډېرى يې سياسي او اداري دي، چې دې لړۍ تر لسمې پېړۍ پورې دوام كړى دى.

له دولسمې پېړۍ نه رادېخوا په پارسۍ كې د اروپايي ژبو(پرانسۍ، انګرېزۍ، جرمنۍ او روسۍ) ويي ډېر شول، چې  له دغو ژبو نه يې پورونې د پوهنيزو او سوداګريزو اړيكو له امله شوېدي.

خو[ پر پارسۍ دا لغوي] اغېز په چټكۍ سره په كمېدو دى او ورو – ورو يې ځاى پورژباړه نيسي.

په هر ډول، پارسۍ هم د نړۍ د نورو ژونديو ژبو په څېر، له بيلابېلو ژبو ويي پوركړي او ورو-ورو يې هغه ويي څنډې ته کړي چې اړتيا يې ورته نده لرلې.

د پارسي پوروييو ساري په لاندې ډول دي:

له عربۍ نه پورکړي ويي:

زكات، شهيد، مسلم، مومن، كافر، جهاد، منافق، فاسد، فاسق…خبيث، آيت، قران، اقامه، متعه، طلاق، ازدواج، قبله، مناره، اذان، شيطان[4] (كه څه هم له آره عربي نه دى)، غسل، نكير ومنكر، حشرو نشر، واجب، مستحب، حلال، حرام، مبارك، بركت، تبريك، عده، صواب، ثواب، خطا، جزا، غلط، وسوسه، كعبه، نصيحت، طبيعت، ساعت، نيت، تكبير، خير، شر، عذاب، شهادت، ركوع، سجود، سلام، صدقه،هديه،دعا، عرش، فرش، قلم، ابد، ازل، تسبيح، قربان، جمعه، مرحوم، مملكت، رعيت، سلطان، حرم، علم، خطبه، معروف، امرونهى، دفاع، ظلم، عدالت، قصيده، رضا او…

له يونانۍ او رومۍ[لاتين] نه پورکړي ويي:

… سكندر (اليكسنډر)، منجنيق(مكانيك)،دينار، قانون، كانون، ترياك، قفس، درهم، پياله، لګن، ديهيم، اسطرلاب، فنجان، كليد[؟]، لنګر، نرګس، پسته، كبريت، الماس، زمرد، مرواريد، سيم (نقره) او …

له حبشۍ نه:

مشكات، هرج، منبر، برهان، مصحف، نفاق او …( دا ويي  دعربۍ له لارې پارسۍ ته ننوتي دي.)

له آرامۍ نه:

حج، كاهن، عاشورا، شيدا، قرمز، ناسوت، مسجد(له مزګت نه)، كليسا او …

له توركۍ نه:

 قربان (كماندان)، خاتون، خان، خانم، خاقان، بيګ، بيګم، اتابك، سنجاق، جرګه،اتاق  او …

له مغولۍ نه:

ايل، ييلاق، سوقات[5]، غدغن، شلاق، نوكر، تغار، پلو، چلو، قورمه، قيمه، قشون، يورش، چاق، چماق، غرغاول، قراول، چكمه، تسمه، چاقچور، قنداق، قلدر، قلچماق، قاچاق، يقه، بقچه، باجي، داداش، چك او …

له هندۍ نه:

صبح، بها، سفينه، ضيا، كافور، قداره (=كتاره)، انبه، نارګيل، ببر، نيلوفر، جنګ، جنګل، هلاهل، فلفل او …

[6][له پښتو نه:

ځيني ويي شته چې له پښتو نه پارسۍ ته ورغلي، په تېره افغاني پارسۍ (دري) ته، لکه:

شبان (شپون)، پوهنتون، پوهنزی، شاغلی، ګادی، ګدی، بوته، کلکين، کوتوال[7]، ګدود، سارنوالی، ستره محمه او نور چې بشپړه څېړنه غواړي.]

له روسۍ او اتريشۍ نه:

سماور، قورى، استكان، نعلبكى، درشكه، كالسكه، صندلي، ميز، ګاري، سالن، جليتقه، اسكناس، چورتكه او…

له فرانسوۍ نه:

آدرس،  آژانس، اتومبيل، بانك، بليت، پارتى، پارك، پارلمان، پانسيون، پليس، پيانو، تاتر، ترور، تريبون، تلفن، تلګراف، تلګرام، دموكراسى، ديپلم، ديپلمات، ديكته، راديكال، ساردين، سانسور، سانس، سنديكا، سوپ، سيفون، فئودال، كابينه، كتلت، كلاس، كمد، كميته، بودجه، كنفرانس، ګاز، لامپ، ماشين، مبل، مود(مد)، مرسى، موزيك، نمره او … [ دې وييو کې د ځينو ريښې په يونانۍ او لاتين پورې رسېږي.]

له انګريزۍ نه:

استوپ، اوت، تايم، بترى (بطرى)، ترامواى، جنتلمن، ساندويچ، كترى[8]، كوكتل، ګيلاس (ليوان) او…

داسې نورې بیلګې هم شته دي… ديادونې وړ ده، چې په ځينو راوړو بېلګو كې د اړنګ او شك ځاى هم شته دى.

په هر صورت په پارسۍكې دپوروييو ښكارنده (پديده) په چټكۍ سره مخ په لږېدو ده. په دې ژبه كې داسې خوځښت رامنځته شوى،چې په خپله ورو-وروځانګړي پورويي له كاره وځي.

پاى كې هغه لاملونه چې پارسي يې له امله ويي پور كړي، په لاندې ډول په ګوته کيداى شي:

  1. [پر پارس] د نورو قومونولكه د سكندر په وخت كې د يونانيانو بيا د عربانو او مغولانو سياسي او پوځي اغېز(نفوذ)،
  2. [پر پارس] د نورو قومونو لكه انګرېزانو، فرانسويانو او څه نا څه د عربانو… پرمختيايي، پوهنيز او كولتوري اغېز،
  3. [له پارس سره د نړۍ ]سوداګريز او كلتوري اړېكي،
  4. له پخوا نه تر اوسه [د پارسي ژبو ] ليكوالانو، اديبانو، ويندويانو ځان بايلنه او تقليد،
  5. نويو وييوته اړتيا خو پر خپله ژبه لاسبرى (تسلط) نه درلودل،
  6. له نورو قومونو سره[د پارسيوانانو] ګاونډيتوب.

يو ځل بيا ديادونې ده، چې پورونه د نړۍ په ټولو ژبوكې شته او د اصولو پر بنسټ ژبې يو له بل نه ويي پوروي او پور يې ورکوي، نو پارسۍ هم عربۍ، پرانسۍ، انګرېزۍ، لاتين ، يونانۍ، هندۍ، چينايۍ،[پښتو] او … نورو ژبو ته پور وركړى دى. (پاى)

اخځليک

  1. احمدمحبوب، ساخت زبان فارسي، تهران، ميترا خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۱ ل ل کال
  2. enwikipedia.org (2009)
  3. farsilookup.com (2011)
  4. loghatnameh.com (2011)
  5. etymoonline.com (2009-2011)

[1] borrowing

[2]   Lord Sandwich

[3] Hamburg

[4]  شيطان ويى له حبشۍ ژبې نه عبرانۍ (ديهوديانو ژبې) ته تللى چې د سرکښ او باغي مانا ورکوي ((علي عباس جلالپوري،کاينات اورانسان، ١٤ مخ). ځيني څېړندويان وايي چې دا ويی د زردشتي دين داهريمن (د شرخدايګوټي) پور ژباړه ده او يهوديانو د شيطان تصور له اورپرستانو(زردشتيانو)اخېستی، چې وروسته عيسايت او  اسلام ته هم لېږدېدلی دی. دا پوهان دا هم  وايي چې يهوديانو په لومړيو کې د شيطان پر تصور باور نه درلود.

[5]   دا ويى په پښتوکې د سوغات په بڼه کاريږي،چې له آره تورکي دى.

[6]  دا برخه په آره ليکنه کې نشته ده. د دې برخې ځيني ويي په هندي ژبې پورې تړل کېږي حال دا چې د هندي او پښتو يوآري او ګډه پانګه بلل به يې بهتره وي.

[7] کوټ: کلا او ډېري (خرې) ته وايي. ((کوت)) په پهلوۍ ژبه کې هم موجود و چې د(کلا) مانا يې ورکوله. ((کوتوال)) ويی د غزنوي پېر تاريخليکوال (خواجه ابوالفضل محمد بن حسين بيهقي) په ( تاريخ بيهقي) چې د افغانستان  د دولتی مطبعې لخوا په ۱۳۶۴ ل ل  کې خپور شوی هم راغلی دی. د دغه کتاب لمنليکوال او مصحح (دکترعلی اکبرفياض) دغه ويی له آره هندي بللی دی. اوس هم په پښتوکې(کوټه) د خونې room چې د کلا اساس ګڼل کېږي، ته وايی او کوټوال په پخوانيو پښتو متونو کې د (سپاهي، پوليس، ساتوونکي…) په مانا کارېدلی دی. البته له دې هم سترګې نشي پټېدای چې (کوتوال، کوټوالي،کوټها، کوټهي، کوټ…) په هندۍ کې راغلي دي. د(( کوټوال/کوټوالي)) جوړښت د پښتو ژبې له ويی رغاونيز جوړښت word forming structure  سره ډېر زيات اړخ لګوي.

[8]   کتري :  چاى جوش، بدنۍ،  kettle

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب