جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهافغانستان اسیايي لوبو ته ۱۳۰ لوبغاړي استوي

افغانستان اسیايي لوبو ته ۱۳۰ لوبغاړي استوي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۶مه) ټاکل شوې ده چې افغانستان په چین کې اسیايي لوبو ته ۱۳۰ لوبغاړي ولېږي.

دا ځل به د افغانستان له لوري په ۱۳۰ لوبغاړو کې هیڅ ښځینه لوبغاړې نه وي. دا په داسې حال کې ده چې ګاونډی پاکستان دغو سیالیو ته ۵۳ ښځینه لوبغاړې استوي.

اسیايی سیالۍ د ۴۵ هیوادونو د نارینه اوښځینه لوبغاړو په ګډون د روان سپټمبر له ۲۳ څخه د چین په هانکژو ښار کې پیلیږي او د راتلونکې اکتوبر تر اتمې پورې دوام کوي.

د افغانستان د سپورت او بدنې روزنې اداره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې په بیلابیلو سپورتي برخو کې یې اسیايي سیالیو ته لوبغاړي چمتو کړي خو د هغوی په منځ کې ښځینه لوبغاړې نه شته.

په یو شمېر هیوادونو کې افغان ښځینه لوبغاړو هڅه پیل کړې چې د اسیايي سیالیو په ګډون په ټولو نړیوالو سیالیو کې د جلاوطنه لوبغاړو په توګه ګډون وکړي. سره له دې چې ځینو سازمانونو او شخصیتونو د دوی د دې غوښتنې ملاتړ څرګند کړی خو عملاً له دې ډول یوې غوښتنې سره نهايي موافقه نه ده شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب