سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهایکسپریس تریبیون: د تورخم د نښتې اصلي دلیل ټي ټي پي و

ایکسپریس تریبیون: د تورخم د نښتې اصلي دلیل ټي ټي پي و

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۶مه) د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ ایکسپریس تریبیون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو اصلي دلیل څرګند کړ، ویې ویل چې د دغو نښتو اصلي علت ټي ټي پي دی چې په پاکستان کې یې بریدونه زیات کړي دي.

ورځپاڼې د تورخم دروازې تړلو او د دوو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښتې ته په اشارې لیکلي؛ که څه هم دواړه خواوې یو بل د نښتې په پیلولو تورنوي، خو د هغې شا ته ژوره موضوع د ډیورند کرښې ها خوا (افغانستان) ته د تحریک طالبان پاکستان پناهځایونه دي.

ایکسپریس تریبیون زیاته کړه، د تورخم دروازې د پرانیستلو پرېکړه وروسته له دې وشوه چې امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له شارژدافېر سره وکتل.

د دې راپور پر اساس، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم د دې لارې د خلاصون غوښتنه وکړه.

د ایکسپریس تریبیون د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د ټي ټي پي غړي به په چترال کې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې له خپلو مورچو شا ته کېدو ته قانع کړي.

د ایکسپریس تریبیون پر اساس، پاکستان د همدې ژمنې له کبله د تورخم دروازه له کابو لسو ورځو وروسته پرانیسته.

د پاکستان پوځ ته دا نژدې ورځپاڼه همداراز ادعا کوي چې تر دې پخوا هم افغان طالبانو دې ته ورته ژمنې کړې وې خو عملاً د ټي ټي پي په حملو کې هیڅ کموالی رانغی.

په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو کې د ټي ټي پي د یوه غړي خبرې لاس په لاس کېږي چې وايي، افغان طالبان د ټي ټي پي غړي نیسي او پلچرخي ته یې لیږي.

دغه کس، چې هویت یې څرګند نه دی، د طالبانو له حکومته ګیله کوي چې که مرسته او خواخوږي ورسره نه شي کولی لږترلږه بې وسلې کسان دې له لارو نه نیسي.

په همدې حال کې ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې خپلو والیانو او قوماندانانو ته امر وکړ چې په خپلو لیکو کې هیڅ د افغانستان اتباع ته اجازه ورنه کړي. ګومان کېږي چې دا هم پر افغان طالبانو د پاکستان د فشارونو یوه نتیجه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب