Homeخبرونهد طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي په ۲ کلونو کې...

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي په ۲ کلونو کې ۲۵ نویو رسنیو فعالیت پیل کړی

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵مه) د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي وايي چې دغه وزارت په تېرو دوو کلونو کې ۲۵ رسنيو ته د فعاليت جوازونه ورکړي دي.

باختر اژانس نن د مهاجر فراهي په قول ویلي چې حاضردمه په هېواد کې ٣٦٤ صوتي او تصویري رسنۍ فعاليت لري.

فراهي تایید کړه چې ګڼو نورو رسنیو، چې د عاید سرچینه یې په بهر کې وه، خپل فعالیت درولی خو «اسلامي امارت» کومه رسنۍ نه ده بنده کړې.

ده زیاته کړه:«هره هغه رسنۍ چې د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د خلکو له کلتور سره سم فعالیت کوي، د فعالیت اجازه ورکول کېږي او ملاتړ یې کوي.»

تر دې مخکې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي وو چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او تر ۶۰ سلنه ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې دوې اوونۍ مخکې په خپل راپور کې ویلي و چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې لږترلږه ۶۴ خبریالان د دوی د دندې له امله نیولي دي.

له بلې خوا د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان هم تېره میاشت په خپل راپور کې ویلي و چې په تېرو دوو کلونو کې د ۱۲۰۰۰ خبريالانو ۷۵ سلنه د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.  

په همدې حال کې اکثره رسنۍ د عاید د کمېدو له کبله له اقتصادي ستونزو شکایت لري، تر دې چې ځینې خبریالان وايي چې د رسنیو خاوندان منظم معاش نه ورکوي.

خو  ښاغلی فراهي وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د رسنیو د برېښنا پاتې پیسې او مالیات کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...