یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د آسیا زړه او د لعلونو خزانه

د آسیا زړه او د لعلونو خزانه

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د پورتني سرلیک له مخې د افغانستان پر دوو ځانکړتیاوو، ستراتیژیک موقعیت او شتمن ارزښت تمرکز کوم:
الجزیره تلویزیون پر خپله ویبپاڼه کې د ۲۰۱۹ کال د می په میاشت کې یوه پوښتنه مطرح کړی وه چې:
ولې افغانستان د خپلو سترو کاني شتمنیو د استخراج وړتیا نه لري؟

ورپسې یې یو تحلیلي راپور لیکلی او پر ځنو کانونو یې د کار ځنې تصویرونه هم خپاره کړی دي.

زه مخکې له دی چې پورتنۍ پوښتنې ته ځواب ولټوم د افغانستان پر ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت به هم لږه رڼا واچوم.

همدارنګه پر یوه بله مشهوره ویبپاڼه (oneworld) کې هم په دی هکله یوه مفصله لیکنه شوی، چې زه ورځنې  په دی لیکنه کې هم خال خال کار اخلم.

که څه هم افغانستان د جغرافیایې موقعیت له مخې په جنوب لویدیځه اسیا کې پروت دی، خو د خپل ستراتیژیکې موقعیت له مخې د آسیا زړه بلل کیږي. له همدې امله د سترو قدرتونو یا زبرځواکو لپاره تل زړه راښکونکې دی.
پر دی هیواد له پیړیو راهیسي د همدې مهم او حساس موقعیت له امله د یرغلګرو یرغلونه او تاړاکونه هم روان دي.

هغه مهال چې زیاتره د ځمکنيو تاړاکونه وخت و او لا سمندري او هوایې لارې نه وې پرانستل شوی، سمندري او هوایې جنګي وسایل او بریدونه هم نه وو، نو یرغلګرو  لښکرو لکه د چنګیز، ګوډ تیمور او نورو به، د منځنۍ او شمالي اسیا له پراخو دښتو او وچو بیدیاوو، د سهیلي اسیا د تودو اوبو او هند پر لور بریدونه کول. د دوی د لاری پر سر  داسی یو ملک یعنې اوسنې افغانستان پروت و چې،  د هند د دروازې کیلي بلل کیدله.

په دی وروستیو کې پخواني شوروي اتحاد هم کوښښ وکړ چې د هند سمندر پر لور دا دروازه ماته کړي او د هند د دې مهم ور کیلي په لاس ورشي، خو له پښو ولوید او دی ارمان ته ونه رسید.

پخوا انګریزانو او دادی په در وروستیو کې د امربکي متحده ایلاتو او ملګرو یې هم غوښتل د اسیا د همدې بام پر سر مورچل جوړ کړي او له همدې ځایه ټوله اسیا او نړۍ وڅاري.

د ستراتیژیک او جیو پولیتیک اهمیت تر څنګ افغانستان نورې ډیرې غوره طبیعي او جغرفیایی وړتیاوی او ځانګړنې هم لري. دا هیواد د شمالي نیمې کرې په منځنیو عرض البلدونو کې پروت دی او څلور بیلابیل فصلونه لري.
دا داسی یو غرنې هیواد دې چې ۷ بیلابیلې اقلیمي سیمي لري، د اقلیم یا اوبو او هوا همدې رنکارنګۍ
افغانستان د بیشمیره رنګارنګ او بیلابیلو ډولونو ژویو، طبیعي ځنګلونو، نباتاتو، میوو او غلو دانو خاوند کړی هم دی. دا داسی یوه لرغونې خاوره ده چې له پیړیو راهیسي، په کې میشتو انسانانو او نورو زرګونو ډولونو ژویو، مرغانو او نورو ژوندیو موجوداتو ته استوګنه خواړه او نوری اسانتیاوی برابری شوی دي.

د غرونو او دښتو تر څنګ یخچالونه،  زیات سیندونه، او د ځمکې لاندی د خوږو یا پاکو اوبو زیرمې هم لري.
د دی هیواد وګړي هم د خپل طبیعي چاپیریال تر اغیز لاندی، خاص ټولنیز او کلتوري صفات لري. پخوانیو  نړیوالو سیلانیانو دا وګړي تل په درنښت، میلمه پالنه، خپلواکۍ غوښتنه، ژمنه او وفا ولاړ ، رښتیني او سپین زړي بللي او یاد کړي دي.

د اسیا  دا زړه له ډیر مهم ستراتیژیک موقعیت او اهمیت سره سره ستر اقتصادي اهمیت هم لري او د لعلونو یوه خزانه بلل شوی او یاده شوی ده.

د افغانستان غرونه او رغونه د نړۍ له سترو ځمکنیو خامو توکو او کاني زیرمو ډک دي.
د یوه اټکل له مخې په افغانستان کې د دریو بیلیونو یا دریو زرو ملیاردو په ارزښت کاني زیرمې شته.
د نفتو او ګازو له زیرمو پرته په دی هیواد کې رنکارنګ فلزات، قیمتي ډبرې او منرالونه هم شته.

په دی هیواد کې داسی لږ موندونکی یا کم ساري کاني توکې هم شته چې  یو ډول یې د ۱۷ رنګارنګ  فلزاتو یوه ډله ده ، چې د اوسني اقتصادي ماشین په چلند او د اوسنۍ تکنالوجۍ  په صنایعو کې ډیر زیات اهمیت لري.
له دی کم سارې ډلې، په لمریزو دړو کې مس او  په موبیل تلیفونونو، د کمپیوترونو په حافظو، لایزر،  د بریښنایی موټرو په بطريو او نورو  کې کوبالت، لیتیم او داسی نور کارول کیږي.

د همدې کم سارو یا لږ موندونکو فلزاتو اندازه په افغانستان کې  1.4 ملیونو ټنو ته رسیږي.
له دې امله چې همدغه ډول کاني توکو ته به په راتلونکو کلونو کې اړتیا نوره هم زیاته شي، نو ځکه به د افغانستان رول په نړیوال مارکیټ یا بازار کې زیات او د پام وړ وي.

خو ویره داده چې کیدای شي نوموړی هیواد به د طبیعي سرچینو د ترلاسه کوونکو زبرځواکو په چټله لوبه کې نور هم وکړول شي، ځکه له څو لسیزو رادیخوا، افغانستان د ثبات، پرمختیا او هوسا کیدو پر ځای، د کړکیچ، فساد او استثمار یوه سرچینه او ډګر ګرځېدلې دی.

دا لوبه له هغه مهاله توده شوه کله چې د پخواني شوروي اتحاد یو دولتي مشر بریژینیف، د سردار داوود خان د افغانستان لومړي جمهور ریس د کتنې په مهال،  هغه ته ګوتڅنډنه وکړه او ورته یې وویل چې، لویدیځ کار پوهان د افغانستان په شمال کې د نفتو پلټنې کوي او دا کار موږ ته د منلو نه دی. خو سر زوري پر وطن مین داوود خان ورته ویلی و چې،  دا په موږ پورې اړه لري چې چاته په خپل هیواد کې د زیرمو د پلټلو او لټولو اجازه ورکوو او چاته یې نه ورکوو. ویل شوي چې آن شهید داوودخان نه غوښتل چې د شوروي زبرځواک له مشر سره  د مخې ښې لاس ورکړي او په سخت غبرګون ورځنې رارخصت شوی و.

هماغه و چې په ۱۹۷۹ کې پخواني شوروي دی هیواد ته لاس را اوږد کړ، غوښتل یې د شمال د ګازو له زیرمو هم کار واخلي، یو څه صادرات هم ورته پیل شول، خو د امریکې او نورو لویدیځو هیوادونو له ملاتړ برخمنو جهادي ډلو په وسیله له ماتې سره مخ شو.

د سپتمبر له یوولسمې وروسته د امریکې زبر ځواک شاو خوا یو بلیون ډالر دلته پر جګړه ولګول. د همدې اوږدې جکړې په ترڅ کې یې  کوښښ وکړ چې دا هیواد د لویدیځ پر لور سم کړي او د امریکې ستراتیژیک سیاسي او اقتصادي دوست هیواد شي. همدارنګه پر جګړې خپل لګولې لګښتونه هم د افغانستان له طبیعي شتمنیو او کاني زیرمو ترلاسه کړي.

واشنګتن خپلې سترګې د افغانستان همدې کم سارو فلزاتو ته برندې کړی وی، کوم چې دشنه اقتصاد په صنایعو کې ډیر  ارزښت لري.

خو په افغاتستان کې له دی کانې زیرمو  د کار اخیستلو په برخه کې یوه ستونزه هم وه او هغه دا چې د دی موادو د لیږد لپاره مناسبې لویې سمندري لارې او د ریل ګاډي پټلۍ نشته چې دا مواد په اسانه او ارزانه ولیږدول شي. له بلې خوا دا کاني زیرمې په ټول هیواد کې خورې ورې پرتې دي او د وړلو لپاره یې یوه مناسب ترانسپورتي سستم ته اړتیا ده.

ددی ترڅنګ امریکه ونه توانیده چې د کاني زیرمو لرونکې ډیرې برخې د مخالفو وسله والو له کنتروله وباسي.
په ۲۰۱۸ کې د افغانستان  په ختیځ ننګرهار کې د تالک یا شوکاڼې د زیرمو په ساحو کې د داعش او طالبانو تر منځ هم جګړی وشوی.

په ۲۰۲۰ کال کې Foreigen Policy هم د همدې کاني توکي په هکله، یو خبر خپور کړی و چې هغه مهال د کابل حکومت یوازی د ۴۲ ملیونو په ارزښت له شوکاڼې یا تالک کټه ترلاسه کړی وه، په داسی حال کې چې طالبانو  نیم ملیارد ډالر له همدې کاني توکې لاس ته راوړی و. د همدې کان د ارزښت په هکله ما څه موده پخوا د یوه هالنډي مشهور خبریال پر یوه راپورتاژ هم،  یوه لیکنه کړی وه او خپره کړی مې وه.

ددی تر څنګ دا ویره هم وه او شته چې د دی کاني توکو غیر مسلکي استخراج د چښلو پاکې اوبه ککړې نه کړي او چاپیریال ته زیان ونه رسوي.

خو د چین هیواد چې له افغانستان سره په شمال لویدیځ کې ګډه پوله لري او د پامیر په غرونو کې د واخان له تړانګې سره نښتې دی نو کولای شي چې په اسانۍ سره له همدې لیارې د افغانستان طبیعي سرچینو ته ځان ورورسوي.

چین غواړي د وریښمو پر نوی لویه لیاره پانګونه وکړي او د ریل ګاډي پټلۍ له همدې ځایه تر اروپا او افریقا هم ورسوي.

د وریښمو پخوانۍ لیاره هم چې د سوداګرۍ یوه ډیره تاریخي او مشهوره لیاره وه، د چین وریښم او د هند دارو درمل او نور مهم توکي به پر همدې لیاره له  افغانستانه تیریدل او تر اروپایې روم، یونان او نورو هیوادونو به وړل کیدل.

له همدی امله څو کاله دمخه  چین د عینکو د مسو قرارداد لاسلیک کړ او په دی وروستیو کې ځنې چینایې شرکتونو له افغان لوري سره د کانونو د استخراج په برخه کې ځنې نور قراردادونه هم لاس لیک کړی دي.

د افغانستان د ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت د دی لوبې یو بل لوبغاړی پاکستان دی.

دلته بیا یوه بله ستونزه د هند او پاکستان تر منځ خپل منځي کړکیچ او لانجه ده، چې افغانستان یې هم اغیزمن کړی دی.

د افغانستان دا ګاونډې له چین سره د وریښمو د نوی لیاری په جوړولو کې هم غاړی شوی دی. چین د هند له تمې خلاف د پاکستان په زیربنایی یا بنسټیزو پروژو کې تر ۶۴ ملیاردو ډالرو د پانګونې ژمنه کړی ده، تر څو پاکستاني صنایع او بازارونه د بلوچستان د ګوادر سمندري بندر سره ونښلوي. دا کار نه یوازی د دی لپاره چې دا لاره د مرکزي اسیا لپاره یوه مهمه لاره او بندر شي، اما د هند سوداګرۍ ته هم یو خنډ رامنځ ته کړي.

د دی لپاره چې هند په دې ستراتیژیکه سیمه کې له چین او پاکستان شاته نه وي پاته شوی، نو هند د امریکی له ملاتړ برخمن پخواني افغان حکومت سره له ۲۰۰۱ کال را دیخوا د دریو ملیاردو ډالرو په ارزښت مرسته هم کړی ده.
د دی تر څنګ هند د خپلو سوداګریزو شریکانو په مرسته هڅه وکړه چې د چین او پاکستان د بندونو او خنډونو مخنیوی وکړي او د ایران په چابهار سمندري بندر کې یې پانګونه وکړه،  تر څو له افغانستان او همدارنګه له هغې لیارې له منځنۍ اسیا سره هم خپله سوداګري وپالي.

خو پر ایران نړیوالو بندیزونو او په افغانستان کې وروستي سیاسي بدلون او د حکومت ړنګیدلو په دی برخه کې یوه بله تشه رامنځ ته کړه.

ډیر کار پوهان د افغانستان طبیعي زیرمې د نوموړی جګړه ځپلي او بیوزلي هیواد د رغولو یوه کیلي ګڼې خو د زیربینايې بنسټیزو جوړښتونو او لویو لیارو کمزوری حالت، د سترو پانګوالو زړه نازړه حالت او د زبرځواکو او ګاونډیانو ناوړه او چټلې سیالۍ له دغو شتمنیو معقوله استفاده ستونزمنه کړی ده.

د الجزیره تلویزیون یوه لیکوال ته پانګوالو،  د ۲۰۱۹ کال د می په میاشت کې هغه مهال چې جمهوریت واکمن و، له نا امنۍ، فساد او کمزوري قانون سر ټکولی و او هغه مهال یې د کانونو په استخراج کې غټ خنډونه بللی و. نوموړی لیکول د مرمر ډبرو اهمیت او  استخراج ته ګوته نیولی وه او ویلی یی و چې کیدای شي نوموړي ډبری او داسی نور کاني مواد افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته ورسوي.

البته په هماغه کال د کانونو نا خالص عایدات په سلو کې له ۷ تر ۱۰ رسیده.

اوس چې په افغانستان کې د نوی واکمنۍ په راتلو سره، د اوسنیو چارواکو پر وینا بشپړ او سراسري امن ټینګ شوی، کانونه د زورواکو له منګلو ژغورل شوي او فساد له منځه تللی دی، نو هیله ده چې نوری سیاسي ستونزي، هم ډیر ژر هواری شي او افغانستان په یوه سالم ناپيیلي اقتصادي سیاست سره وکولای شي د افغانستان له ملي طبیعي شتمنۍ معقوله استفاده وکړي. داسی چې کاني توکي په اغیزمنه توګه استخراج شي، کارګرو ته په عادلانه توکه مزد، د کار مناسب چاپیریال او صحي بیمه برابره شي. د کانونو په  درنو کارونو کې کم عمره وګړي استخدام نه شي، پانګوال د کاني کارکوونکو روغتیا، سلامتیا او امتیازات تضمین کړي، د کار نړیوال منل شوي اصول او بشري قوانین په پام  کې ونیول شي او چارې داسی سمبال شي چې ګټه یې ټول ولس ته ورسیږي. چاپیریال زیانمن نه شي، زیربینایې بنسټیزې اسانتیاوې رامنځ ته شي او جګړه ځپلې افغانستان په پوره سوله کې بشپړ ورغول شي.

خو که چیری پانګوال هم له خوږې ګوتې نیول کوي او د ولس او حکومت له ناچارۍ ناوړه ګټه پورته کوي، کانونه په مناسبه بیه او د نړیوالو معیارونو مطابق نه استخراجیږي، نو بیا به غوره وي چې،  دا طبیعي شتمني او د لعلونو خزانه یو څه وخت نوره هم سر پټې  پاته شي او په یوه مناسب وخت کې ورځنې معقوله او اغیزمنه استفاده وشي.

هالنډ/ ۱۷- ۹- ۲۰۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب