Homeخبرونهد بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې څلور پېغلې اوبو یووړې

د بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې څلور پېغلې اوبو یووړې

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۵مه) له بدخشان څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، څلور پېغلې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې ډوبې شوي دي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویندوی نن رسنیو ته وویل چې دا پېښه پرون (شنبه) د مایمي ولسوالۍ په تنګ شېوه سیمه کې شوې ده.

د ویاند په وینا، څلور نجونې هغه مهال په سین کې ولوېدې چې له یوه لړزانده پله تېرېدې او د پله توازن ګډوډ شو.

د سین اوبه خورا تېزې وې او هغوی یې له خپلو څپو سره یووړې.

تر اوسه پورې د هغوی مړي موندل شوي نه دي خو هلې ځلې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...